1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

ملګري ملتونه: په هرو دوو دقیقو کې يوه اميندواره ښځه مړه کیږي

۱۴۰۱ اسفند ۴, پنجشنبه

ملګرو ملتونو ويلي دي سربېره پر دې چې په تېرو شلو کلونو کې د ميندو د مړينې په کچه کې يو پر دريمه کموالی راغلی دی، خو لا هم په هرو دوو دقیقو کې یوه ښځه د امیندوارۍ او یا د زيږون ستونزو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Gobal Ideas | DW Hitzewelle Schwangerschaft
افغانستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، چاد، د کانګو جمهوریت، جنوبي سوډان، سوډان، سوریه او یمن هغه هیوادونه دي، چې د ښځو د مرګ و میر پېښې پکې له نړیوال اوسط څخه څه باندې دوه برابره لوړې ديانځور: Catherine Davison

د فرانسې خبري آژانس له ژنیف څخه خبر ورکوي چې د ملګرو ملتونو سازمان د پنجشنبې په ورځ وويل، سربېره پر دې چې په تېرو شلو کلونو کې د ميندو د مړينې په کچه کې يو پر دريمه کمښت راغلی، خو لا هم په هرو دوو دقیقو کې یو ښځه د امیندوارۍ او یا د زيږون ستونزو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه سازمان زیاتوي چې که څه هم د ۲۰۰۰م او ۲۰۱۵م کلونو ترمنځ موده کې د ښځو د مړېنې په کچه کې د پام وړ ټيټوالی رامنځته شو، خو له ۲۰۱۶م تر ۲۰۲۰م کال پوري دغه کچه د نړۍ په ځينو برخو کې حتی بېرته لوړه شوې ده.

ورته مطلب:ملګري ملتونه: په هرو ۱۰۰زره ولادتونو کې ۶۳۷ ميندې مري

د روغتیا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو سازمان پورې د اړوندو موسساتو د یو رپوټ پر اساس، په عمومي توګه د ميندو په مرګ و مير کې د تېرو شلو کلونو په جریان کې ۳۴ اعشاريه ۳ سلنه کمښت راغلی دی.

په رپوټ کې ويل شوي چې په ۲۰۰۰م کال کې په هرو ۱۰۰زره ژوندي زيږونونو کې ۳۳۹ ميندو خپل ژوند له لاسه ورکاوه خو په ۲۰۲۰م کې دغه شمیر ۲۳۲ ته رالوېدلی دی.

خو د دې باوجود، په ۲۰۲۰م کال کې هم په یوه ورځ کې نژدې ۸۰۰ او یا په شاوخوا هرو دوو دقیقو کې ېوې ميرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د میندو د مړېنې کچه تر ټولو ډېره په بلاروس کې کمه شوي، یعنې ۹۵ اعشاریه ۵ سلنه راټيټه شوې ده، په داسې حال کې چې ونیزويلا بیا د ميندو د مړينې تر ټولو لوړه کچه درلودلې ده. د ۲۰۰۰م او ۲۰۱۵م کلونو تر منځ د ميندو د مرګ و میرت تر ټولو لوړه کچه په امریکا متحده ایالاتو کې وه.

ورته مطلب:م.م: په هرو ۱۶ ثانیو کې یو مړ ماشوم نړۍ ته راځي

د روغتيا نړیوال سازمان مشر، تيدروو ادهانوم ګبريسوس، وايي په داسې حال کې چې میندواري یا حاملګي باید د ټولو ښځو له پاره د هیلو او مثبتو تجربو دوره وي، خو برخلاف دغه دوره اوس هم په ټوله نړۍ کې د میلیونو ميندو له پاره ډېره خطرناکه تجربه ده.

رپوټ وايي د ښځو د مرګ و میر پېښې په پراخه توګه د نړۍ په تر ټولو بې وزله سیمو او جګړه ځپلو هیوادونو کې پر خپل حال پاتې ديانځور: AP

هغه زیاته کړه چې دغه نوي ارقام د فوري اړتیاوو برابرول ښيي تر څو ېې په نتيجه کې د دې ډاډمنتیا رامنځ ته شي چې هره ښځه او نجلۍ حیاتي روغتیایي خدماتو ته لاسرسي ولري... »او دا چې هغوی وشي کړی خپل د امیندوارۍ له حقونو څخه په کامله توګه استفاده وکړي.»

دغه رپوټ موندلې چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو په منځ کې د ښځو د مرګ و مېر کچه د ملګرو ملتونو سازمان د اتو سيمو له ډلې يوازې په دوو سیمو کې رالوېدلې ده. دغه کچه په استرالیا او نیوزیلند کې ۳۵ سلنه او په مرکزي او جنوبي آسیا کې ۱۶ سلنه ده.

ورته مطلب:آلمان: د عملیاتو په واسطه زیږونونه ډیر شوي دي

د ښځو د مړيني ارقام په اروپا او شمالي امریکا کې ۱۷ سلنه او په لاتين امریکا او کارائيب کې ۱۵سلنه پورته تللي او په نورو سیمو کې پر خپل حال پاته ده.

د رپوټ لیکوالې جيني کریسویل، خبریالانو ته وويل چې په اروپايي هیوادونو کې یونان او قبرس د ښځو د مرګ و مير د «پام وړ لوړېدا» شاهدان پاتې شوي دي.

د ښځو د مرګ و میر پېښې په پراخه توګه د نړۍ په تر ټولو بې وزله سیمو او جګړه ځپلو هیوادونو کې پر خپل حال پاتې دي. کریسويل وویل  په ۲۰۲۰م کال کې د ښځو د مرګ و میر شاوخوا ۷۰ سلنه پيښې د افریقا په صحرا کې رامنځ ته شوي چې د استرالیا او نیوزيلند د پېښو په پرتله ۱۳۶ برابره لوړې دي.

ورته مطلب:د ننگرهار مېرمني د روغتيايي آسانتياؤ د کمښټ څخه سر ټکوي

 په افغانستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، چاد، د کانګو جمهوریت، جنوبي سوډان، سوډان، سوریه او یمن کې چې دا ټول له بشري بحرانونو سره مخ هیوادونه دي، د ښځو د مرګ و میر پېښې پکې له نړیوال اوسط څخه څه باندې دوه برابره لوړې دي.

په رپوټ کې په ښځو کې شدېدې خونريزي، عفونت، د ناډاډمن سقط جنین له کبله رامنځ ته شوي عوارض او د اچ آی وي/ ايډز په څير حالات په ښځو کې د مرګ و مير د رامنځ ته کيدو تر ټولو ستر لاملونه دي. رپوټ وايي چې دا ټول هغه موارد دي چې تر ډیره حده پورې ېې مخنیوی امکان هم لري.

(AFP)mks/nz/

له آرشیف څخه پر ورته موضوع یو انځوریز رپوټ:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل