د مخنیوي وړناروغیو د پراخیدو په اړه د ملگرو ملتو خبرداری
۱۴۰۴ اردیبهشت ۴, پنجشنبه
د روغتیا نړیوال سازمان ، یونسف او د (گاوی) په نوم د واکسین اتحاد د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د اپریل ۲۳) خبرداری ورکړی دی چي د واکسین په مرسته د مخنیوي وړ ناورغۍ لکه شری، مننژیت او زیړه تبه په نړۍ کي ډېري سوي دي.
د دغو سازمانونو گډه وینا د نړیوال مصؤنیت په اړه اونۍ په پیل کي چي د اپریل له ۲۴ مې څخه تر ۳۰ مې پوري ادامه پیدا کوي، خپره سوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر، تدروس ادهانوم گبریسوس د یوې وینا په ترڅ کي وویل: «واکسینونو په تیرو پنځو لسیزو کي د څه د پاسه ۱۵۰ میلیونو کسانو ژوند ژغورلی دی. د نړیوالې روغتیا له پاره د بودیجې کمښت، هغه لاسته راوړنې چي په سختۍ سره لاس ته راغلي دي، له گواښ سره مخامخ کړي دي.»
شری د بیرته ستنیدو په حال کی دی
په دغه وینا کي راغلي دي چي په شري باندي د اخته کیدو کچه، په ۲۰۲۳م کال کي د ۲۰ سلنې په زیاتیدو سره ۱۰،۳ میلیونو کسانو ته رسیدلې ده؛ داسي یو بهیر چي تمه کیږي په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مو کلونو کي هم ادامه پیدا کړي.
اړوند:شري ناروغۍ په افغانستان کې په لسونو کسان وژلي
یوازي تیر کال د ۱۳۸ هیوادونو اتباع په شري اخته سوي دي او په ۶۱ قضیو کي د دغې ناروغۍ له پراخیدو څخه رپوټ ورکول سوی دی. دا له ۲۰۱۹م کال راهیسي تر اوسه پوري د ارزونې تر ټولو لوړ رقم دی.
د یونسف مشري، کاترین راسل زیاته کړې ده: «د مالي سمبالښت نړیوال کړکیچ، په جگړو او بحرانونو ښکیلو هیوادونو کي د څه د پاسه ۱۵۰ میلیونو زیانمنونکو کوچنیانو د واکسین کولو له پاره زموږ وړتیا محدوده کړې ده.»
د ۲۰۲۵م کال په لومړیو دریو میاشتو کي په ۲۲ افریقایي هیوادونو کي، په مننژیت باندي د اخته کیدو د څه د پاسه ۵۵۰۰ پیښو او د مړیني شاوخوا ۳۰۰ پیښو څخه رپوټ ورکول سوی دی. همدارنگه په ۲۰۲۴م کال کي هم، ۲۶ زره د مننژیت پیښې او د مړیني تقریباً ۱۴۰۰ پیښې په ۲۴ هیوادونو کي رامنځته سوي وې. همدارنگه، زيړه تبه چي په تیره لسیزه کي راکمه سوې وه، په ۲۰۲۳م کال کي د ۱۲۴ مواردو په لرلو سره ۱۲ هیوادونو ته بیرته ستنه سوه.
آیا کوچنیان په کافي اندازه واکسین کیږي؟
سره له دې چي د وبا له امله د رامنځته سویو خنډونو د جبران له پاره نړیوالي هڅي رواني دي، د هغو کوچنیانو شمیر چي د واکسینونو معمول دوزونه نه ترلاسه کوي مخ په زیاتیدو دی. په ۲۰۲۳م کال کي، شاوخوا ۱۴،۵ میلیونه کوچنیانو د واکسین هیڅ معمول دوز ترلاسه نه کړ.
د گاوي د واکسین اتحاد اعلان کړی دی چي د خپلو راتلونکو پروګرامونو د عملي کولو له پاره لږترلږه ۹ ميلیارده ډالرو بودیجې ته اړتیا لري. دا غوښتنه د جون مياشتي پر ۲۵مه د مرستو د راټولولو د یوې لویې غونډې څخه مخکې مطرح سوې ده. د دې غونډې هدف د ۲۰۲۶ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ "د ۵۰۰ ميلیونه کوچنیانو ساتنه او لږترلږه د ۸ ميلیونو ژوند ژغورل" په گوته سوی دی.
دغه غوښتنه په داسي وخت کي مطرح کیږي چي د واکسینولو د بودیجې پراخ کمښت، د ناسمو معلوماتو خپرول او بشري بحرانونه لکه د غزې په تراډه کي جگړه، واکسین ته لاس رسی له جدي ننگونو سره مخامخ کړی دی.
په همدې حال کي رپوټونه وايي چي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ترمپ، په روان کال کي د خپلې دندې له پیل راهیسي، له نړیوالو آژانسونو سره خپلې بشري مرستي په ښکاره ډول راکمې کړي دي.