په دغو بڼسټونو کي د ښځو د کار کولو د بنديز د يوه کال له پوره کيدو سره سم، د ملگرو ملتونو ځانگړي راپور ورکوونکي او د افغانستان له پاره د بشري حقونو او د ښځو په چارو کي د امريکا متحده ايالاتو ځانگړې استازي يو وار بيا د طالبانو له خوا د ښځو پر کار باندي دبنديزپه هکله د فرمان د لغوه کيدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتو د سازمان د بشري حقونو ځانگړي راپور ورکوونکي ريچارد بنت، يووار بيا په دغه هيواد کي د ښځو پر کار باندي د بنديز د لغوه کيدو غوښتونکی سو.
ريچارد بنت، ټينگار وکړ چي په اقتصادي وضعيت کي د ښځو نقش حياتي او د افغانستان د ټولني د پرمختگ له پاره د هغوی ونډه ضروري ده.
ريچارد بنت، د يوه پيغام په استولو سره په خپله ايکس پاڼه کي ليکلي: «طالبانو يو کال مخکي په غير دولتي سازمانونو کي ښځي له کار کولو منع کړې. موږ يو وار بيا د دغه تحريم د لغوه کولو غوښتونکي يو. د يوه عزتمند او بشپړ ژوند له پاره کار او تحصيل حياتي موضوعگاني دي.»
د بشري حقونو او ښځو په چارو کي د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړې استازي رينا اميري، په افغانستان کي په غير دولتي سازمانونو کي د ښځو پر کار د بنديز په کاليزه کي وويل چي په غير دولتي او نړيوالو سازمانونو کي د ښځو پر کار باندي د بنديز له امله د بشري مرستو رسول له گواښ سره مخامخ سوي دي. رينا اميري، تيره شپه د ايکس په نامه خپله پاڼه کي وليکل چي د دغه فرمان د لغوه کيدو په هکله غوښتنه بايد پياوړې سي.
د نجونو تعلیم؛ آیا طالبان او دیني عالمان د نظر اختلاف لري؟
03:27
د رينا اميري د پيغام په يوه برخه کي راغلي دي: «د طالبانو له خوا په غير دولتي او نړيوالو سازمانونو کي د افغان ښځو د کارکولو ځنډ، د حياتي بشري مرستو د رسولو له پاره يو جدي گواښ دی.»
هغې ټينگار وکړ: «موږ بايد د افغانانو په منځ کي د بنديزونه لغوه کړئ! شعار پياوړی کړو.»
طالبانو د تير کال په جدي مياشت کي په غير دولتي او نړيوالو سازمانونو کي د ښځو پر کارکولو د بنديز اعلان وکړ.
تر دغه فرمان وروسته، د افغانستان ډېري ښځي او نجوني پر کور کښيناستلې. هغو نړيوالو سازمانونو چي د مرسته رسولو بهير يې تر ډېره ځايه د ښځو پر کار کولو پوري تړلی وو، خپل فعاليتونه په افغانستان کي په ټپه ودرول او يا يې هم وځنډول.
مخکي له دې هم، د ملگرو ملتونو سازمان او د مرستو نورو نړيوالو بڼسټونو، د ښځو د کار بنديز، د ښځو له اساسي حقونو څخه د سرغړوني او د ملگرو ملتونو د منشور خلاف يو بل مورد وباله.
د ښځو پر کار او تحصيل باندي د بنديز د لغوه کيدو په هکله د نړيوالې ټولني له خوا پر خبرداريو او غوښتنو سربيره، طالبانو په څه د پاسه دوو وروستيو کلونو کي په دې هکله هيڅ اقدام نه دی کړی.
پر زده کړو بندیز؛ نجونو لاسي صنایعو ته مخه کړې
له هغه وروسته چې طالبانو ښځې او نجوني له کار او زده کړو څخه منعې کړي، ځينو یې لاسي صنایعو، نقاشۍ، میناتورۍ او کرهڼې ته مخه کړې. ځینو يې اوس خپل کورني تولیدات د کابل په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او پر ښځو له بندیزونو وروسته په دغه هېواد کې ډېرې سوداګرې ښځې سختې زیانمنې شوې دي. د کرهڼې له پاره د مسلکي ښځو اتحادیې مشره ممتاز یوسفزۍ وايي چې اوس په ټول افغانستان کې ۴۵۰۰ ښځې د کرهڼې له پاره د مسلکي ښځو د اتحادیې غړي دي.
انځور: privat
کرهڼیز محصولات
د کرهڼې په برخه کې د مسلکي ښځو د اتحادیې مشره د ښځینه بزګرانو د ستونزو په اړه خبرې کوي او زیاتوي چې د طالبانو له واکمنۍ سره ډېر شرکتونه سقوط شوي دي او د کارکوونکو معاشونه او د دفتر لګښتونه یې نشوای پوره کولای.
انځور: privat
افغان مېرمنو لاسي صنایعو ته مخه کړې
د دغه نندارتون په یوه برخه کې پر کرهڼیزو محصولاتو سربېره د ښځو جامې او لاسي صنایع هم نندارې ته اېښودل شوي وو. د دغو سوداګرو او صنعت کارو مېرمنو له ډلې صالحه سخي وایي چې د لاسي صنايعو په برخه کې ښځې له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دي او زیانمنې شوې دي. هغه وايي، لاسي صنايعو ته بازار نشته او خلک يې د پېرلو توان نه لري.
انځور: privat
محصلینو لاسي صنایعو ته مخه کړې ده
دا سوداګره مېرمن زیاتوي، هغه نجونې او مېرمنې چې له زده کړو او کار څخه بې برخې وې، اوس د خیاطۍ او لاسي صنایعو په ګډون يې، مرۍ اوبدلو، حکاکي، میناتوري او نقاشۍ ته مخه کړې ده.
انځور: privat
لاسي صنایعو ته د بازار نه شتون
د صنعتګرو ښځو غړې صالحه سخي وایي چې د ښځو د لاسي صنایعو له پاره بازار نشته او خلک هم د پېریدلو توان نه لري.
انځور: privat
لاسي صنایعو ته د مارکیټ نه شتون
دا سوداګره زیاتوي چې په نندارتون کې د ښځو له پاره هیڅ اسانتیا نه وه او د ښځو د نندارتون تالار له نارینه وو څخه جلا وو.هغې وویل: «نندارتون ته د ښځو او نارینه وو لارې جلا دي. طالبانو دا موضوع جدي نیولې ده. دا په پیر او پلور باندې زیاتې اغیزه لري. کله چې یوه کورنۍ نندارتون ته راځي، سړی باید له یوې لارې ولاړ شي او ښځه له بلې لارې.»
انځور: privat
پر نقاشو بندیزونه
ځيني هغه ښځې او نجونې چې له زده کړو پاتې دي، نقاشۍ، میناتورۍ او حکاکۍ ته يې مخه کړې ده. دغه مېرمنې او نجونې چې د خپلو هنري اثارو په پلورلو سره د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي، وايي چې د طالبانو د بندیزونو له امله نه شي کولای ځینې اثار په عام محضر کې نندارې ته وړاندې کړي.
انځور: privat
په نندارتون کې پر ځینو اثارو باندې بندیز لګول شوی دی
فرشته مرادي چې د نقاشي او میناتوري په برخه کې کار کوي، وايي چې دا هنري اثر یې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت د انعکاس له پاره راوړی چې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي، خو د طالبانو مامورین دا اثر واخیست او له ځانه سره یې یووړل.
انځور: privat
د نقاشي هنر کمرنګه کېدل
رخسار سادات چې له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته نقاشۍ او انځورګرۍ ته مخه کړې، په افغانستان کې د نقاشۍ د هنر له زوال څخه اندېښمنه ده. هغه وايي چې بندیزونه تر دې حده پورې دي چې نشي کولای هغه څه نقاشي او نندارې ته وړاندې کړي چې دا یې خوښوي.
انځور: privat
د ځینو نقاشیو بندیز
هغه زیاتوي چې د نقاشۍ اثر باید د طالبانو د ادارې له روحیې سره سم وي: «یو تر ټولو مهم محدودیت دا دی چې موږ هیڅکله په خپله خوښه نقاشي نه شو کولای. د مثال په توګه، موږ اجازه نه لرو چې د یوې نجلۍ انځور نقاشي او نندارې ته وړاندې کړو.»