1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

ملګري ملتونه: په سوډان کې ۱۸۵ کسان وژل شوي

۱۴۰۲ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

ملګري ملتونه وايي، په سوډان کې په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۱۸۵ کسان وژل شوي دي. په سوډان کې د ملګرو ملتونو استازي ویلي دي چې تر ۱۸۰۰ زیات عام خلک او سرتیري ټپیان شوي دي.

سودان کې جګړې مرګ ژوبله اړولې
سودان کې جګړې مرګ ژوبله اړولېانځور: Mahmoud Hjaj/AA/picture alliance

په سوډان کې د ملګرو ملتونو استازي فولکر پرتس ویلي دي چې په سوډان کې د پوځ او د «چټک ملاتړ ځواکونو» په نوم د ملیشو ترمنځ په وروستیو نښتو کې ۱۸۵ کسان وژل شوي او ۱۸۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د سوډان په نښتو کې د وژل شوو کسانو شمیر لوړ شوی

هغه زیاته کړه: «وضعیت خورا بې ثباته دی. ډېر خطرناک دی. دا ډېره ستونزمنه ده چې قضاوت وکړو چې توازن به په کوم لوري بدل شي.»
له شنبې ورځې راهیسې د دغو نښتو لامل د هېواد په پوځ کې د چټکو ملاتړو ځواکونو په نوم د ملېشو پلان شوی ادغام دی، چې ملکي حکومت ته د واک د لېږدولو په پلان کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

د سويلي سوډان په نښتو کې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۰۰ ته رسېدلی
دغه شخړه د دغه هیواد د پوځي واکمن عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال، محمد حمدان داغلو، د «چټک ملاتړ ځواکونو» په نامه د ملېشو د مشر تر منځ له کړکیچ وروسته پیل شوه.
پوځ او ملېشې يو پر بل د شخړو د پيل تورونه لګوي. په همدې حال کې تاوتریخوالی د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه د هيواد نورو برخو ته هم غځېدلی دی.
د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس وویل: «د شخړو پراخېدل نه یوازې اوسنی نازک وضعیت لا پسې خرابوي، بلکې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې او نور مرستندویه همکاران دې ته اړ باسي چې تر ۲۵۰ ډېر پروګرامونه په موقتي ډول په سوډان کې ودروي»

سوډان کې پوځي ناکرارۍ؛ له ۵۰ ډیر وژل شوي او ۶۰۰ ټپیان دي

د سمدستي اوربند غوښتنه


درې افریقایي هيوادونه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي دي، ګانا، ګابون او موزمبیق د امنیت شورا له غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

جي۷ ډله چې جرمني، جاپان، فرانسه، ایټالیا، کاناډا، امریکا متحده ایالات او بریتانیا پکې شامل دي، په سوډان کې د جګړې دوام په کلکه غندلی او د جګړې د بې قیده بندیدو غوښتنه یې کړې ده.

البرهان په سوډان کې د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر له پوځي کودتا راهیسې واک لري. په ۲۰۱۹م کال کې د پخواني ولسمشر عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته هغه حکومت له کاره ګوښه کړ چې د ډیموکراټیکو ټاکنو په ترسره کولو مکلف و. د «چټک ملاتړ ځواکونو" په نوم ملېشه یي جنګیالي د جنجوید جنګیالیو څخه جوړ شوي دي چې د جنوبي سوډان په دارفور سیمه کې یې د ملکي خلکو په وړاندې جنایتونه کړي دي.
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب