1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: یو نیم میلیون مهاجر بیا ځای پر ځای کیدو ته اړتیا لري

۱۳۹۸ تیر ۱۱, سه‌شنبه

له ترکیې څخه نيولې د افریقا تر ښکر پورې، مهاجر په شديده توگه دایمي اقامت ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د مهاجرو له پاره عالي کمیسارۍ ویلي دي چې د دې نړیوال کړکیچ له پاره باید په ګډه مسوولیت ومنل شي.

Flüchtlinge Ungarn
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bandic

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ یا UNHCR د دوشنبې په ورځ وویل چې په راتلونکي کال کې به نزدې یو نیم میلیون مهاجر به چې اوس په له ۶۰ څخه ډیرو کوربه هیوادونو کې میشت دي، دې ته اړتیا ولري چې په یوه بل ځای کې ځای پر ځای شي.

د دې ادارې مشر فلیپو ګراندي، وویل: «د هغو کسانو لوړ شمیر ته په کتو سره چې له جګړې څخه پناه ته اړتیا لري، جګړې، تعقیب او دغو وضعیتونو ته د سیاسي حل لارو نه شتون ته په کتو سره، موږ په بیړنۍ توګه داسې هیوادونو ته اړتیا لرو چې رامخکې شي او ډیرو مهاجرو ته ځای ورکړي.»

په ځانګړې توګه په ختیځه افریقا او د افریقا په شاخ کې پرتې سیمه کې د مهاجرو بیا ځای پر ځای کولو ته اړتیا شته. په دې سیمه کې ۴۵۰ زره مهاجر میشت دي. تر دې وروسته بیا ترکیه له ۴۲۰ زرو مهاجرو سره په دویم ځای کې قرار لري. منځني ختیځ او د شمالي افریقا سیمې بیا ۲۵۰ زرو مهاجرو ته ځای ورکړی چې بیا ځای پر ځای کیدو ته اړتیا لري.

ګراندي وویل: «تاریخ ښوولې ده دولتونه کولای شي له یوه لوړ هدف سره یوځای د مهاجرو کړکیچ ته ځواب ورکړي او له میلیونو کسانو سره مرسته وکړي چې امن ځایونو ته ولاړ شي، کورونه وموندي او په نویو ټولنو کې د ځان له پاره راتلونکی جوړ کړي.»

نړیواله ستونزه

په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرو د کړکیچ له پیلیدو راهیسې، اروپايي ټولنه هم له دې کبله له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان شوه. په دې ترڅ کې د دې ټولنې په هیوادونو کې ښي اړخي عوامپاله هم تر پخوا لا پسې پیاوړي شول.

برلین په دې هڅه کې دی چې مهاجر د اروپايي ټولنې پر پوله له پرتو هیوادونو څخه د دې ټولنې نورو غړو ته ولیږدول شي چې د مهاجرو فشار پر ټولو په مساوي توګه راشي. که څه هم د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې په دې اړه یوه موافقه هم وکړه، خو تر اوسه پورې د مهاجرو د بیا ویش په اړه یو سیستم نه دي رامنځ ته شوی. ګراندي وایي چې په نړیواله کچه هم دغه شان یو وضعیت د رامنځ ته کیدو په حال کې دی.

ګراندي وویل: «د نړۍ ۸۴ سلنه مهاجر مخ په ودې سیمو کې ځای پر ځای شوي دي چې پخپله هم له پرمختیایي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوال دي او خپل نفوس یې هم کیدای شي د فقر تر کرښې لاندې ژوند وکړي. باید د دغه نړیوال کړکیچ له پاره د مسوولیت ویش رامنځ ته شي.»

د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیسارۍ په حواله تیر کال یوازې ۱۰۰ زره مهاجر بیا ځای پر ځای شوي ول.

(ms/bs (AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل