1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
غذايي مصئونيتافغانستان

«افغانستان د لوږې له خطر سره مخ سیمو په کتار کې دی»

الیزابت شوماخر ژباړه: امید دیدار
۱۴۰۴ آبان ۲۲, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو دوو ادارو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د هغو ۱۷ هېوادونو او سیمو په کتار کې دی، چې له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ دي. دې دواړو ادارو د دغې ناورین د مخنیوي له پاره د دوه برابره بودیجې وړاندیز کړی.

ملګري ملتونه: افغانستان د لوږې له خطر سره مخ سیمو په ډله کې دی
ملګري ملتونه: افغانستان د لوږې له خطر سره مخ سیمو په ډله کې دی انځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

د  ملګرو ملتونو  د خوړو او کرهنې برخې بنسټ «فا» او دغه راز د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې ۱۶ هېوادونه او سیمې په نیږدې وخت کې له لوږې او قحطۍ سره مخ کېدونکي دي.

د ملګرو ملتونو دا دوه بنسټونه دغه راز د بشري مرستو د بودجې زیاتولو غوښتنه کوي، ځکه ډېر نړیوال مرسته رسوونکي سازمانونه د ډونلډ ټرمپ په واکمنۍ کې د امریکا متحده ایالاتو د مالي ملاتړ د کمولو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیه مشر سندي مک‌کین وویل: «موږ د مخنیوي وړ د لوږې له داسې ناورین سره مخ یوو، چې په څو هېوادونو کې د پراخې قحطۍ ګواښ پېښوي.» نوموړي خبرداری ورکړ، چې دغې موضوع ته د نه پاملرنې له امله ښايي «دا چاره د بې ثباتۍ، کډوالۍ او تازه پېښو لامل شي.»

د ملګرو ملتونو د دغو دوو بنسټونو په رپوټ کې راغلي، چې: «د هایتي، مالي، فلسطین، سویلي سوډان، سوډان او یمن په څېر هېوادونو او سیمو کې انسانان د لوږې د ناورین له جدي او ژر پېښېدونکي ګواښ سره مخ دي.»

په همدې حال کې،  افغانستان ، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، میانمار، نایجیریا، سومالیا، سوریه، بورکینافسو، چاد، کینیا او په بنګله‌دېش کې د روهینګیا پناه غوښتونکو کمپونه، د «ډېرې لوړې اندېښنې» سیمو په توګه ليست شوي دي.

د بودجې زیاتوالي ته شدیده اړتیا

د ملګرو ملتونو په دغه رپوټ کې دا هم ویل شوي دي، چې د بشري مرستو تمویل «د اړتیا وړ کمښت» سره مخ دی، داسې چې دغو دواړو ادارو د خپلو عملیاتو د دوام له پاره تر اوسه د اړتیا وړ ۲۹ میلیارده ډالرو څخه یوازې ۱۰،۵ میلیارده تر لاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهنې سازمان خبرداری ورکړی دی، چې که بشپړ ډول یې مالي تمویل  ونه شي، نو د خوړو رسول له خطر سره مخ کېږي او په دې سره به «پرلپسې ناورینونه» رامنځته شي. دغه بنسټ وویل، چې: «مخکې له دې د کښت وخت یا تازه ناورینونه پېښ شي، باید ژر تر ژره د کرهنیزو تخمونو او د څارویو روغتیايي خدماتو له پاره بودجه چمتو شي.»

 د خوړو او کرهنې سازمان مشر چودونکیو وویل: «د قحطۍ مخنیوی یوازې اخلاقي دنده نه ده، بلکې د اوږدمهاله سولې او ثبات له پاره هوښیارانه پانګونه هم ده. سوله د خوړو خوندیتوب لومړنی شرط دی او خوړو ته لاسرسی د انسانانو بنسټیز حق دی.»

ساینس پوهانو له اوږدې مودې دا خبرداری ورکړی، چې د نړۍ تر ټولو بې وزله او شخړه‌ ایزې سیمې به د اقلیمي بدلونونو له امله ډېرې وځپل شي او په دغو سیمو کې د خوړو کمښت به پر نوري نړۍ هم ناوړي اغېزې وکړي.

ناامني، انارشي، وچکالي او د قحط ګواښ د نړۍ په تر ټولو نوي هيواد کي

02:53

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب