1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ شهریور ۱, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په افغانستان کې د زلزله ځپلو له پاره د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د کورونو د جوړولو چارې پیل کړي دي. د دې سازمان په خبره په خوست او پکتیکا کې به زلزله ځپلو ته ۲۳۰۰ کورونه جوړ کړل شي.

Afghanistan Erdbeben | Zerstörungen in Paktia Kot
انځور: AFP/Getty Images

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان یا UNHCR ویلي چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو له پاره یې د ۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د نویو کورونو جوړولو چارې پیل کړي دي. د دغه سازمان په خبره، په خوست او پکتیکا ولایتونو کې به چې په دې وروستیو کې زلزلې سخت ځپلي دي، ۲۳۰۰ داسې کورونه جوړ کړي چې د زلزلې پر وړاندې مقاومت ولري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو دغه سازمان ویلي چې ټاکل شوې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې ۲۰۰۰ او پاتې ۳۰۰ نور کورونه به بیا د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې جوړ شي.

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یادو کورونو د جوړولو د پیل په مراسمو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي لیونارډ زولو وویل: «دغه اقدام له طبیعي پیښو د اغیزمنو کسانو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پیوستون او د ملاتړ څرګندونه کوي.» د دغه سازمان په خبره، د ساختماني موادو ترڅنګ به د کارګرو د مصارفو له پاره ۷۰۰ امریکايي ډالر هم په پام کې نیول شوي دي.

زلزله ځپلې کورنۍ تر خيمو او شنه آسمان لاندې ورځې شپې تيروي

03:24

This browser does not support the video element.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د دغه سازمان په خبره، هر کور ته به شمسي تختې یا سولر، د ژمي په موسم کې د کورونو د ګرمولو له پاره لوازم او همدا راز د تشناب د جوړولو له پاره هم ساختماني مواد په نظر کې نیول شوي دي. دغه سازمان وايي چې هڅه کوي تر څو د راتلونکي ژمي موسم څخه وړاندې د دغه کورونو چارې بشپړې شي.

د روان میلادي کال د جون پر ۲۲ د پکتیکا په ګیان، برمل او د خوست سپېرې ولسوالیو کې یوې سختې زلزلې ۱۱۰۰ کسان مړه کړل، د کابو دوه زره کسانو د ټپي کیدو ترڅنګ یې په زرګونه کورونه هم سخت ویجاړ کړل.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل