1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونو له مهاجرو سره پر بد چلند انتقاد وکړ

۱۳۹۹ بهمن ۱۰, جمعه

د ملګرو ملتونو د سازمان د مهاجرو عالي کمیشنرۍ، پر هغو اروپایي هیوادونو چې مهاجر بیرته استوي سخت انتقاد کړی. دغه نړیوال بڼسټ اندیښنه لري چی ښایی دا ډول چلند ادامه پيدا کړي.

Griechenland, Flüchtlinge erreichen Lesbos
انځور: picture alliance/NurPhoto/A. Widak

د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کمیسارۍ مرستیالي، ګیلان تریګر وویل چي په ځینو پیښو کي خلک په زورزیاتي سره شاته پوری وهل کیږي او په دې اړه رپوټونه مخ په زیاتیدو دي.

میرمن تریګرادامه ورکړه چې دغه ډول اقدامات ظاهراً په سیستماتیک ډول ترسره کیږي: د تازه راغلو مهاجرو کښتۍ آزادو اوبو ته بیول کیږي او هغه مهاجر چي وچي ته پر رسیدو بریالي سي، بیرته کښتیو ته پوری وهل او حرکت کیدو ته مجبوره کیږي.خو د ملګرو ملتو دغه مقام د هیڅ کوم هیواد نوم نه دی اخیستی.

پخوا به د مهاجرو د اجباري توګه د شړل کیدو او پورې وهل کیدو په هکله د مثال په ډول د یونان د ساحلي ګارد له خوا رپوټونه ورکول.

د یو ان اچ سي آر په حواله هغه مهاجر هم بیرته استول سوي چي له مځکنیو سرحدي لارو راتښتیدلي او د هغو دوسیو ته رسیدګي نه کیږي. دغه سازمان زیاتوي، لکه څرنګه چي د مهاجرو په کنوانسیون او د اروپایي ټولني په قوانینو کي یې غوښتنه کیږي د پناه غوښتني هري عریضې ته باید رسیدګي وسي.د نوموړي ادارې په حواله اروپایی ټولنې ته د تازه راغلو مهاجرو شمیر له څو کلونو راهیسي مخ په کمیدو دی.

تیرکال د هغوی شمیر ۹۵ زرو ته رسیدی چې د تیر یوه کال په پرتله ۲۳ سلنه او د ۲۰۱۸ م کال په پرتله ۳۳ سلنه کموالی ښیي. د مهاجرو په چارو کي د ملګرو ملتو عالي کمیشنرۍ په وضاحت سره ویلی: « ددغه لږ شمیر مهاجرو مدیریت باید ممکن وي او د اروپایی ټولنې ځیني هیوادونه د خپل جغرافیایی وضعیت له امله تر نورو زیات اعیزمن سوي دي.»

دغه سازمان د اروپایي ټولنې له نورو غړو څخه غوښتنه کړې چې لا زیات پیوستون ښکاره کړي او له دغو هیوادونو څخه لا ډیر ملاتړ وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل