1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگرو ملتونو له اویغوریانو سره جنایتونه وغندل

۱۴۰۱ شهریور ۱۰, پنجشنبه

د چین ولسي جمهوریت غوښتل د شین جیانگ په سیمه کي د بشري حقونو د وضعیت په هکله د ملگرو ملتو د جنجالي رپوټ د خپریدو مخه ونیسي. دا ځکه چي محتوا یې خطرناکه او زړه بوږنوونکې ده.

China Xinjiang | mutmaßliches Internierungslager für Uiguren
انځور: GREG BAKER/AFP/Getty Images

ملگرو ملتونو په شین جیانگ کي له بشري حقونو څخه د سختو سر غړونو پیښي محکومي کړي او د چین په شمال لوېدیځ کي یې هغه د بشریت په وړاندي یو ممکنه جنایت بللی دی.

په شین جیانګ کي د مسلمان اقلیتونو د وضعیت په هکله د پنجشنبې په شپه د ملګرو ملتونو له خوا خپاره سوي رپوټ کي راغلي: «د هغوی په وړاندي د شکنجو ډولونه او یا هم ځورول، په جبر باندي طبي معایناتو ته مجبورول او په زندان کي ناوړه حالت یو حقیقت دی.»

همدارنگه پر دې باندي هم سترگي نه سي پټيدای چي پر ډېرو اویغوریانو، د هغوی پر خپلوانو او نورو مسلمان اقلیتونو باندي جنسي تیري سوي او په خودسرانه ډول زندانونو ته اچول سوي دي.

اوس نو باید نړیواله ټولنه په چټکۍ سره په شین جیانگ کي بشري حالت تر پلټني لاندي ونیسي. د نسل وژني په هکله تورونه لکه څنگه چي د امریکا متحده ایالاتو هغه مطرح کړي، په دغه رپوټ کي نه دي راغلي.

د دندي تر پای ته رسیدو لږ مخکي

دغه زړه بوږنوونکی رپوټ د بشري حقونو له پاره د ملگرو ملتونو د کمېشنري په توگه د میشل باچیلیت د دندي تر پای ته رسیدو یو څو دقیقې مخکي خپور سوی دی. په اصل کي باید دا هرڅه یو کال مخکي لا ترسره سوي وای.

د بشري حقونو له پاره د ملگرو ملتو کمیساره ، میشل باچیلیتانځور: Fabrice Coffrini/AFP/Getty Images

لکه څنگه چي باچیلیت لږ مخکي اعلان وکړ، هغه له هري خوا تر »سخت فشار« لاندي وه. په داسي حال کي چي ډېرو حکومتي استازو او د بشري حقونو فعالانو په بې صبرۍ سره د دغه رپوټ پر خپریدو ټینگار کاوه، هغې هم له ۴۰ حکومتونو څخه داسي یو لیک ترلاسه کړ چي هغه یې مجبوره کړه له دندي لاس واخلي.

د چیلي دغه پخوانۍ ولسمشره د هیڅ هیواد نوم نه اخلي. په تیر پسرلي کي شین جیانگ ته د سفر په ترڅ کي هغې د پیکنگ پر اقداماتو باندي له انتقاد سره کومه علاقه نه درلوده. دا کار باچیلیت په خپله له نیوکو سره مخامخه کړه، د آلمان حکومت هم نيوکه پر کړې وه.

«مضحکه صحنه سازي»

د چین خارجه وزیري د ملگرو ملتونو دغه رپوټ د امریکا متحده ایالاتو او ځینو لوېدیځو هیوادنو له خوا یوه صحنه سازي بللې ده.

د اویغوریانو د وحشیانه زورونو په هکله نوي شواهد

د چین جمهوریت له پاره د ملگرو ملتونو سفیر، ژانگ یون وویل: »په اصطلاح د شین جیانگ ستونزه« له سیاسي انگیزې سره مل داسي یو درواغ دي چي د چین د ثبات د زیانمونولو او د دغه هیواد د پرمختگ د مخنیوي له پاره طرحه سوې ده. همدارنگه دغه رپوټ په داخلي چارو کي د مداخلې ښکارندویی کوي.»

په پیکنګ کي کمونیستي مشرتابه په شین جیانګ کي له بشري حقونو څخه د سرغړوني ټول تورونه په منظم ډول رد کړي دي. پرچین باندي له کلونو راهیسي انتقاد کیږي چي په شین جیانگ کي اویغوریان او نور مسلمان اقلیتونه په سیستماتیک ډول تر فشار لاندي راولي. د هغوی په سونو زره »د بیا روزني په کمپونو« کي اچول سوي او یا هم نورو ولایتونو ته د جبري کارونو له پاره انتقال سوي دي.

«د کثافاتو په سطل کي د دغه رپوټ اچول»

باچیلیت له ۲۰۱۸م کال راهیسي د بشري حقونو له پاره د ملگرو ملتو کمیساره وه. هغې دغي دندي ته ځان د دوهم وار له پاره نه دی کاندید کړی.

له هیومن رایتس واچ (HRW) څخه کینیت روټ له نوموړي ۷۰ کلني څخه سخته مایوسه ده. روټ وویل:« که په ښکاره ډول ووایم د دغه رپوټ خپریدل په داسي حال کي چي دا له دندي ایسته کیږي، د دغه رپوټ د له منځه وړلو په معني دي. دا په دې معنی چي هغه دا رپوټ خپروي او په خپله ځي، په دې ډول نو هغه هیڅ نه سي کولای، هغه په ډیری سادگۍ سره دغه رپوټ په اصطلاح د کثافاتو په سطل کي اچوي او له خپل دفتره وزي.»

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرريش تراوسه پوري د باچیلیت پرځای کوم ځای ناستي نه دی نومولی.

GP/NZ/DW Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب