ډیر شمیر اریتیریایان د تیښتې پر مهال شکنجه او بندیان شوي دي. د بې سرحده داکترانو سازمان د رپوت پر بنسټ په ۲۰۱۵ م کال کې د ښځو نارینه و او ماشومانو په ګډون د اریتیریایې مهاجرو شمیر ۴۰ زره وو، چې له مدیترانې سمندر څخه د تیر شوو مهاجرو لویه برخه یې تشکیلوله. په ۲۰۱۶ کال کې د ۲۰ زرو په شاوخوا کې اریتیریایان له دغې لارې اروپا ته راغلي دي.
په هنګري کې دویم اغزن سیمې دیوال
د هنگري حکومت دغه هيواد ته د مهاجرو د ورتگ د مخنيوي له پاره له سربستان سره په سرحد کي د يو بل دېوال د جوړولو چارې پیل کړي دي. د دغه دیوال په جوړیدو کې له ډیر پر مختللی ټکنالوژۍ څخه استفاده کیږي چې په هغې د شپې له خوا د لید توان درلودونکی کمرې، د حرکاتو د ثبتولو ابزار او نورو وسایلو شامل دي. د ۱۷۵ کيلومترو په اوږدوالي لومړنې سیمې دوېوال په ۲۰۱۵م کال کي جوړ شوی وو.
په ۲۰۱۵ کال کې تر ۴۰۰ زرو ډیر انسانان له هنګري هیواد څخه د شمال لویدیځ اروپا په نیت تیر شوي ول چې اکثرو یې غوښتل آلمان ته ځان ورسوي.
له سربستان سره په پوله د لومړني سیمي دېوال د جوړیدو کار د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر میاشت کې بشپړ شو او له کرواسیا سره په پوله یو بل دیوال هم جوړ شو. تر هغې وروسته په عمومي توګه په لږ شمیر کې مهاجر د هنګري هیواد له سرحد څخه تیر شوي دي.
د بلگراد په کوڅو کي د مهاجرو ژوند په انځورونو کي
د سربستان په پلازمېنه بلگراد کي په سونو مهاجر شپې په تم ځايونو او داسي زړو ودانيو کي تيروي چي کړکۍ هم نه لري. د دوی ډيری افغانان دي. دغه مهاجر ولي کمپونو ته نه ځي؟ په اړه ئې انځوريز راپور.
انځور: DW/N. Rujevic
د نامعلوم راتلونکي پر لور
په دې خرابه ودانۍ کې زیاتره مهاجر افغانان او پاکستانيان دي. ۱۷ کلن محمد درویش چې له افغانستان څخه مهاجرت ته اړ شوی، له سړې هوا شکایت کوي او غواړي چې په اروپا کې کار او ښه ژوند پیل کړي.