د آلمان خبري آژانس د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له قوله ليکي چې د سپتمبر مياشتې تر پايه پورې ۲۳ زره او ۴۱۹ مهاجر او پناه غوښتونکي يونان ته رسيدلي دي. د ملګرو ملتونه دغه اداره وايي چې د ۲۰۱۷م کال په پرتله سږ کال يونان ته د رسيدلو مهاجرو او پناه غوښتونکو په شمير کې ۱۷ سلنه لوړوالی راغلی دی.
په عين وخت کې د يونان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د دغه شمير مهاجرو څخه علاوه د روانې مياشتې (اکتوبر) په لومړنيو څلورو ورځو کې ۵۶۰ تنه مهاجر د آژه سمندرګي له لارې د يونان ټاپوګانو ته رسيدلي دي. آژه سمندرګی د يونان او ترکيې ترمنځ د اوبو يو پخوانی سرحد دی.
د يونان د کورنيو چارو وزارت دغه راز ويلي سږ کال پر دغې لارې يونان ته د رسيدلو مهاجرو شمېر د تېر کال د رسيدلو مهاجرو په پرتله، دوه برابره لوړ دی.
د يونان د مهاجرت د چارو وزير ديمتريز ويتساس د دغه هيواد پارلمان ته وويل چې په ۲۰۱۷م کال کې ۵۵۰۰ مهاجر د آژه سمندرګي له لارې يونان ته رسيدلي ول، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸م کال په يوازې لومړيو ۹ مياشتو کې له دغې لارې شاوخوا ۱۲ زره مهاجر رسيدلي دي.
يونان غواړي په ټاپوګانو کې د منتظرو مهاجرو شمير تر لس زرو راښکته کړيانځور: DW/D. Cupolo ويتساس زياته کړه چې يوناني چارواکي په پام کې لري چې له ټاپو ګانو څخه ډير مهاجر وچې ته انتقال کړي.
د رپوټونو په حواله له ټاپوګانو څخه وچې ته د مهاجرو د ايستلو يو دليل دا دی چې په ټاپوګانو کې د کمپونو له وړتيا څخه دوه برابره ډير مهاجر ځای پر ځای کړل شوي، چې له امله يې د کمپونو وضعيت ډير خراب شوی دی. د يونان حکومت دغه هيواد ته رسیدلي مهاجر په لومړي سر کې په دغو کمپونو کې ساتي.
د يونان د ساحلي ساتونکو په حواله، په تيرو لسو ورځو کې له ۲۰۰۰ څخه ډير کسان د يونان شمالي او مرکزي کمپونو ته ليږدول شوي او ۱۹ زره نور بيا وچې ته د انتقال په انتظار کې دي.
د يونان حکومت په پام کې لري چې د هغو مهاجرو شمير چې د آژه سمندرګي په ټاپوګانو کې د انتظار په حال کې ژوند کوي، لس زرو ته راښکته کړي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د یونان او ترکیې تر منځ مرګونی سیند
مهاجر یوازي له ترکيې څخه يونان ته د آژه سمندرګي له لاري د تګ هڅه نه کوي، بلکي د ایوروس یا ماریتسا سیند له لاري هم یونان ته ځانونه رسوي. خو په دغه هڅه کې تل انسانان خپل ژوند بايلي.
انځور: DW/M.Karakoulakiد ایوروس سیند پر څنډه په یوناني ژبه پر لوحه باندي لیکل شوي دي چې«احتیاط سرحد دی. د سیند په بله ژۍ ترکیه ده». د روان میلادي کال په اوږدو کې په زرونو مهاجرو هڅه کړې ده چې د خپل ژوند په بیه له دغه سینده په تیریدو سره اروپا ته ځانونه ورسوي.
انځور: DW/M.Karakoulakiیوازې په روان میلادي کال کې د یونان د ایفورس سیند په څنډه کې ۲۹ جسدونه موندل شوي دي. په وروستیو کې د یوه ۱۵ کلن ماشوم مړی موندل شوی وو. د موندل شوو مهاجرو جسدونه د یونان د الکساندرپولي ښار روغتون ته لیږدول کیږي. اوسمهال د روغتون په مرده خانه کې تر لسو زیات جسدونه پراته دي.
انځور: DW/M.Karakoulakiد روغتون په انګړ کې یخچالي کانتینر. دغه کانتنیر د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د روغتونو په اختیار کې ورکړل شوی دی. ځکه چې د السکاندرپولي روغتون د دې وړتیا نه درلوده چې د ډیرو مړو شوو مهاجرو جسدونه وساتي.
انځور: DW/M.Karakoulakiکله چې ښکاریان، کب نیونکي یا سرحدي چارواکي په سیند کې کوم مړی وویني، لومړی پولیس د تحقیقاتو په موخه دغه ځای ته رسیږي او انځورونه اخلي. تر هغې وروسته مړي د عدلي طب څیړنو له پاره وړل کیږي، چیرې چې پاولوس پاولیدیس، د مړي پر بدن نخښې نښانې لکه تاتو یا خالونه تشخیصوي او د جسد د ډې ان اې، نموني اخلي.
انځور: DW/M.Karakoulakiد پاولس د معلوماتو له مخې په دغه سیند کې زیاتره موندل شوي کسان ډوب شوي وي. خو ځيني بيا د یخنۍ له کبله مړه شوي وي. د هغه په خبره په وروستیو کې د سړک او اورګاډي د پيښو په ترڅ کې د انسانانو مړینه زیاته شوې ده.
انځور: DW/M.Karakoulakiهغه شخصي شیان چې له جسدونو سره موندل شوي په پلاستیکي کڅوړو کې ساتل کیږي، څو د تشخیص پر مهال ترې کار واخیستل شي.
انځور: DW/M.Karakoulakiدا دردونکې پروسه ده چې د مړو شوو مهاجرو پاته شوي شیان په نخښه شي او په کڅوړو کې واچول شي. زیاتره دغه شیان هغه څه وي چې په اوبو کې له منځه نه ځي.
انځور: DW/M.Karakoulakiهغه شیان چې له منځه نه ځي
زیاتره موندل شوي شخصي توکي چې د مهاجرو له جسدونو سره موندل کیږي د سرو یا سپینو زرو ګوتې او غاړگۍ وي. پاولس پاولیدیس وایي: «جامې او رسمي اسناد لکه پاسپورتونه زیاتره مهال په اوبو کې له منځه ځي.»
انځور: DW/M.Karakoulakiزیاتره مهال له مړو شوو مهاجرو سره داسي شیان موندل کیږي چې د هغوی له مذهب سره تړاو لري، لکه د بیلګې په توګه د څرمنې دغه ځانګړی کمربند. دا کمربند ښيي چې د دې کمربند تړونکی کس له افریقا سره تړاو لري. که چیرې یو کس وپيژندل شي د هغه پاته شوي شیان د هغه د کورنۍ غړو ته ورکول کیږي، البته د امکان په صورت کې.
انځور: DW/M.Karakoulakiکه چیري د یوه مړه شوي مهاجر پيژندنه یا بیرته خپل اصلي ټاټوبي ته استول امکان و نه لري، نو بیا د یونان اړونده چارواکي هغوی خاورو ته سپاري. یا هغوی په زیدرو کې د مسلمانانو په هدیره کې او یا هم په اورستیادا کې د عیسویانو په هدیره کې ښخوي. ۲۱ کلن مطفی رهوان، چې د سوریې د حلب ښار اوسیدونکی وو دغلته ښخ دی.
انځور: DW/M.Karakoulaki