ملگرو ملتونو له طالبانو سره د امريکا د تړون ملاتړ وکړ
۱۳۹۸ اسفند ۲۱, چهارشنبه![UN-Sicherheitsrat in New York](https://static.dw.com/image/51377637_800.webp)
اعلان
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ۱۵ غړو هيوادونو د سې شنبې په ورځ په نيويارک کي د امريکا متحده ايالاتو له خوا د وړاندي سوې هغې پريکړې ملاتړ وکړ چي «د جنگ ختمولو او بين الافغاني خبرو د پيل له پاره د مهمو گامونو اخيستلو» هرکلی کوي.
پر دې سربيره په پريکړه ليک کي د افغانستان له حکومت څخه غوښتل سوي دي چي د سولي په پروسه کي فعاله ونډه واخلي.
په افغانستان کي د سولي راتلو په موخه امريکا متحده ايالاتو نژدې دوې اونۍ مخکي تر اوږدو خبرو وروسته له طالبانو سره يوه تړون لاسليک کړ.
د تړون له مخي به امريکايي ځواکونه په ۱۴ مياشتو کي له افغانستان څخه وځي، بين الافغاني خبري به پيليږي او په افغانستان کي به د سولي راتلو ته لاره هواریږي.