د مهاجرو کړکیچ د قابو کولو پر تګلارې د نظر د اتفاق نه شتون د اروپايې اتحادیې د مشرانو تر منځ درز رامنځته کړی دی. ډیر شمیر مهاجرین په جګړه ځپلو هیوادونو کې له تاوتریخوالي څخه تښتي او اروپا ته د یو هوسا ژوند په تمه راځي.
د دې سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۵ کال د جنوري میاشتي له لومړۍ نیټې راهیسې ۱۰۰۰۵۷۳ انسانانو د مدیترانې د سمندرګي له لارې څخه ځان اروپا ته رسولی دی او همداراز په دې لاره کې ۳۷۳۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې کسانو ډیر شمیر یونان ته راغلي دي. د کال له پیل راهیسې ۸۴۴۱۷۶ انسانان یونان ته رسیدلي دي او بیا ۱۵۲۷۰۰ انسانان ایتالیا ته رسیدلي دي.
دا شمیرې د سوريي د پنځه کلنې کورنۍ جګړي تاثیر ښيي چې د مهاجرت شکل یې بدل کړی دی.
په سوریي کې د تاوتریخوالي له کبله څلور میلیونه کسان دې ته اړ شوي دي چې خپل کورونه پریږدي. تر سږ کال پورې دا شمیر کسان د سوریې په ګاونډیو هیوادونو کې استوګن ول.
سر بیره پر دې چې ترکیې، اردن او لبنان ډیر شمیر سوریایي مهاجرو ته پناه ورکړې ده خو د سږ کال له پسرلي راهیسې بیا ډیر شمیر سوریایي مهاجرو اروپا ته مخ کړی دی.
په جون میاشت کې ۵۰ زره کسان له سمندر څخه تر تیریدو وروسته اروپا ته ورسیدل خو دا شمیره بیا په سپتمبر میاشت کې ۱۵۰ زره کسانو ته ورسیده او همداراز په اکتوبر میاشت کې ۲۱۸ زره کسانو ته لوړه شوه.
له سوریایانو ورسته، افغانان د مهاجرو تر ټولو لویه ډله جوړوي چې سږ کال اروپا ته د راغلیو مهاجرو ۲۱ سلنه افغانان دي. له افغانانو ورسته بیا اته سلنه عراقیان او څلور سلنه اریتریایان اروپا ته رسیدلي دي.
له پاکستان، نایجیریا، سومالیا، سودان، ګامبیا او مالي هیوادونو څخه هم مهاجرو ځان اروپا ته رسولی دی خو شمیرې یې ټیټې دي.
په عین حال کې د اروپا په ځینې سیمو کې د مهاجرو پر ضد مفکوره هم ډیر پلویان لري. د چک جمهوریت ولسمشر میلوس زیمان په خپلې ورستینۍ وینا کې وویل چې د مهاجرو څپې د اروپا «یو پلان شوی اشغال» دی.
د کروشیا په تووارنیک ښار کې آلماني او پولندي رضاکاران له خپلو موټرو څخه کډوالو ته ګرمه دوډۍ ویشي. یو کډوال له رضاکارانو څخه مننه کوي او وایي چې دا خوراکي مواد د هغه د تیرو ورځو خورکی موادو په پرتله چی وچه دوډۍ او د کب کنسرو وو، ډیر خوندور دي. د رضاکارانو دا ګروپ هره ورځ لږ تر لږ درې ځلې دوډۍ پخوي او کډوالو ته یي ویشي.
انځور: DW/D. Cupolo
د توزیع نوي جوړشوي مرکزونه
په تووارنیک ښار کې ماشومان له خالی بوتلو سره له خپلط خیمو نه بهر راوځی. رضاکاران د خلکو د مرستو له پیسو نه د خوراک او څښاک مواد اخلي او ځینی وختونه ډک پلورنځی خالي کوي.
انځور: DW/D. Cupolo
د لومړنیوو موادوو رسول
د اوبو ټانکرونه کم دي، نو ځایي خلک د اوبو شیردانونه پرانیزي ترڅو کډوال ځان او یا هم خپل لاسونه ووینځي. د کرواشیا په تووارنیک ښار کې کډوال یوازې اوبو ته اړتیا نه لري بلکه هغوي بریښنا ته هم اړتیا لري ترڅو خپل مبایلونه چارج کړي.
انځور: DW/D. Cupolo
د اوږدو کتارونو سفر
اورګاډو یا بسونو ته د ختلو لپاره کتاریدل د کډوالو د سفر یوه لویه برخه ده. کله کډوال د څو ورځو لپاره په کتار کی دریږي او یو ځل چی ودریږي نو بیا خوځیدل يي هم ګران کار وي. سربیره پر دي چي د سره صلیب د دوډۍ توزیع یو مرکز په تووارنیک ښار کې شته خو رضاکاران بیا هم په کتار ولاړو کډوالو ته دوډې وړي ترڅو هغوې په کتار کې خپل ځای له لاسه ور نه کړي.
انځور: DW/D. Cupolo
د شپي له خوا کار کول
هغه کسان چی اخر رارسیږي په معمولي توګه ډیرو مرستو ته اړتیا لري. ماشومان او کورنۍ د مجرده نارینه و په پرتله ورو مزل کوي او رضا کاران هم شپه او ورځ کار کوي چی هغوې ته مرستي ورسوي. نیزر لیکاج چی یو کرواشیاوي رضاکار دې وایي: «ما نن هیڅ هم نه دي خوړلي، زه د شپی کافي او سهار ریدبول انرژی څښکم. زه طالعمن یم چی له غرمې وروسته دری ساعته ویده کیږم.»