سربیره پر دې د نړۍ ۱۳ مخکښه شرکتونو چې د فایزر، نوروارتس، کلاسکوسمت کلاین، الرګان، کلیپا، ووکارت او د آلمان میرک د درملو جوړولو شرکتونه پکښې شامل دي، دغه اعلامیه لاسلیک کړی ده.
د شرکتونو دا ډله په پام کې لري چې د خپلواکه کارپوهانو يوه ډله وګماري چې د درملو د توضیع کولو لارو او معیار ته تغیر ورکړي ترڅو دا یقیني شي چې انتي بيوتيک د اوبو کانالونو او ذخيرو ته داخل نه شي او د «سوپربګ» یا د هغه باکتریاو چې د هر ډول انتي بيوتيک اغیز له منځه وړي، د زيږيدو یا راپيدا کیدو باعث نه شي.
دوی د انتي بيوتيکو د زیات استعمال د زیانونو په اړه د پوهاوي پر پروګرامونو هم توافق وکړ او د دې درملو په لویه کچه د خرڅلاو د مخنیوي د لارو چارو په لټولو هم سره سلا شول.
بکتریاوې ډير ژر زیږیږي او خپریږي له دې امله د انتي بيوتیکو کارول د داسې ناروغتیاو د رامنځته کیدو باعث کیږي چې د دغه دوا په مقابل کې مقاومت ولري یعني دا دواوې پرې نور تاثیر ونه لري. د دې وضعې د رامنځته کیدو چانس هغه وخت زیاتيږي کله چې مریض د انتي بيوتيک تعین شوی کورس سرته ونه رسوي او یا دا چې دا دوا لا د مخه په کم مقدار کې د ناروغ په بدن کې موجوده وي، د مثال په توګه د اوبو په ذخیرو کې د شتون له امله.
د روغتیا نړيوال سازمان (WHO) پر دې ستونزه د لاس بري د موندلو له پاره د ملګرو ملتونو له غونډې څخه د عمومي مالي مرستو د راجلبولو هيله لري. د دغه سازمان یوه لوړ پوړي کارکونکي کايجي فوکودا خبریالانو ته وويل: «موږ د باکتريا له امله د رامنځته شویو ناروغیو د درملنې وړتیا له لاسه د ورکولو په حال کې يو. له دې سره نه يوازې د مرګونو د کچې د لوړيدو ګواښ مل دی بلکې دا په عمومي توګه د مرضونو د درملنې وړتيا ګواښي.»
پر کروندو او فصلونو د دغه درملو ناوړه اغيز ته په اشارې سره نوموړي زیاته کړه چې دا د کافي خوراکي موادو د برابرولو وړتيا هم له منځه وړي.
«ستر ټولنیز ګواښ»
د درملو په مقابل کې مقاومت د الکساندر فلیمنګ چې د پینسیلین کشف کوونکی دی، له خوا وموندل شو. خو د فوکودا په آند دې ستونزې په دې وروستیو لسیزو کې ډير شدت وموند چې وجه يې د نويو انتي بيوتیک د کشفولو په برخه کې کم تحقیق دی. د پوستکي او وینې پر ځيني ناروغتياو او د ادرار پر ځينو ناروغتياو اوس په زیاتيدونکي توګه انتي بيوتيک تاثير نه کوي.
د ملګرو ملتونو په حواله توبرکلوز یا نرۍ رنځ هغه ناروغتیا ده چې تداوي یې د دې له دې امله ستونزمنه شوې چې د ځينې ډولونو یې د انتي بیوتيک په مقابل کې مقاومت پيدا کړی دی. په نړۍ کې هر کال تقريباً ۴۸۰ زره کسان په دې مرض اخته کیږي. د جنسي لارو انتقاليدونکي ناروغۍ او ځيني ميکروبونه چې په روغتونو کې ډير وي، په یوه جدي ګواښ بدل شوي دي.
د برېتانیې یوې تازه څيړنې ښوولې چې تر ۲۰۵۰م کال پورې به په نړيواله کچه «سوپربګ» میکروب په کال کې د کابو ۱۰ ميليون انسانانو ژوند واخلي. په همدې رپوټ کې اټکل شوې چې دمګړۍ په نړۍ کې هر کال تقریباً ۷۰۰ زره انسانان د انتي بيوتيک په مقابل کې د مقاومت له امله رامنځته شویو ناروغتياو له کبله مړه کیږي.
د ملاریا غوماشي یو نېښ ښايي د مرگ سبب وگرځي
ملاریا یوه تر ټولو خطرناکه ناروغي ده. له دغي ناروغۍ هرکال نژدې نیم میلیون انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د موجوده دواوو په مقابل کي د بدن د مقاومت ډېرښت یوه لویه ستونزه رامنځته کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa
د ملاریا غوماشه د نېښ وهلو په حال کي
د افریقا تر ټولو خطرناکه غوماشه چی شپږ میليمتره اوږده ده د ملاریا د مرض انتقالوونکې ده. په ملاریا باندي اخته کسانو باندي تکرار سره تبه راځي او ریږدي. تر ټولو زیات هغه کم سنه کوچنيان کیدای سي ډیر ژر د مرگ له خطر سره مخامخ سي.
د ملاریا مرض د عامل بیولوژی نوم پلازمودیم نومیږي. ددې له پاره چي هغه معاینه سي، د میکروبي ملاریا د ناړو غُدې راایستل کیږي. د تصویر په ښی خوا کي غوماشه او په منځ کي د هغې راایستل سوې د ناړو غُده لیدل کیږي.
انځور: Cenix BioScience GmbH
غوماشه - انسان - غوماشه
په حقیقت کي انسان د ملاریا میکروب عبوري برخه جوړوي. وروسته بیا په غوماشه کي هغه تکامل کوي. د انسان په بدن کي د هغه جنسیت معلوم نه وي. دغه میکروب اول اینې ته ځي بیا ویني ته ننوزي. د میکروب یوه برخه په نارینه او ښځینه حُجرو تبدیلیږي او بیا د غوماشې د نېښ وهلو په نتیجه کي د هغې په بدن کی تکامل کوي او دغه مرحله پای ته رسیږي.
د نېښ وهلو او مرض د ښکاره کیدو ترمنځ ۱۲ ورځي وخت
د انسان په بدن کي د ملاریا میکروب په اول سر کي د یو څو ورځو له پاره په اینه کی وي. په دې وخت کی اخته کس کوم څه نه احساسوي. کله چي هغه په انگور شکلو دانو باندي تبدیل سي او غواړي وینو ته داخل سي، بیا نو اخته کس ځان ناروغه احساسوي.
انځور: AP
د ملاریا عامل په وینه کي
د ملاریا پارازیت یوه تر درو ورځو پوري وخت غواړي، څو په وینه کی وده وکړي. وروسته بیا د وینو حُجرې کمزوري کیږي او د ملاریا پرمختللې زهري ماده ور داخلیږي. بانجڼي رنگه میکروب ډیر ژر په وینه کی جذبیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/Klett GmbH
د استوا کرښي پر شاوخوا
ملاریا د گرمو هیوادو ناروغي ده. هر ځای چي گرم او مرطوب وي، دغه مرض ښه پکښي وده کوي. ځیني کارپوهان په دې بیره کي دي چی د اقلیم له بدلون سره ښايي ملاریا هم ډیره سي. خو نوي پلټني بیا ښيي چي د خندقونو له وچیدو سره هغه مخ پر کمیدو ده.
پشه خانه ژوند ژغوري
د ملاریا پر ضد تر ټولو ښه وسیله داده چي اصلاً د هغې د غوماشې په وسیله سړی ونه چیچل سي. د غوماشو پر ضد د کریمو او سپرې استعمال او طبعاً پشه خانه ده چي د غوماشو مخنیوی کوي. تر پشه خانی لاندي خوب کیدای سي ژوند وژغوري.
انځور: picture-alliance/dpa
دوه چنده ساتنه
پلټونکو اوس داسي یوه پشه خانه رامنځته کړې ده چي د هغې په جالۍ کي د غوماشو ضد مواد اودل سوي او تر کنترول لاندي هغه آزادیدای سي. دغه مواد ټولې هغه غوماشی له منځه وړي چي د پشه خانی پر شاوخوا راگرځي.
انځور: Bayer CropScience AG
د ملاریا پر ضد زهرې وسله
کله چي د ملاریا خطر زیات سي بیا يې نو د ډله ایزه وژنو له پاره له زهري موادو څخه کار اخيستل کيږي. لکه په دغه انځور کي چي لیدل کیږي، د هند په بمبی کي د ډي ډي ټي پوډر پاشل کیږي، خو هغه صحت او چاپیریال ته تاوان رسوي.
انځور: picture-alliance/dpa
سمدستي تشخیص
د ملاریا مرض تشخیص د څو دقیقو په جریان کي د انسان په یوه څاڅکي وینه کي کیدای سي. دلته بې سرحده ډاکټران په مالي کي د یوه هلک وینه معاینه کوي، هغه ملاریا سوی دی او د درملو تر خوړلو دوې ورځي وروسته بیرته جوړ سو.
انځور: picture-alliance/dpa
له وخت سره مقابله
درمل په وینه کي پرازیت له منځه وړي او یا هم د هغو د پرمختگ مخنیوی کوي. خو د وخت په تیریدو سره د ملاریا میکروب د ځینو دواوو لکه کلوروکین په مقابل کی مقاومت کوي. همدارنگه تقلبي دارو هم په خپل لږو تاثیراتو سره د میکروب له مقاومت سره مرسته کوي. اوس نو باید نوي درمل رامنځته سي.
انځور: picture-alliance/dpa
آیا واکسین یې د حل لاره ده؟
د ملاریا پر ضد تراوسه پوري کوم واکسین وجود نه لري. کله چي په دې هکله پلټني پای ته ورسیږي بیا به نو په یو څو کلونو کی د هغه نتیجه معلومه سي. د روغتیا نړیوال سازمان په دې هکله تردید ښيي او وايي چي د ملاریا تاثیرات محدود دي خو واکسین یې مغلق بریښي.