1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

ملګري ملتونه: زرګونه پاکستاني جنګیالي په افغانستان کې پټ دي

۱۳۹۹ مرداد ۵, یکشنبه

د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې راغلي چې د تحریک طالبان پاکستان او د نورو یاغي ډلو له ۶۰۰۰ ډیر پاکستاني جنګیالي چې د پاکستان پر پوځ بریدونه کوي، اوسمهال په افغانستان کې پټ دي. افغان حکومت په دې هکله تراوسه څه نه دي ویلي.

Symbolbild Pakistan Taliban Geiselnahme
انځور: Getty Images/AFP/C. Khan

په روانه اونۍ کې د ملګرو ملتونو له لوري په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې له داعش ډلې سره اړیکې لري او په ځینو مواردو کې یې جنګیالي له داعش ډلې سره یوځای شوي دي. د افغانستان حکومت تر اوسه پورې په دې هکله رسمي تبصره نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو په دغه تازه رپوټ کې همدا راز راغلي چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ډله د افغان امنیتي ځواکونو، ناټو او امریکايي ځواکونو او په ځینو مواردو کې د طالبانو له لورې سخته ځپل شوې ده. دغه رپوټ د ملګرو ملتونو د تحلیل او د بندیزونو د څار څانګې چمتو کړی دی. د ملګرو ملتونو دغه څانګه، په ټوله نړۍ کې د ترهګریزو ډلو فعالیتونه او شبکې څاري.

د ملګرو ملتونو رپوټ په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمیر شاوخوا ۲۲۰۰ جنګیالي اټکل کړی دی. په رپوټ کې همدا راز ویلي شوي چې د دوی څارونکو داسې رپوټونه او معلومات هم ترلاسه کړي چې د داعش دلې جګپوړي قوماندانان ابو قطیبه او ابو حجر العراقي هم په دې وروستیو کې له منځني ختیځ څخه افغانستان ته تللي دي.

په داسې حال کې چې داعش ډله د پلازمینې کابل په ګډون د هیواد په یو شمیر سیمو کې د خونړیو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري، دغه ډله د ناراضه طالب جنګیالیو د جذب له پاره يو مرکز هم شمیرل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب