ملګرو ملتونو له حاکمو طالبانو څخه د نجونو د مکتبونو د تړل کیدو د یوه کال پوره کیدو په مناسبت له هغوی څخه تر شپږم صنف پورته نجونو د مکتبونو بیرته خلاصیدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چي طالبان دې دغه فیصله بیرته واخلي.
اعلان
د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش نن یکشنبه (د سپټمبر ۱۸ مه) پخپل تویت کي ولیکل، چي «نجوني په مکتبونو پوري تعلق لري. طالبان باید هغوی بیرته ورپریږدي.»
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د دفتر، یوناما څخه مارکوس پوتسل وايي، چي د ۲۰۲۱ م کال په سپټمبر میاشت کي د طالبانو لخوا واک ته تر رسیدو فقط څو اونۍ وروسته د نجونو د لوړو صنفونو د ممانعت نافذ سوی امر په دغه هیواد کي د ځوانو نجونو یو مکمل نسل ته تاوان رسوي. په خبره یې دا «یوه غمجنه، شرم آوره او کاملأ د اجتناب وړ ورځ ده.» هغه همدارنګه وویل، چي د نړۍ په هیڅ نقطه کي د ممانعت دغه ډول یو مثال موجود ندی.
یوناما وايي، چي د دغه ممانعت د شروع څخه تر اوسه پوري د تر یوه میلیون اضافه نجونو او ځوانو ښځو څخه د تعلیم زمینه اخیستل سوې ده. د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د حمايې سازمان، یونیسف ګمان کوي، چي حتی تقریبأ درې میلیونه هغه نجوني په افغانستان کي د تعلیم څخه محرومي دي، کومي چي غواړي مکتب ته ادمه ورکړي او متوسطې یا لیسې ته ولاړي سي.
د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵ مه قدرت ته د طالبانو تر دوهم وار رسیدو وروسته که څه هم هغوی د خپلی اولي دورې په مقایسه (د ۱۹۹۶ څخه د ۲۰۰۱ م کلونو ترمنځ) د نسبتأ معتدل چلند وعده ورکړه، خو په تیرو ۱۲ میاشتو کي په افغانستان کې د نورو تر څنګ د ښځو او نجونو حقوق ډیر زیات محدود سوي دي.
له بلي خوا که څه هم په همدې تیر مارچ میاشت کي طالبانو د نجونو د لوړو صنفونو مکتبونه خلاص کړل، خو ترڅو ساعتونو وروسته یې هغوی بیرته وتړل. دا هم پداسي حال کي ده، چي دغه ډول یو څو لږ مکتبونه د هیواد په ځینو برخو کي د قومي مشرانو او فامیلونو د فشار په سبب خلاص پاته دي، خو په اکثرو ولایتونو، له هغې جملې څخه په کابل، کندهار او ګڼ شمیر نورو ولایتونو کې ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي پاته دي.
د نړۍ تر ټولو بهترين ۱۰ پوهنتونونه کوم دي؟
د نړۍ بهترين پوهنتونونه او تحصيلي ادارې د سبا نړيوال او سيمه ايز مشران تربيه کوي. دا چي په ۲۰۲۱م کال کي به د تحصيل پېلولو له پاره تر ټولو بهترين لس پوهنتونونه کوم وي، دلته يې وپېژنئ:
انځور: Fotolia/Konstiantyn
لسم مقام ـ د شيکاګو پوهنتون، امريکا متحده ايالات
دغه پوهنتون تېر کال پر نهم مقام وو او سږ کال و لسم مقام ته راغلی دی. د امریکا متحده ایالاتو د نورو پوهنتونونو په څېر دغه پوهنتون هم يوه خصوصي تحصيلي اداره ده.
انځور: AFP/Getty Images
نهم مقام ـ پرينسټن پوهنتون،ا مریکا متحده ايالات
دغه پوهنتون تېرکال پر شپږم مقام وو او سږ کال و نهم مقام ته راغلی دی.
انځور: picture-alliance/AP/M. Evans
اتم مقام ـ يېل پوهنتون، امريکا متحده ايالات
يېل پوهنتون د تير کال په شان بيا پر اتم مقام راغلی دی. دغه پوهنتون د امریکا د کنېټيکېټ په ايالت کي واقع دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/P. Eaton-Robb
اووم مقام ـ د بېرکلي پوهنتون، امريکا متحده ايالات
دغه پوهنتون تېر کال پر ۱۳ مقام وو خو سږ کال و اووم مقام ته راپورته سوی دی. دغه پوهنتون د کرونا پاندمي په وخت کي پرمختګ کړی دی.
انځور: Imago
شپږم مقام ـ د کېمبريج پوهنتون، بريتانيا
د لسو بهترينو پوهنتونونو په ليسټ کي کېمبريج دويمه بريتانوۍ تحصيلي اداره ده. تېر کال دغه پوهنتون پر دريم مقام وو.
انځور: Fotolia/Konstiantyn
پنځم مقام ـ د مېسيچوسېټس د ټيکنالوژۍ انسټيټيوټ، امريکا متحده ايالات
دغه پوهنتون د ټيکنالوژۍ د زدکړو په برخه کي د نړۍ په بهترينو پوهنتونونو کي شميرل کيږي. دغه پوهنتون تېر کال هم پر پنځم مقام وو.
انځور: Imago
څلورم مقام ـ د کاليفورنيا د ټينکالوژۍ انستيتيوټ، امريکا متحده ايالات
د نړۍ د لسو بهترينو پوهنتونونو په ليسټ کي څلور يې په امريکا متحده ايالاتو کي واقع دي. د کاليفورنيا دغه انستيتيوت تېر کال پر دويم نمبر وو خو سږ کال څلورم ته راکښته سوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/R.Chiu
دريم مقام ـ هارورډ پوهنتون، امريکا متحده ايالات
د هارورډ پوهنتون زيات محبوب دی او تېر کال د نړۍ د بهترينو پوهنتونونو په ليسټ کي پر۷ مقام وو خو سږ کال و دريم مقام ته جګ سوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Haid
دويم مقام ـ د سټېنفورډ پوهنتون، متحده ايالات
د امريکا متحده ايالاتو دغه پوهنتون تېر کال پر څلورم مقام وو. خو سږ کال و دويم مقام ته راپورته سوی دی.
انځور: King of Hearts/Wikimedia Commons/dpa
لومړی مقام ـ آکسفورډ پوهنتون، بريتانيا
د بريتانيا آکسفورډ پوهنتون له تيرو ۵ کلونو راهيسي د تر ټولو ښو پوهنتونونو په ليسټ کي پر لومړي مقام ځای لري. د نړۍ بل هيڅ پوهنتون د دغه پوهنتون سره سيالي نه سي کولای. يادونه: دغه معلومات د (https://www.timeshighereducation.com/) له خوا د ۲۰۲۰ کال له پاره د نړۍ د تر ټولو بهترينو پوهنتونونو له خپور سوي ليسټ څخه اخيستل سوي دي.