1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړينړیوال

ملګري ملتونه: اکثره رهبران واک خوښوي نه د شخړو پای ته رسول

۱۴۰۳ خرداد ۱۷, پنجشنبه

د بشري حقونو په چارو کې د ملګري ملتونو مشر، وايي د شخړيزو سيمو اکثره رهبران د خلکو ستونزو د حل، هغوی ته د ښه ژوند برابرولو او د جګړو د پای ته رسولو پر ځای، په واک کې پاتېدو او سیاسي رقابتونه ته لیوالتیا لري.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو مشر مارتین ګريفیتس
د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو مشر مارتین ګريفیتسانځور: Martial Trezzini/KEYSTONE/dpa/picture alliance

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو مشر مارتین ګريفیتس، وايي د دوی مرستندویان هره ورځ په شخړيزو هېوادونو کې چېرته چې په ملیونونو کسان له خپلو کورونو بېځایه او له لوږې او تاوتریخوالو سره مخ دي، د خپلو ناکامیو عواقب ويني چې تر ډېره پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. هغه وايي يوازې په غزه کې ۲۰۰ مرستندویان وژل شوي دي.

ګريفیتس د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وويل: «په غزه کې سیاسي ديپلوماسي کمه نه ده، خو دا په کافي اندازه ښه مخته نه ځي.»

هغه وويل چې غزې ته د بشري مرستو د چټکولو په موخه نن پنجشنبه به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي آنتونیو ګوتریش سره په یوه خبري کنفرانس کې ګدون وکړي.

ګريفيتس زیاته کړه، سربېره پر دې چې اوس د بشري مرستو اړتیا ډېره شوې، خو ملګرو ملتونو د نړۍ اړمنو خلکو ته د خپلې کلنۍ بودجه د ۳۰۰ ميلیونو کسانو پر ځای ۱۸۸ ميليونو ته راښکته کړې، خو دغه سازمان د روان کال تر نيمايي پورې د دغې بودجې ايله ۱۷ سلنه برخه ترلاسه کړې ده.

ملګرو ملتونو تېرکال خپله بودجه له شاوخواو ۵۶ ميلياردو ډالرو څخه ۴۹ ميلياردو ډالرو ته راښکته کړه.

ګريفيتس دا هم وويل چې نه یوازې ډېرو هېوادونو، بلکې ځينو بنسټونو، سازمانونو او نورو هم د لوړو بيو، لکه ځاني تلفات او د انرژۍ لوړو لګښتونو په دليل خپلې مرستې قطع کړي دي.

خو د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي ټينګار وکړ چې د مرستو د زیاتولو له پاره باید لا ډېرې هڅې وشي. هغه زیاته کړه چې د جګړو د پای او د نړۍ په سطحه د ميلیونو بېځایه شوو ته د مرستو په موخه له نوو ډونرانو نېولې له خصوصي سکتور سره تر تعامله پورې هڅې په کار دي.

(AP)mks/nz

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب