ملگرو ملتونو د «بوکو حرام» يرغلونه غندلي دي
۱۳۹۳ دی ۳۰, سهشنبه په نایجیر کې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۲۰مه) د یوې مهمي سیمه ییزي غونډي تر ترسره کیدو دمخه د ملگرو ملتونو امنیت شورا د افراطي ډلي بوکو حرام، پر ضد څرگندوني کړي دي.
د امنیت شورا له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د امنیت شورا غوښتنه کوي چې بوکو حرام په عاجل او څرگند ډول ټولي دښمنۍ او د بشري حقونو او له نړیوالو بشري قوانینو څخه سرغړوني ختمي کړي، بې وسلې ا او له پوځي حالته عادي ژوند ته راوگرځي.» دا اول وار دی چې ملگرو ملتونو په رسمي توگه د دغي ترهگري ډلي اعمال غندلي دي.
دغي ترهگرې ډلي تیر کال د نړیوالو پام ځان ته هغه وخت راواړوه، چې په خپلو يرغلونو کې يې ډېرښت راوست او لمن یې تر گاونډیو هیوادونو پورې وغځوله.
د دغي ډلي له خوا تیرکال په نایجیریا کې د ښوونځي تر ۲۵۰ زياتي نجوني وتښتول شوې. د ملگرو ملتونو په بیانیه کې راغلي دي چې د دغي ډلي ځیني اعمال دي «په بشرضد جنایتونو» کې وشمیرل شي.
د روان میلادي کال په لومړۍ میاشت کې د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د بوکو حرام جنگیالیو د نایجیریا په شمال ختیځ باگا ښار کې نزدې ۲۰۰۰ انسانان قتل عام کړي دي. په دغه ښار کې یوه مهمه پوځي اډه هم شته.
په عین وخت کې د چاد هیواد، کاميرون او نایجیریا ته د دغي یاغي ډلي د ځپلو له پاره عسکر او تجهیزات لېږلي دي. تیره ورځ د کاميرون د پوځ ویاند ویلي ول چې د «بوکو حرام» ډلي شکمنو جنگیالیو د دغه هیواد په شمال کې پر ډیرو کلیو باندي بریدونه کړي دي.
د هغه په خبره برید کوونکو ۳۰ تنه لویان او۵۰ ماشومان چې عمرونه یې د لسو او پنځلسو کلونو تر منځ دي تښتولي دي. د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې د بوکو حرام، په سلونو جنگیالیو د کلیو پر اوسیدونکو باندي يرغلونه کړي دي. ويل شوي دي چې د دغو بریدونو په ترڅ کې نزدې درې تنه وژل شوي دي.
د دوشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو له خوا په خپره شوې بیانیه کې، د دغي وسله والي ډلي پر ضد مبارزه کې له نورو افریکایي هیوادونو څخه د یوه گڼ ملتيز ځواک د جوړیدو غوښتنه شوې ده.