1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

«د افغانستان په شمال کې د زلزلې د تلفاتو شمير ښايي ډېر سي»

شکیلا ابراهیم خیل | ژباړونکې:گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آبان ۱۳, سه‌شنبه

د طالبانو د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړی دی چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله تر ۲۷ ډېر کسان مړه سوي او لږترلږه ۹۵۶ تنه زخمیان سوي دي. ملګرو ملتونو بيا ویلي دي چې د تلفاتو شمیرې د تغیر په حال کې دي.

ملگري ملتونه: د افغانستان په شمال کې د زلزلې د تلفاتو شمیر ښايي ډیر سي
افغانستان،تاشقرغان: له زلزلې وروسته په ژوندي پاته سويو کسانو پسې لټون انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

د طالبانو د ادارې د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې د لومړنیو رپوټونو له مخې د افغانستان په شمال کې د ریشتر په مقیاس ۶،۳ درجې زلزلې د څه د پاسه ۲۷ کسانو ژوند اخیستی او ۹۵۶ تنه یې زخمیان کړي دي.

له هغوی څخه ۱۲ تنو یې د بلخ په ولایت او ۱۳ تنو یې د سمنگان په ولایت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همدارنگه په بلخ کې ۶۱۲ ټپیان او نور ۴۳۵  ټپیان په سمنگان کې ثبت سوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا خبرداری ورکړی چې د څېړنو په دوام د تلفاتو د زیاتیدو احتمال موجود دی.

يادې زلزلې سخت مالي زیانونه هم اړولي دي او د سمنگان ولایت د خُلم د ولسوالۍ په گډون له ۹۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ سوي دي.

سربیره پردې، ددغه سازمان موندنې ښيي چې د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ په مرکز کې څو کورونه هم زیانمن سوي دي چې د گډې ارزونې یو تیم د چمتو کيدو په حال کې دی چې بايد په چټکه توګه واستول سي.

د افغانستان شمال کې زلزله؛ شل کسان مړه او له ۳سوه ډېر ټپیان دي

02:15

This browser does not support the video element.

د بودیجې سخت کمښت

په عین حال کې د ملگرو ملتونو د سازمان د ویاند مرستیال، فرحان حق په یوې خبري ناستې کې ویلي دي چې دغه سازمان د بحران د مدیریت له سیمه ایزو او ملي بنسټونو سره د همکارۍ په حال کی دی تر څو وضعیت او د بشري مرستو همږغي وڅېړي.

هغه زیاته کړې چې له دغې زلزلې مخکې هم ددغو سیمو خلک له گاونډیو هیوادونو څخه د مهاجرو د بیرته ستنیدو او همدارنگه د وچکالیو له امله له دوامداره فقر سره مخامخ وو.

د ملگرو ملتونو سازمان یو وار بیا په افغانستان کې  بشري بحران ته د رسیدگۍ له پاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده. ددغه سازمان د ویاند مرستیال زیاته کړې ده: "د ۲،۴ ملیارد ډالرو د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان له دریمې برخې څخه لږ څه ډیر تمویل سوی، خو د ۱،۵ ملیارد ډالرو څخه ډیر د بودیجې کسر لا پاته دی."

د ملگرو ملتونو د کوچنیانو وجهي صندوق (یونیسف) ، پداسې حال کې چې د بشري مرستو پر بیړني چمتو کولو ټینګار کوي، اغیزمنو سیمو ته طبي ټیمونه هم لیږلي دي ترڅو د ټپیانو له پاره طبي خدمات، لومړني روغتیايي خدمات، رواني ملاتړ او ټولنیزې مشورې وړاندې کړي.

د مرستې له پاره د چین تیاری

چین هم د افغانستان په شمال کې د زلزله ځپلو سره د مرستو له پاره د مرستې اعلان کړی دی.

چین ویلي چې آماده دی چې د افغانستان د اړتیا له مخې، ددغه هیواد په شمال کې د وروستۍ زلزلې له اغیزمنو کسانو سره د مرستې له پاره لازمې مرستې وړاندې کړي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې، ماو نینگ د سه شنبې په ورځ په یوې خبري ناستې کې وویل چې: «ډاډ لرم چې ددغه هیواد د حکومت تر رهبرۍ لاندې به د افغانستان خلک پر دغه ناورین باندې غلبه وکړي او خپل کورونه به له سره ورغوي. چین آماده دی چې د افغانستان د اړتیاوو له مخې خپلې مرستې ورسوي.»

سربیره پردې، ډیریو هیوادونو لکه پاکستان، هند، ایران، قطر او کويت هم د افغانستان له زلزلې ځپلو سره د خواخوږۍ او مرستو اعلان کړی دی.

دوشنبې په نیمه شپه د ریشتر په مقیاس ۶،۳ دجې زلزلې د افغانستان د شمال ځينې برخې په تیره بیا د سمنگان او بلخ ولایتونه ولړزول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل