د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګراندي د سویس په ژنیو کې د دغې ادارې د کلني اجرایوي کمېټې د غونډې په پیل کې د دې ادارې د مالي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دغه اندیښنې داسې مهال څرګندیږي چې د لومړي ځل لپاره په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر له سلو میلیونو اوښتی دی.
د ګراندي په باور په اوکراین کې د روسیې جګړې د ملګرو ملتونو د بیړني غبرګون ظرفیت یوې نوې مرحلې ته رسولی دی. هغه خپله غوښتنه داسې بیان کړه: "زه په جدي توګه له ټولو مرستندویانو څخه غوښتنه کوم چې دې برخه کې ډیر کار وکړي."
ګراندي خبرداری ورکړ: "که موږ د روان کال تر پایه لږ تر لږه ۷۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه نه کړو، نو موږ به اړ شو چې د کډوالو او کوربه ټولنو لپاره مرستې کمې کړي چې ډیرې منفي پایلې به ولري."
له بوسنيا څخه اروپايي ټولنې ته د مهاجرت له خطرونه ډکه لاره
د پسرلي له پېل راهيسې نه يوازې د مهاجرو شمير چې د بالکان له لارې اروپا ته راځي، د ډېريدو په حال کې دی، بلکې تاوتريخوالي او په کروشيا کې د اروپايي اتحادیې له سرحده د مهاجرو غيرقانوني ستنولو لړۍ هم يو ځل بيا چټکه شوې ده.
انځور: Dirk Planertد بوسنيا د لوېديځ د بېهاج ښار په شا او خوا کې په کنډوالو او خيمو کې په زرونه مهاجر اروپايي اتحادیې ته د اخليدو په انتظار دي. دې ځوانانو نارينه وو خپل سفر څو کاله پخوا له پاکستانه پېل کړی دی. اوس څو مياشتې کیږي چې له بوسنيا څخه د وتلو لاره نه لري. د دغه ځوان مهاجر [په انځور کې] د زامي غاښ التهابي شوی. اروپا ترې يوازې د څو کيلومترو په واټن کې ده.
انځور: Dirk Planert/DWله سرحده د تیريدو فصل ته انتظار
د پسرلي په شروع کيدو سره هوا ګرمه شوې ده او په ورته وخت کې له سرحده د تیريدو هڅې هم پيلیږي. دغه ځوان تر اوسه تر شلو ډېر ځله اروپايي اتحادیې ته د داخليدو هڅه کړې ده. خو هغه هر ځل د اروپايي ټولنې د پوليسو له خوا نيول شوی او په غير قانوني توګه بيرته بوسنيا ته استول شوی دی. جامې او د شا بکس یې د يوې مرستندويه ټولنې له خوا ترلاسه کړې دي.
انځور: Dirk Planert/DWدمګړۍ د ليپا په مهاجر کمپ کې چې د استوګنې له سيمې شل کيلومتره لېرې پروت دی، د ۲۰۰ او ۳۰۰ په منځ کې نارينه ژوند کوي. زياترو مهاجرو د دې دوو نارينو په څېر، د ځان له پاره پخپله د ښار په شا او خوا يا ځنګله کې سرپناه برابره کړې ده. دا ځای سرحد ته ډېر نزدې دی. د ښځو، ماشومانو او کورنيو له پاره په ښار کې دننه يو کوچنی کمپ شتون لري.
انځور: Dirk Planert/DWد بوسنیا په لوېدیځ کې انساني بحران تر اوسه لا پای ته نه دی رسیدلی خو کنترول شوی دی. ډېر مهاجرو اوس ځانونه خپلو هدفونو يعني آلمان، فرانیسې او يا ايټاليا ته رسولي دي. په تيرو مياشتو کې د ژمي سړی هوا له پولې څخه تيريدل ناشوني کړي ول. ډېرو مهاجرو د سارايوو او صربستان په کمپونو کې د پسرلي انتظار کړی دی.
انځور: Dirk Planert/DWد مرستندويه ټولنو او رضاکارانو مرسته
له کلونو راهيسې په دې سيمو کې مهاجرو ته د رسېدګۍ او د هغوی د اړتيا د پوره کولو مسئوليت سيمه ایزو مرستندويه ټولنو او همدا راز له آلمان، اتریش، سويس او ايتاليا څخه رضاکارانو پر غاړه اخيستي دی. د «اس او اس – بیهاج» سازمان په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرو د بحران د اوج پر وخت جوړ شوی. دا ټولنه د مرستې رسولو له پاره بودجه د « Aachener Netzwerk» سازمان له خوا ترلاسه کوي.
انځور: Dirk Planert/DWمهاجرو ته د اړينو توکو رسول
اندي جهيک د «اس او اس بېهاج» د مرستندويه ټولنې غړی دی. نوموړی هغه کنډوالې او کورونه چې مهاجر ترې د اروپا د سرحد پر لور د سفر په ترڅ کې په ځنګلونو کې د سرپناو په توګه کار اخلي، ښې پيژنی. هغه د خپل جيپ موټر سره سفر کوي او مهاجرو ته خواړه، جامې، اوبه او د رڼا وسایل رسوي.
انځور: Dirk Planert/DWاندي ۲۲ کلن دی او د «اس او اس بېهاج» ټولنې يو روزل شوی مرسته کوونکی دی. دی او نور همکاران یې د بوسنیا په لوېديځ کې د مهاجرو د ټپونو درملنه او د هغوی نورو روغتيايي ستونزو ته رسېدګي کوي. د بيړنيو پېښو له پاره هغوی يو امبولانس هم لري چې د آلمان د « Lautlos» په نوم خيريه موسسې له خوا یې ترلاسه کړی دی.
انځور: Dirk Planert/DWد سهار پر څلورو بجو لومړۍ بيړنۍ پېښه
د کرواشيا سرحد ته څېرمه د ليپا د کمپ کارکوونکو تماس نيولی دی چې دوه نارينه د چړو په بريد کې ټپيان شوي دي چې د يوه حالت د اندیښنې وړ دی. دوې دقيقې وروسته د اس او اس بېهاج ټولنې ډله د پېښې ځای ته روانيږي. د يوه ټپي ژوند چې د بدن په پاسنۍ برخه کې یې د چړې ضربه ليدلې، په خطر کې دی.
انځور: Dirk Planert/DWد روغتون عاجله برخه مرسته کوي
د دويم ټپي زخمونه روغتون ته پر لاره تداوي کيږي. خو د سخت ټپي شوي کس ژوند يوازې په روغتون کې تر بيړنۍ ترملنې وورسته ژغورل کيدای شي. ډېر مهاجرين د تاوتريخوالي له ويرې نه غواړي د ليپا کمپ ته ولاړ شي. هغوی وایي چې د دغه کمپ د کټارو تر شا وهل ټکول د ورځني ژوند برخه ده.
انځور: Dirk Planert/DWد بوسنيا پوليس د دیپورت شويو کسانو اسناد ثبتوي
په کرواشيا کې د اروپا د خارجي پولې څخه په څو کيلومترۍ کې، د مهاجرو د پښو نخښې. د بوسنيا سرحدي پولیس هم د خپلو ګزمو پر وخت په منظم ډول د مهاجرو د پلونو د نخښو سره مخ کیږي. هغوی د کروشيا د پوليسو له خوا په غير قانوني توګه د شړل شويو کسانو اسناد ثبتوي او چارواکو ته یې سپاري. دا چې بيا له دغو معلوماتو سره څه کيږي، دوی نه پوهیږي.
انځور: Dirk Planert/DW«زما تراوما، ما نور هم قوي کوي»
د بوسنيا پوليس د مريضو يا ټپي مهاجرو د موندنې په صورت کې د اس او اس بېهاج ټولنې ته خبر ور کوي. دا کار په ځانګړي توګه په ژمي کې د مهاجرو ژوند ژغوري. د دې ټولنې مشر زلاتان کواچویچ پخپله هم د جګړې يو قرباني دی. نوموړي د ۱۵ کلنې په عمر د بوسنيا په جګړه کې د يوه لاسي بم په چاودنه کې خپله کيڼه پښه بایللې وه. زلاتان وايي: «زما تراوما ما نور هم قوي کوي.»
انځور: Dirk Planert/DWکوواچويچ ځيني وخت په مهاجرو پسې د لټون له پاره بې پېلوټه الوتکه کاروي. دا په دې معنا ده چې د غرونو په منځ کې په لا ډېره پراخه ساحه کې لټون وکړي. هغه وايي: «موږ هره ورځ په داسې خلکو پسې لټه کوو چې مرستو او رسېدګۍ ته اړتیا لري. د پسرلي په رسېدو سره هغوی يو ځل له سرحده د اوښتو هڅه کوي. ډېری یې نه پوهيږي چې له سرحد څخه د تېريدو هڅه د مرګ او ژوند لوبه کیدلی شي.»
انځور: Dirk Planert/DW ګراندي وویل چې د اوکراین جګړه «په اروپا کې له دویمې نړیوالې جګړې څخه را پدېخوا تر ټولو لوړ او په سرعت سره د کډوالو د کړکېچ» لامل دی. هغه زیاته کړه چې د روان کال کړکېچ له امله له یو میلیارد ډالرو څخه ډېرې پیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ بودجې ته زیاتې شوي او زیاتوي چې دغه بودیجه اوس ۱۰،۷ میلیاردو ډالرو ته ور وسول. هغه ګواښ وکړ چې په دې ترڅ کې له میلیونونو سوریايي کډوالو سره په ګاونډیو هېوادونو کې مالي مرستې د پام وړ ټيټې کچې ته رسېدلي دي.
ګرانډي زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان د خپل مرسته ورکوونکو بنسټونو پراخولو لپاره ډیر کار کړی او د خصوصي سرچینو څخه یې په ۲۰۱۹ کې دغه پیسې چې ۴۲۱ میلیون ډالر وو په ۲۰۲۲م کال کې دغه کچه اوس یو ملیارد ډالرو ته لوړه کړې ده.
ګراندي ټینګار وکړ: "د ملګرو ملتونو د یوې ادارې په توګه چې د غړو هیوادونو لخوا د ځانګړي ماموریت لپاره جوړه شوې، موږ نشو کولی یوازې د افرادو یا شرکتونو په ښه نیت تکیه وکړو."