«ملګري ملتونه د نوي عصر مطابق نه دي»
۱۳۹۵ مهر ۴, یکشنبهPAS/Kommentar: Vereinte Nationen - Hilflos in der neuen Welt - MP3-Stereo
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.08.2013):
انځورونه: د سوریې کلتوري میراث له ګواښ سره مخامخ دی
د سوریې کورنۍ جګړې چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې د ډیری کسانو ژوند یې اخیستی دی، ورځ تر بلې خونړۍ کیږي. په دغه جګړه کې د سوریې ارزښت لرونکي لرغونې سیمې هم ویجاړې شوې دي.
په سوریې کې د بابل، مصر، فارس، یونان او روم څلور زره کلن فرهنگي نفوذ تر سترگو کیږي. نن ورځ دغو دورو ارزښت لرونکي فرهنګي آثار د سوریې د کورنۍ جګړۍ د اوږدیدو له امله د له منځه تلو سره مخامخ دي. تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې یونیسکو، د سوریې د تاریخي سیمو د زیانمنیدو په اړه یو تازه رپوټ خپور کړ.
د تیر کال د جون په میاشت کې د ملګرو ملتونو کلتورې ادارې یونیسکو، په سوریې کې هغه شپږ لرغونې سیمې په ګوته کړې چې له خطر سره مخامخ وې. په دغو سیمو کې د حلب ښار تاریخي مرکز هم شامل وو. د حلب ښار اوږد تاریخ لري. د مدیترانې سمندرګي ته څیرمه پروت دغه ښار په له میلاد څخه مخکې د ۱۹مې پیړۍ په تاریخي اسنادو کې ذکر شوی دی.
یونیسکو د حلب تاریخي مرکز د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې په دې مرکز کې د دغه لرغوني بازار د شتون له کبله شامل کړی دی. دغه بازار په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی پوښلی بازار دی. بازار په ۳۵۰ هیکتاره ځمکه کې جوړ شوی دی چې په کې ډیر شمیر کوڅې او په سلګونو دوکانونه جوړ دي. د حلب تاریخي بازار په ۲۰۱۲ کال کې د جګړۍ په ترڅ کې وسوځید.
په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې تاریخي سیمې د ستراتیژیکو مرکزونو په توګه هم استعمال شوې دي. دغه کلا د سلواکیانو د امپراتورې پر مهال جوړه شوې ده چې تاریخ یې له میلاد څخه تر مخه څلورمې پیړۍ ته ورګرځي. په دغه تپه یونانیانو، رومیانو، فارسیانو او عثمانیانو هم عبادت خانې جوړې کړي دي.
د دمشق زوړ ښار له څلور زرو کلونو راهیسې آباد دی. دغه ښار هم یونیسکو په خپل نوملړ کې شامل کړی دی. په مصر کې د ناآرامیو له پیلیدو مخکې، دغه زوړ ښار د بازارونو، رستورانونو، کلیساګانو او جوماتونو د موجودیت له امله د سوریې له زړه راښکوونکو سیمو څخه شمیرل کیده. په دغه زوړ ښار کې د جون په میاشت کې بمي چاودنه وشوه.
د پالمیرا، ښار هم له ګواښ سره مخامخ دی. دغه تاریخي یادګار اوس هم ولاړ دی. خو یو شمیر نورې لرغوني سیمې لا وختې د غلو له خوا لوټ شوې دي. د پالمیرا ښار د سوریې د معمارۍ له یوې نښانې څخه شمیرل کیږي.
د حمص په ښار کې قلعة الحسن یا حصن الاکراد، هم د جګړې د کرښې په منځ کې پرته ده. په ۱۰۹۹ کې صلیبیان بیت المقدس ته د ورتګ په وخت کې په لومړي سر کې دغه کلا ته رسیدلي وو. د دغې کلا وضعیت اوس د اختلاف وړ دی. د سوریې د پاڅون کوونکو د وینا له مخې دغه کلا د سوریې د هوایي پوځ له لورې بمبار شوې ده. ښایي له دغې کلا څخه د سورې آزادي بخښوونکي پوځ د خپل مرکز په توګه استفاده کوله.
د بصرې په ښار کې د تیاتر مرکز په اړه يو وخت فکر کیده چې په نړۍ کې د رومانیې له غوره تیاترونو څخه یو دی. په ۱۲مه پیړۍ کې دغه تیاتر په عربي کلا واوښت. نن ورځ هم د موسیقۍ له نړۍ سره تړاو درلودونکي خلک د دغې کلا په ځانګړي ارزښت پوهیږي. خو د وروستیو جګړو په ترڅ کې دغه تیاتر ته د زیان رسیدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.
د سوریې په شمال کې دغه کلیوال استوګنځایونه چې د شرقي روم د امپراتورۍ د وخت ډیر شمیر کورونه او یو شمیر لرغوني آثار په کې ول، د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل څخه تر مخه ښه ساتل شوي ول. له هغه وخته چې جګړه پیل شوې ده یو شمیر برخې یې تر بریدونو لاندې راغلې او ځینې نورې یې چور شوي دي.
د سوریې موزیمونه هم له خطر سره مخامخ دي. ځینې موزیمونه د جګړې په مرکزونو کې پراته دي، لکه د عدلیب موزیم. د ۲۰۱۱ کال راهیسې یو شمیر با ارزښته تاریخي آثار د دمشق او حلب ښارونو له موزیمونو څخه د سوریې مرکزي بانک ته د خوندي ساتلو په موخه انتقال شوي دي، خو زیاتره موزیمونه د لوټ کیدو له خطر سره مخامخ دي.
یونیسکو داسې کارپوهان روزلي دي چې د سوریې د کلتوري میراث د ویجاړیدو او چور کیدو مخه ونیسي. د ۲۰۱۳کال د اګست د میاشتې پر ۲۹مه نیټه د یونیسکو مشرې ایرنیا بوکووا او د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي لخضر براهیمي د ژغورنې اقدامات معرفي کړل. کارپوهان د سوریې د غلا شوو تاریخي آثارو د مخنیوي په هڅه کې دي. هغوی ګمرکي چارواکو او سوداګرو ته د د غیر قانوني نړیوال تجارت په اړه خبرداری ورکړی دی.