ملگرو ملتو له طالبانو سره د خبرو وړانديز کړی
۱۳۹۱ اسفند ۲۱, دوشنبهپه کابل کې د ملګرو ملتو سیاسي دفتر یوناما وايي دوی ته د طالبانو له خوا داسي شین څراغ ښودل شوی دی، چي د بشري حقونو د خونديتوب له پاره ورسره خبري وکړي.
په کابل کې د یوناما ویاندې نیلاب مبارز نن دوشنبه (۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۱) وویل دوی هم چمتودي چې د اولسي خلکو د خونديتوب او نورو بشري مسایلو پر سر له طالبانو سره خبرو ته کښني.
څه موده دمخه د ملګرو ملتونو یوه راپور طالبان ګرم وبلل چې د ټولو ملکي تلفاتو ۸۱ سلنه د هغوي له لوري رامنځ ته شوي په داسي حال کې چې طالبانو دغه سازمان له دوي څخه په دې اړه د معلوماتو په نه غوښتلو تورن کړ.
میرمن مبارز وایې دوی د اولسي افغانانو د خونديتوب پر مسلې له وسله والو طالبانو سره خبرو ته سل په سلو کې چمتو والی لري:
«موږ فکر کوو چې هغوی اوس موږ ته داسي بلنه راکړې ده چې ورسره د بشري حقونو په اړوندو مسایلو او بشري مرستو پر سر خبري وکړو او که داسي وي موږ یي هرکلی کوو.»
تر دې دمخه یو شېمر سیاسي او مدني خوځښتونو هم له ملګرو ملتونو څخه غوښتي ول چې له طالبانو سره د خبرو په برخه کې مشرتوب او څارونکی رول پر غاړه واخلي.
هغوی ویل چې ملګري ملتونه د سولي او سیاسي مذاکرو په برخه کې اوږده سابقه لري او ښايي په دې کار سره د سیاسي مذاکرو پروسه په شفافه توګه پرمخ ولاړه شي.
د افغانستان د حق او عدالت ګوند مشر او د کورنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر هم حکومت تورنوي چې له طالبانوسره یي د سیاسي ډیالوګ له پاره ناسم مزل پيل کړی دی.
اتمر وايي یوه لویه تیروتنه په دغه برخه کې د طالب د اسیرانو بې مسئولیته پریښودل دي:
«اوسنی سیاست یي ناسم او د سولي په زیان دی، افغان دولت باید ملي حاکمیت تمثیل کړي او د طالبانو د بندیانو په نامعلوم لوري آزادول بند کړي او هغه باید ټول د افغانستان په صلاحیت کي وي.»
خو د یوناما ویانده وايي که چیري له طالبانو سره خبري پیل کړي لومړی ګام به يي دا وي چې د نړیوالو اصولو ماطبق د ملکي خلکو د سر او مال خونديتوب تظمین د طالبانو له لوري وشي:
«دا خبري اتري به په لومړي ګام کې نړیوالو کنوانسیونونو ته په کتو سره د اولسي خلکو د خونديتوب او د جګړې پر مهال د خلکو د سر اومال د ساتلو پر مسلو پیل شي او یوناما چمتو ده چې له طالبانو سره خبري وکړي.»
خو ایا ملګري ملتونه له طالبانو سره د افغان دولت د مذاکرو په پروسه کې مثبت رول لوبولای شي که څنګه؟ یو شمیرکتونکي په دې اند دي چې یوناما کولاشي چې په دغو خبرو کې د تیرو کلونو لاس ته راوړني خوندي وساتي او تر څنګ يي د سولي د خبرو پر میکانیزم څارنه وکړي.