«د میانمار د پوځ مشر باید د ولس وژنې له پاره محکمه شي»
۱۳۹۷ شهریور ۵, دوشنبه
ملګري ملتونه وایي چې په راخین کې د مسلمان روهنګیا لږکیو پر وړاندې تر سره شوي جرمونه د نړیوالو قوانینو له مخې په سختو جنایتونو کې شمیرل کیږي. د دې سازمان په رپوټ کې په میانمار کې د پوځي عملیاتو پر ضد سخته لهجه کارول شوې.
اعلان
د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اګست ۲۷مه) د ملګرو ملتونو له لوري په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې د میانمار پوځ په راخین ایالت کې د روهنګیا لږکیو پر وړاندې د جرمونو مرتکب شوی دی. په دغه څه کې وژنې، جنسي تیري، د ماشومانو پر وړاندې شکنجه او تاوتریخوالی او همداشان په بشپړه توګه د کلیو سوځولو ته اشاره شوې ده.
د میانمار په هکله د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې خپلواکه ماموریت ویلي دي چې په راخین ایالت کې د ولس وژنې نخښې نښانې شته. په دغه رپوټ کې راغلي دي چې موندنې «د نړیوالو قوانینو له مخې بې له شکه په سختو جرمونو کې شمیرل کیږي.»
د رپوټ مهمې موندنې
پوځي اړتیا هیڅکله په خپل سر وژل، پر ښځو ډله ایز جنسي تیري، پر ماشومانو حملې او د بشپړ کلي سوځول نه توجیه کوي.
جګپوړي پوځي جنرالان، په شمول د پوځ د مشر من آنګ هلنګ، باید د راخین ایالت په شمال کې د ولس وژنې او همداشان په راخن، کچین او شان ایالتونو کې د بشریت پر وړاندې د جرمونو له کبله محاکمه شي.
جنسي تیری او جنسي تشدد د قصدي ستراتیژۍ برخه وه، څو ملکي خلک تهدید شي، وډارول شي او یا هم جزا ورکړل شي او له دې کار څخه د جګړې د تاکتیک په توګه استفاده کیده.
د میانمار مشره آن سان سوچې په دې کې پاتې راغلې چې د حکومت د مشرې په توګه له خپل دریځ څخه استفاده وکړي او یا هم د خپل اخلاقي صلاحیت له مخې د جنایتونو مخنیوی وکړي.
د پوځ مشرتابه باید د نړیوالې محکمې پر وړاندې ودرول شي.
د بخښنې په نړیوال سازمان کې د میانمار په هکله څیړونکي لورا های، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو رپوټ یو مثبت ګام دی، خو له خلکو سره د محاسبې له پاره لا هم ډیره اوږه لار په مخ کې پرته ده. د نوموړې څیړونکي په خبره «لکه څرنګه چې کارپوهانو هم دا خبره روښانه کړ ې ده، نړیواله ټولنه اوس د عمل کولو مسوولیت لري او دا خبره باید یقیني کړي چې هغه پوځي قوماندانان چې دغه پوځي عملیات یې څارلي باید حساب کتاب ورسره وشي.»
د بشري حقونو د څار ادارې د آسیا څانګې څخه پیل روبرتسن، په دې نظر دی چې دغه رپوټ په دې معنی دی چې د میانمار د پوځ له پاره وخت پر ختمیدو دی. په عین وخت کې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د جرمونو مرتکب باید له جزا څخه و نه تښتي.
د راخین ایالت په لویدیځ کې د میانمار د پولیسو پر پوستو باندې همغږي بریدونه د دې سبب شول چې د میانمار پوځ د تیر کال د اګست میاشتې په ۲۵مه نیټه د روهنګیا پر وړاندي پوځي عملیات پیل کړي. په دې ترڅ کې تر ۷۰۰ زرو زیات روهنګیا بنګله دیش ته وتښتیدل چې په کې ۳۷۰ زره ماشومان هم شامل دي.
د روهنګیا لږکیو تعقیب
روهنګیا لږکي له اوږدې مودې راهیسې په میانمار کې له تعقیب سره مخامخ دي. په ۱۹۶۲م کال کې په میانمار کې د پوځي واکمنۍ تر پیلیدو وروسته د روهنګیایانو له پاره وضعیت نور هم خراب شو او د حکومتي کمپاین په ترڅ کې په زرونو روهنګیایان بنګله دیش ته ولیږل شول. په ۱۹۸۲م کال کې د تابعیت نوې قانون وضعیت لا پسې خراب کړ. ۱۳۵ ایتنیکي ډلې په دغه قانون کې مشخصې کړی شوي وې، خو روهنګیا په دغه ډله کې نه وو.
زموږ له آرشیف څخه:
انځورونه: د روهنګيا مهاجر ماشومانو دردونکی وضعيت
دولس کلن روهنګيايي مهاجر نورحافظ په يوازې سر د خپلې ۹ کسيزې کورنۍ سرپرستي کوي. پلار يې بنګله ديش ته تر مهاجر کيدو د مخه لادرکه شوی دی. نور حافظ اوس له خپلې مور، خويندو او ورونو سره په بنګله ديش کې په يوه کمپ کې اوسيږي.
انځور: Reuters/A. Abidi
کشر خو د کور مشر
۱۲ کلن نورحافظ د بنګله ديش په پالونګ کمپ په سره ګرمۍ کې خپلې چترۍ سره ګرځې او د علاقمندو کسانو پر سر سيوری کوي تر څو يې له هغو يوه اندازه پیسې ترلاسه کړې وي. هغه چې لا ماشوم دی د خپلې ۹ کسيزې کورنۍ سرپرستې ور د غاړې شوې ده.
انځور: Reuters/A. Abidi
د يوې يورو ګټل تر ټولو ښه ورځ
نور حافظ وايي. «ځينې ورځې له۵۰ تر ۱۰۰ تاکا ګټم. کله خالي لاس کورته ګرځم. يو تاکا د يور له يو سنت سره برابر ده. په ۵۰ تاکاو سړی کولای شي د کمپ په بازار کې شاوخوا ۲۵۰ ګرام شنه مرچک واخلي. يو خوراک چرګ هم شاوخوا ۱۵۰ تاکا خرخيږي».
انځور: Reuters/A. Abidi
«پوځيانو زموږ کورنه وسوځول»
رابعه او ماشومان يې دوه میاشتې مخکې د ميانمار په راخينه ايالت کې له خپل کلي وشړل شول. دغه ۳۳ کلنه ښځه وايي: « پوځيانو زموږ کورنه وسوځول، داسې کورونه يې هم وسوځول چې لا خلک په کې ول. ما ډير کسان وليدل چې په ګوليو لږيدلي او ټپيان ول». دغه کورنۍ د خپل کور تر لاسه ورکولو وروسته د نيکه او نيا کور ته ولاړل، خو يوه ورځ وروسته هلته هم پوځيان ورسيدل.
انځور: Reuters/A. Abidi
د اتو ماشومانو مور
نور حافظ په اتو خويندو او ورڼو کې تر ټولو مشر دی. کله چې دوي د خپلې نيا او نيکه کور ته ولاړل او بيا هلته هم ورپسې ميانماري ځواکونه ورسيدل، هماغه وخت د هغه پلار وتښتيد چې تر اوسه لادرکه دی. تر هغې وروسته رابعه د خپلو اتو ماشومانو سره د بنګله ديش پر لور راوخوځيده او توانيده چې ځان د دغه هيواد کوکس بازار ته ورسوي. په کمپ کې د زيات عمر لرودونکي روهنګيايي مهاجر له هغې سره د خپل وس په اندازه مرستې کوي.
انځور: Reuters/A. Abidi
مرستو پورې تړلی ژوند
د کوکس بازار په کمپ کې د ميشتو روهنګيايي مهاجرو ژوند د کمکي موادو سره تړلی دی. د نور حافظ کورنۍ هم په همدې ډله کې راځي. روهنګيايانو د تيښتې پر مهال يوازې خپل سر، د هويت اسناد، يو څو قطعې عکسونه او له بارانه د محافظت په موخه يو يو څادر راخيستی وو.
انځور: Reuters/A. Abidi
په کمپ کې دننه اضافي لګښتونه
پر مهاجرو يوازې څو قلمه خوراکي مواد؛ لکه: غوړي، عدس او پياز په ويشل کيږي چې دا تر ډيره کافي ندي. له همدې وجې په کمپ کې وړې هټۍ هم خلاصې شوي دې چې په کې د شنه مرچ، ترکاري، د حاملګۍ ضد ګولۍ، سګرت او داسې نور شيان خرڅیږي. خو دلته نرخونه د بازار په پرتله يو څه ګران دي.
انځور: Reuters/H. McKay
نور حافظ په ميانمار کې هم کار کاوه
نور حافظ په ميانمار کې هغه توکي پلورل چې پلار به ېې له سوداګرو رانيول. بې وطنه روهنګيايانو په ميانمار کې د ورستيو راوتلو تاوتريخوالو څخه د مخه هم تعليم ته لاسرسی نه درلود. دغه مسلمان اقليت سره د کار په بازار کې هم تبعيضي چلند ترسره کيده.