1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

ملګري ملتونه: په یمن کې ۴۷ ماشومان «وژل یا معلول» شوي

۱۴۰۰ اسفند ۲۱, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو صندوق (یونیسف) د شنبې په ورځ وويل چې په یمن کې د تاوتریخوالو په ډيریدو د جنوري او فبروري میاشتو په جریان کې ۴۷ ماشومان «وژل يا معلول» شوي دي.

BG Jemen Corona Pandemie medizinische Versorgung
انځور: Abdulnasser Alseddik/AA/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس په حواله، یونیسف ويلي دي چې ماشومان «تر ټولو لومړی او ډير ځورول کیږي.» دغه سازمان زیاته کړې د یمن جګړه چې په ۲۰۱۵م کال کې پيل شوې تر اوسه په کې په مجموعي توګه لږ تر لږه ۱۰ زره کوچنیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د یمن له پاره د يونيسف ځانګړي استازي فيلیپ دوامیل، په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «د رپوټونو له مخې یوازې د روان کال په دوو میاشتو کې، د یمن په مختلفو سیمو کې ۴۷ ماشومان وژل شوي او یا معلول شوي دي.»

په اعلاميه کې دغه راز ويل شوي دي: «ملګري ملتونه تائيدوي چې د یمن په جګړو کې چې له شاوخوا ۷ کالو راهیسې يې زور اخیستی، له ۱۰۲۰۰ څخه ډير ماشومان وژل شوي يا ټپیان شوي دي. داسې ښکاري چې واقعي شمیر به تر دې ډير لوړ وي.»

د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه په اوس وخت کې بل تازه خطرناک مورد د اوکراین جګړه ده. د اوکراین پارلمان د پنجشنبې په ورځ وویل چې د تیرو دوو اونیو راهیسې چې روسيې پر دغه هیواد پوځي یرغل کړی، ۷۱ ماشومان وژل شوي او له ۱۰۰ ډير ټپیان شوي دي.

په یمن کې د حوثي یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړو کې په سلونو زره کسان په مستقیم یا غیر مستقیم شکل وژل شوي دي. حوثي ياغیان د ایران ملاتړ لري او حکومتي ځواکونه بیا د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف حمایت له ځانه سره لري.

د یونیسف په حواله، په یمن کې له ۲۵۰۰ ډير ښوونځي غيرفعال دي انځور: Mohammed Al-Wafi /AA/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان پراختيايي پروګرام په نومبر مياشت کې رپوټ ورکړی وو او په هغه کې يې خبرداری ورکړی وو چې د ۲۰۲۱م کال تر پايه پورې به ۳۷۷۰۰۰ کسان د جګړو، لوږې، د څاښاک ناپاکه اوبو او ناروغيو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دوامیل وويل: «په یمن کې تاوتریخوالی، بدمرغي، غم او ګڼې نورې بدې پايلې د ميلیونو ماشومانو او کورنيو د ورځني ژوند برخه ګرځيدلي دي.»   

د یمن له پاره د ملګرو ملتونو استازی ټينګار کوي چې «اوس یو تل پاتې سياسي جوړجاړي ته د رسيدلو وخت دی تر څو په نهایت کې خلک وشي کړای له خپلو ماشومانو سره په سوله کې ژوند وکړي، څنګه يې چې مستحق دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د یمن ۸۰ سلنه نفوس بهرنيو مرستو پورې وابسته دی. په دغه هیواد کې جګړې د تعلیم او روغتيا په څير د بنسټيزو خدماتو د سقوط لامل ګرځيدلې او په ميليونو خلک يې خپلو کورنو پریښودو ته اړ ايستلي دي.

د یونیسف په حواله، په یمن کې له ۲۵۰۰ ډير ښوونځي غيرفعال دي. لامل يې دا دی چې دغه ښوونځي يا په جګړو کې تخریب شوي او یا د جګړې له پاره د هستوګنځايونو په توګه کارول کيږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په یو رپوټ کې چې په جنوري میاشت کې يې خپور کړی، راغلي دي چې نژدې ۲۰۰۰ ماشومان چې یاغیانو هغوی په جګړه کې استخدام کړي ول، وژل شوي دي. رپوټ کې زیاته شوې چې دغه ماشومان د ۲۰۲۰ کال له جنوري څخه نيولې د ۲۰۲۱م کال تر می مياشت پورې په جګړو کې وژل شوي دي.

AFP/mks/mns

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب