1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: تيره لسيزه تر ټولو گرمه وه

۱۳۹۸ دی ۲۶, پنجشنبه

له ۱۹۸۰م کال راهيسي هره لسيزه تر هغه دمخه په پرتله گرمه وه. د ملگرو ملتو سازمان خبرداری ورکوي چي د مځکي د ژغورلو له پاره بايد د گلخانه يي گازونو د خپريدو اندازه په کال کي ۷،۶ سلنې ته راکښته سي.

Deutschland | Wetter Hitzewelle | Thermometer mit 40 Grad
انځور: picture-alliance/dpa/HMB Media/O. Mueller

ملگرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د هوا درجې له ثبت راهيسي، تيره لسيزه تر ټولو گرمه وه او ۲۰۱۹م کال  په تاريخ کي تر ټولو گرم کال بللی سوی دی.

د هوا پيژندي نړيوال سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چي «پس له ۱۹۸۰کاله، هره لسيزه د خپلي تيري لسيزې په نسبت گرمه وه. اټکل کيږي چي دغه گرمي به همداسي ادامه پيدا کړي.»

د هوا پيژندي نړيوال سازمان خپل دغه ارقام له ټولي نړۍ څخه د لاس ته راغلو معلوماتو پر اساس ورکړي دي.

د هوا پيژندي نړيوال سازمان مشر پترې تالس ويلي دي چي ۲۰۱۹م کال د ۲۰۲۰ کال په ادامه، په اقليمي پيښو سره پيل سو: « متأسفانه موږ به په ۲۰۲۰م کال او راتلونکو لسيزو کي د داسي افراطي هوا او اقليم شاهدان و اوسو چي د گلخانه يي گازونو د بې ساري خپريدو په نتيجه کي يي شدت موندلی»

تالس په خاص ډول په آستراليا کي اوسنيو اورلگيدنو ته اشاره وکړه چي ۲۸ تنه يي وژلي، په لسو زره يي بې ځايه کړي او شاوخوا يو ميليارد حيوانات يي له منځه وړي دي.

ملگرو ملتونو ويلي دي چي ددې له پاره چي د مځکي د تودښت درجه ۱،۵ سانتي گراد ته محدوده سي، نو بايد د گلخانه يي گازونو خپريدل چي د انساني فعاليتونو په نتيجه کي رامنځته کيږي، تر۲۰۳۰م کاله پوري په کال کي ۷،۶ سلنه راکښته سي.

ډيرو هيوادونو د پاريس په اقليمي کنفرانس کي ژمنه وکړه چي د مځکي تودښت به د سانتي گراد ۱،۵ درجې ته راکمه کړي.

تالس ويلي دي چي د هوا درجې له ثبتيدو راهيسي، له ۱۹۸۰م کال څخه د نړۍ تودښت ۱،۱ درجه زيات سوی دی. لکه څنگه چي د نړۍ زياتره تودښت په اوقيانوسونو کي جذبيږي نو سمندري ژوو او ايکو سيستم  تر ټولو سخته ضربه ليدلې ده.

تالس زياته کړې ده چي که د کاربن داي اکسايد د توليد اندازه همداسي دوام پيدا کړي، نو گرمي به د رواني پيړۍ تر پايه پوري تر پنځو درجو پوري زياتوالي ومومي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب