1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: په عراق کې تاوتريخوالي ودروئ

۱۳۹۸ مهر ۱۴, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان په عراق کې د وروستيو تاوتريخوالو د درولو غوښتنه کړې ده. په دغو تاوتريخوالو کې نژدې سل تنه وژل شوي او تر څلور زره پورې کسان ټپیان شوي دي. پر تلويزيونې شبکو د وسله والو حملو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

Irak Anti-Regierungsproteste | Ausschreitungen & Gewalt in Bagdad
انځور: Reuters/W. al-Okili

ملګري ملتونه په عراق کې د تاوتريخوالو د درولو غوښتنه، د دغسې تاوتريخچنو پېښو په پنځمه ورځ کړې ده. د عراق له پاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې جنين هنيس پلاسچارت په دې اړه ويلي دي: «له عراق څخه د پنځو وژنکو ورځو رپوټ ورکړل شوی، چې ټپيان او تاوتريخوالي هم لري. دا بايد ودرول شي.«

د فرانسې خبري آژانس په حواله، ميرمن پلاسچارت د عراق تاوتريخوالي «په بې معنی ډول ژوند له لاسه ورکولو» ته تشبيه کړي او ويلي يې دي چې د دغو تاوتريخوالو عاملان بايد ځواب ورکړي.

په عراق کې اعتراضونه د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه) پيل شول. دغه اعتراضونه د مخ پر ډيريدونکو بيکاريو، په حکومت کې د پراخ فساد او د غير موثرو حکومتي خدمتونو پر ضد پيل شوي دي چې پرون په بغداد او سويلي ښارونو کې خپلې پنځمې ورځې ته ورسيدل.

د عراق په اعتراضونو کې نژدې سل تنه وژل شوي ديانځور: Reuters/T. al-Sudani

د فرانسې خبرې آژانس د شنبې ورځې په رپوټ کې د عراق د پارلمان په حواله ويل شوي، چې په دغو تاوتريخوالو کې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

عراقي چارواکي وايي چې پر مظاهره کونکو باندې ډزې، ناپيژاندو وسلوالو کړي چې دوی يې د نيولو په موخه د کور په کور لټون پیل کړی دی.

د دغو نا آراميو په لړ کې نا پيژاندو وسله والو په پلازمينه بغداد کې پر تلويزيوني شبکو حملې هم کړي دي. په دغه ښار کې د العربيه تلويزيوني شبکه چې په سعودي عربستان پورې تړاو لري، رپوټ ورکړی چې د شنبې په شپه (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۵مه) يو شمیر وسله وال کسان چې تورې جامې يې پر تن وې، له تورو موټرو څخه کوز شول او د دغې شبکې پر دفتر يې حمله وکړه. زياته شوې چې دغو کسانو د تلويزيون کارکونکي وهلي ډبلوي او بيا يې د دفترونو تجهيزات له ځانه سره وړي دي.

په بغداد کې د العربيه تلويزيون خبريال د فرانسې خبرې آژانس ته ويلي دي چې په دغې پيښه کې يې څو تنه همکاران ټپیان شوي دي. هغه زیاتوي چې دغې شبکې له ډير وخت راهیسې ګواښونکي پيغامونه ترلاسه کول.

د رپوټونو په حواله، وسلوالو کسانو همدا ډول په بغداد کې پر «مېسوپوتاميا» او «ان آر تي» خصوصي شبکو هم حملې کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب