1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م بیا هم د طالبانو د حکومت او میانمار د استازو منل وځنډول

۱۴۰۱ آذر ۲۴, پنجشنبه

د ملگرو ملتو عمومي اسامبله اوس هم د افغانستان او په میانمار کي د نظامي رهبرۍ »خونتا« استازي نه مني. په دې ډول به تر راتلونکي پریکړي پوري د دغو هیوادونو حکومتونه هم په رسمیت ونه پیژندل سي.

Symbolbild I Wirtschafts- und Sozialrat I Economic and Social Council I ECOSOC
انځور: Li Muzi/Xinhua/picture alliance

د ملگرو ملتو عمومي اسامبلې د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ چي په افغانستان کي د طالبانو او په میانمار کي د خونتا نظامي رهبرۍ د استازو منل د دوهم وار له پاره وځنډیدل.

نوموړې کمېټه به په خپله ۷۷مه غونډه کي چي د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر مياشتي په نیمايي کي پای ته رسیږي، له سره پر دې موضوع بحث وکړي. 

نظر: چیري دي په افغانستان کي د بشر حقونه؟

په دې پریکړي سره به بیا هم ملگري ملتونه دغه دواړه حکومتونه په رسمیت و نه پیژني. له دیپلوماتیکو کړیو څخه ویل کیږي چي د دغه کار په ځنډولو سره به په ملگرو ملتونو کي د دواړو هیوادونو برحاله استازي خپلو دندو ته ادامه ورکړي.

د طالبانو حکومت او په میانمار کي د خونتا نظامي رهبرۍ، یو وار بیا په ملگرو ملتونو کي د خپلو هیوادونو له پاره په رقابتي ډول د چوکیو د ترلاسه کولو ادعاوي کړي دي.

په ملگرو ملتونو کي د ۱۹۳ هیوادونو په ډله کي د دغو دواړو حکومتونو شاملول به په نړیواله توگه د هغوی د په رسمیت پیژندلو له پاره د گام پورته کولو په معنی وي.

همدارنگه په ملگرو ملتونو کي د بحراني هیواد لیبیا د استازي منل هم وځنډول سول. د ملگرو ملتو په نهه کسیزه پلاوي کي روسیه، چین او امریکا متحده ایالات شامل دي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب