ملگرو ملتونو د کانگو جمهوریت کې د خپل سرتیري وژل غندلي دي
۱۳۹۱ تیر ۱۷, شنبهاعلان
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د کانگو په دموکراتیک جمهوریت کې د یاغیانو له خوا په یوه برید کې د خپل سوله ساتي سرتیري وژل غندلي دي. د راپورونو له مخې دغه کسه هغه وخت وژل شوی دئ کله چې پر گزمه بوخت وو.
د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا او د دغه سازمان د عمومي منشي بانکي مون له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې د کانگو په دموکراتیک جمهوریت کې یاغیانو څخه غوښتل شوي دي چې په عاجله توگه د تاو تریخوالي پیښې ودروي.
په دغه بیانیه کې د سوله ساتي ځواک د سرتیري وژل په کلکو ټکو کې غندل شوی او د کانگو د دموکراتیک جمهوریت څخه غوښتل شوي چې د پیښې عاملین د قانون منگولو ته وسپاري. زیاته شوې ده چې په پیښه کې وژل شوی سرتیری د هندوستان تابعیت لري.