ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې تيرو نهو مياشتو کې ځانمرګو بریدونو ۲۳۴۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د رپوټ په حواله دغه ډول بریدونو د ځمکنۍ جګړې په ګډون د طالبانو تر بل هر جنګي تکتیک ډیر تلفات رامنځ ته کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما، ویلي دي چې د «ملکيانو پر ضد قصدي او بې توپیره بریدونه» د بشري حقونو جدي تر پښو لاندې کول او آن کیدای شي چې جنګي جنایتونه وبلل شي.
د په لاس جوړو شویو انفجاري توکو په اړه د یوناما په دې رپوټ کې راغلي دي: «د دغه ډول بریدونو د نه وړاند وینې وړ حالت، چې ډیر وخت د جګړې له سیمې لیرې او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ترسره کیږي، د دې لامل شوی دی چې عادي افغانان د راتلونکې احتمالي چاودنې په ویره کې ژوند وکړي. دې موضوع د افغانانو له پاره دعادي ژوند هيلي وراني کړي.»
د په لاس جوړو شویو چاودیدونکو توکو له امله د رامنځ ته شویو نیمايي تلفاتو پړه پر ترهګري ډلي داعش باندي اچول شوې ده. طالبان بیا د ۴۰ سلنه دغه ډول تلفاتو لامل بلل شوي دي. د یوناما په رپوټ کې راغلي دي چې ښايي افغان شعیه مسلمانان د ډیرو بریدونو قصدي هدف ول.
خلیلزاد افغانستان ته ورسید
دغه رپوټ په داسې حال کې خپریږي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد، کابل ته رسیدلی دی چې له افغان مشرانو سره خبري وکړي. هغه په افغانستان کې د اوږدې جگړې (۱۷ کالو راهيسي) د ختمولو په موخه د امریکا متحده ایالاتو استازی ټاکل شوی دی.
د ولسمشر محمد اشرف غني، یوه ویاند وویل چې خلیلزاد د یکشنبې په ورځ له ولسمشر غني سره لیدلي دي. تمه کیږي چې هغه به د دوشنبې په ورځ په کابل کې له نورو لوړپوړو چارواکو او دیپلوماتانو سره هم وویني.
یوه لوړپوړي دولتي چارواکي ویلي دي چې خلیلزاد به په لسو ورځو کې سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، پاکستان او قطر ته سفرونه وکړي. د دغه چارواکي په خبره، خلیلزاد به هڅه وکړي چې طالبان د سولې د خبرو اترو میز ته حاضر کړي.
زموږ له ارشيف څخه:
په روان کال کې په کابل کې ځانمرگي او وسله وال بريدونه
په دې انځوریز البوم کې د ۲۰۱۸م کال له راهيسي تر اوسه پوري په کابل کې د چاودنو او د تلفاتو په هکله معلومات. انځور: picture-alliance/AP Photo/R.Gul د روان کال د جنوري د ۴ نیټې ځانمرګی برید د روان کال په لومړۍ میاشت کې یعنې د جنوري میاشتې پر ۴ نیټه په کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو او لاریون کوونکو یوه ډله په نخښه کړه چې له امله یې ۱۳ کسان چې ټول پولیس سرتیري ول، ووژل شول. په دغه برید کې چې داعش ډلې یې مسئولیت ومانه، ۲۵ نور کسان پکښې ټپیان شول.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini د جنوري میاشتې ۲۰ نیټه، پر کانتیننتل هوټل د طالبانو برید د همدې جنوري میاشتې پر ۲۰مه نیټه وسله والو طالبانو پر انترکانتینیتل هوټل برید وکړ. دغه برید څو ساعتونه دوام وکړ چې په پایله کې یې د چارواکو په وینا ۲۵ کسان ووژل شول او ډېر نور پکښې ټپیان شول. ځینو نورو سرچینو بیا د تلفاتو شمیر د ۱۵ بهرنیانو په ګډون ۴۰ تنه ښوولی وو.
انځور: Reuters/M. Ismail د جنوري میاشتې پر ۲۷ نیټه، په کابل کې د امبولانس برید د همدې جنوري میاشتې پر ۲۷ نیټه له چاودیدونکو توکو ډک د یوه امبولانس په واسطه د کابل په ګڼه ګوڼې سیمه کې برید وشو چې له امله یې تر ۱۰۰ ډیر کسان ووژل شول او سلګونه نور پکښې ټپیان شول. د دې برید مسئولیت طالبانو ومانه.
انځور: picture-alliance/dpa/Zumapress د جنوري میاشتې پر ۲۹ نیټه، پر پوځي مرکز د داعش بريد د همدې جنوري میاشتې پر ۲۹ نیټه په کابل کې سهار وختي پر یوه پوځي مرکز برید ۱۱ سرتیري ووژل او یو شمیر نور یې ټپیان کړل. د دغه برید مسئولیت بیا اسلامي دولت یا دعش ډلې پر غاړه واخیست.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar د مارچ پر ۹ نیټه، د شعیه ګانو پر یوې غونډې د داعش برید تر یوې میاشتي ځنډ وروسته یعنې د روان کال د مارچ میاشتې پر ۹ نیټه په پلازمینه کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر د شعیه ګانو په یوه سیمه کې ځان ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ۹ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول. د عبدالعلي مزاري د مرګ په هکله جوړه شوې غونډې ته څیرمه د دغه برید مسئولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.
انځور: picture-alliance/Zumapress/R. Alizadah د مارچ ۲۱ نیټه، د نوي کال په ورځ د داعش ډلې برید د همدې مارچ میاشتې پر ۲۱ نیټه د نوي کال په ورځ د یوه ځانمرګي برید په نتیجه کې تر ۳۰ ډیر کسان ووژل شول او تر ۷۰ یې ډیر ټپیان کړل. په دې برید کې زیاتره تنکي ځوانان ووژل شول او مسئولیت یې داعش ډلې پرغاړه واخیست.
انځور: Reuters/O. Sobhani د اپریل ۲۲ نیټه، د ټاکنو د نوم لیکنې پر مرکز د داعش برید د اپریل میاشتې پر ۲۲ نیټه په کابل کې په داعش ډلي پورې تړلي یوه بل ځانمرګي بریدګر د راتلونکو پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو له پاره د نوم لیکنې او د تذکرو د ویش پر یوه مرکز باندې برید د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۶۰ کسان ووژل او ۱۲۹ نور یې ټپیان کړل.
انځور: Reuters/O. Sobhani د اپریل ۳۰ نیټه، د خبریالانو د مړینې سربیره د داعش خونړی برید د اپریل میاشتې پر ۳۰ (نن دوشنبه) په کابل کې یو بل خونړی برید وشوو چي د خبريالانو په گډون پکښې ۲۵ کسان ووژل شول او تر ۴۵ زيات ټپيان شول. د دې برید مسئولیت هم داعش ډلې پر غاړه واخیست.
انځور: Reuters/O. Sobhani