1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ملګري ملتونه: په غزني کې تر ۱۵۰ ملکي تلفات رامنځ ته شوي

۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې د غزني په جګړه کې تر اوسه پورې د ۱۱۰ او ۱۵۰ تر منځ ملګي وګړي وژل او یا ټپیان شوي دي. په دې ښار کې له څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.

Gefechte in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. A. Danishyar

د ملګرو ملتونو د دغې ادارې په خبره نزدي ۲۰ ټپیان په جدي وضعیت کې کابل ته لیږدول شوي دي. دې سازمان روښانه کړې ده چې د غزني د تلفاتو د کره شمیر معلومولو له پاره باید اوس لا نورې آرزونې وشي.

طالبانو د جمعې په ورځ پر غزني ښار باندې برید وکړ او له هغه وخت راهیسې د ښار دننه او په شاوخوا سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګیږي. د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې په دې جګړه کې لږ تر لږه ۱۰۰ امنیتي ځواکونه، ۳۰ ملیکان او شاوخوا ۲۰۰ طالبان وژل شوي دي.

تر دې مخکې د غزني د ولایتي شورا غړي ناصیر احمد فقیري، د آلمان خبري آژانس ته د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې لږ تر لږه ۸۰ امنیتي ځواکونه د غزني په جګړه کې وژل شوي. هغه د سه شنبې په ورځ پر خپل فیسبوک پاڼې باندې ولیکل چې اوس هم د ښار په څنډو کې سخته جګړه روانه ده. هغه روښانه کړې چې طالبانو د ښار دننه سیمو څخه هغو برخو ته پر شا تګ کړی چې د دې ډلې تر کنترول لاندې دي.

د فقیري په خبره جګړه اوس هم روانه ده خو د دوشنبې ورځې په څیر توده نه ده. د غزني ښار د جګړې په مهال مخابراتي خدمتونو ته لاس رسی نه لري. د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله د جګړې پر مهال د غزني ښار ډیر اوسیدونکي ګاونډي ولایت وردګ ته ګډه شوي دي. ویل کیږي چې د دوشنبې په ورځ نزدې ۷۰ نور کسان د ګردیز ښار ته رسیدلي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب