د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۱۶مه نیټه) د پاکستان د څلور ورځني سفر پرمهال د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتریش، وویل چې پاکستان د افغان مهاجرینو په کوربتوب سره یو نړیوال مثال پریښی دی. ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي مشر به نن په اسلام آباد کې د افغان مهاجرینو په تړاو جوړ شوي یوه نړیوال کنفرانس ته وینا هم واوروي.
د ملګرو ملتونو عمومي مشر وویل: «پاکستان نن ورځ په ټوله نړۍ کې د مهاجرینو د کوربتوب له اړخه دوهم ستر هیواد دی.» ګوتریش زیاته کړه چې سره له دې چې پاکستان په کور دننه خپلې ستونزې لري، خو بیا یې هم د نړیوالې ټولنې له لوري د محدود ملاتړ ترڅنګ د میلیونونو افغان مهاجرینو له پاره پناه او حفاظت وړاندې کړی دی.
۴۰ کاله تیر شول خو اوس هم مهاجر یو
د ملګرو ملتونو عمومي مشر په خپلو خبرو کې همدا راز نور هیوادونه وهڅول څو له پاکستان سره مرسته وکړي او په جنوبي آسیا او د نړۍ په نورو برخو کې د مهاجرینو په برخه کې حکومتي مشران باید په ورته یوه اقدام لاس پورې کړي.
په اسلام آباد کې د افغان مهاجرینو د څلویښتو کلونو د پوره کیدو په مناسبت په دغه نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هارون چخانسوري، د مهاجرینو او بیرته راستنیدوکو چارو وزیر محمد عالمي بلخي او همدا راز په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل، هم ګډون لري.
زموږ له آرشیف څخه:
روان کال له ایران او پاکستانه څومره افغان مهاجر ستانه شوي؟
د مهاجرت نړیوال سازمان چې په ټوله نړۍ کې د مهاجرو په چارو کې کار کوي، په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې افغانستان ته له ګاونډیو هیوادونو مهاجرین په داسې حال کې ستنیږي چې په هیواد کې داخلي بې ځایه شوي هم مخ پر ډیریدو دي.
انځور: Tanha د تورخم بندر له لاري پخپله خوښه
د روان کال د جنوري میاشتې له پیله نيولې د مې میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې د تورخم بندر له لارې له پاکستانه پخپله خوښه ۷۱۶۸ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
انځور: DW/O. Deedarد تورخم له لارې ډیپورټ شوي
د روان کال د جنوري میاشتې له پیله د می میاشتې تر ۱۹ نیټې پورې د تورخم بندر له لارې له پاکستان څخه ټول ۴۰۵ کسان افغانستان ته ډیپورټ شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveerد سپین بولدک له لارې په خپله خوښه
د سپین بولدک بندر له لارې له پاکستان څخه پخپله خوښه ټول ۶۵۲۴ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveerد سپین بولدک له لاري ډيپورټ شوي
د سپین بولدک له لارې له پاکستانه د روان کال له پیله د می میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې ټول ۴۵۹ کسان ډیپورت شوي دي.
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/S. Ahmadد هرات له لارې په خپله خوښه یا ناڅاپه
د هرات له لارې بیا په مجموعي ډول ۹۰ زره او ۷۰۶ کسان له ایران څخه بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
انځور: Tanha د هرات له لارې ډیپورټ شوي
له ايران څخه ۲۳۵ کسان د هرات له لارې بيرته افغانستان ته اخراج شوي دي.
انځور: Tanha د نیمروز له لارې په خپله خوښه یا ناڅاپي ډول
د نیمروز له لارې له ایران څخه د روان کال له پیل نه نیولې تر د مې میاشتې ۱۹ نیټې پورې ټول ۳۱ زره او ۵۸۸ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
انځور: Tanha د نیمروز له لارې ډیپورت شوي
د نیمروز له لارې په روان کال کې تر اوسه پورې ټول ۱۰۷ زره او ۱۹۸ کسان ډیپورت شوي دي.
انځور: Tanha له پاکستان څخه د راستانه شوو افغان کډوالو مجموعي شمیر
د روان ۲۰۱۸م کال له پیله د می میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې ټولټال ۱۴ زره او ۵۷۴ کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې کسانو کې پخپله خوښه، ناڅاپي او جبري اخراج شوي یا ډيپورټیان شامل دي.
انځور: DW/O. Deedarله ایران څخه د راستانه شوو افغان کډوالو مجموعي شمیر
د روان ۲۰۱۸م کال له پیل نه نیولې د می میاشتي تر ۱۹ نیټې پورې د مهاجرت د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې ټولټال ۲۸۴ زره او ۷۲۷ کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې کسانو کې په خپله خوښه، ناڅاپي او جبري اخراج شوي یا ډيپورټیان شامل دي.
انځور: Tanha