1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوډان

ملګري ملتونه: په سوډان کې پر جنازې برید کې ۴۰ کسان وژل شوي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ آبان ۱۴, چهارشنبه

دغه قتلونه په داسې یوه وخت کې شوي دي چې د آر ایس ایف ملیشه واحدونه پر الابیض ښار د برید کولو له پاره تیاری نیسي. د ملګرو ملتونو سازمان په حواله د سوډان په کردفان ایالت کې امنیتي وضعیت په پرله پسې ډول مخ پر خرابیږي.

د سوډان په کورنۍ جګړه کې تر اوسه پوري تر ۴۰ زرو ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
د سوډان په کورنۍ جګړه کې تر اوسه پوري تر ۴۰ زرو ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دیانځور: Rapid Support Forces/AFP

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي دي چې د سوډان د شمالي ولایت کردفان په مهم ښار الابیض کې د جنازې پر مراسمو برید کې ۴۰ کسان وژل شوي دي.

په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دغه برید کله شوی او یا کومې ډلې پکې لاس درلود، خو په دې وروستیو ورځو کې د (RSF) یا چټک ملاتړ ځواکونو پر دې ښار د حملې کولو له پاره امادګي نیوله، په داسې حال کې چې د سوډان پوځ د دفاع کولو له پاره را ټولیدل.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي دي چې په کردفان ایالت کې امنیتي وضعیت په دوامداره توګه مخ پر خرابیدو دی. د کردفان په یو شمیر سیمو کې د قحطۍ یا لوږې وضعیت حاکم دی.

د مانیټرنګ ګروپ انټیګریټډ فوډ سکیورټي فیز کلاسیفیکیشن (IPC) نوښت چې په نړۍ کې د لوږې وضعیت څاري د سوډان په دوو جګړه ځپلو سیمو کې د قحطۍ وضعیت رامنځته کیدو له کبله خبرداری ورکړی و.

په دې کې د دارفور ایالت مهم ښار الفاشر او د سویلي کردفان کدو ګلي ښارونه شامل دي. همدارنګه زیاته شوې ده چې د دغو دوو ایالتونو ۲۰ نور کلي د شدیدې لوږې له خطر سره مخامخ دي.

سوډان د ۲۰۲۳م کال له اپریل مياشتي راهیسې د دغه هیواد د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) ترمنځ د واک پر سر جګړې له امله ویشل شوی. د ملګرو ملتونو سازمان د شمیرو له مخې په دې کورنۍ جګړه کې تر اوسه پوري تر ۴۰ زرو ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو د مرستندویه سازمانونو په حواله د تلفاتو شمیر تر دې څو برابره لوړ دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل