ملگري ملتونه د افغانستان څخه نور کارکونکي هم باسي
۱۳۸۹ خرداد ۳۱, دوشنبهبان کي مون غواړي چي د ملگرو ملتونو يو شمېر نور کارکونکي هم د افغانستان څخه و باسي.
هالنډۍ ورځپاڼهde Volkskrant په ننۍګڼه کي د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د رپوټ په اړوند تر دې سر ليک لاندي چي « په افغانستان کي د وينو بهېدل ورځ تر بلي زياتيږي ليکي:
« د افغانستان په هکله د ملګرو ملتو منفي رپوټ، د هغه رپوټ سره چي د امريکا د متحده ايالاتو ددفاع وزارت پنتاګون له خوا خپور سوی، تو پير لري.
په تيره اونۍ کي پنتاګون پخپل رپوټ کي ليکلي ول، چي په افغانستان کي امنيتي وضع کرار کرار د ښه کيدو په حال کي ده.
خو دملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون په ورستي رپوټ کي ويل کيږي، چي که چيري د افغانستان روانه امنيتي وضع د هغه هيواد په اړه زموږ د تير رپوټ سره پرتله سي، نو کوم ښه والی نه پکښي ليدل کيږي، بر عکس زور زياتی د تير کال په پرتله زيات سوی.
د امریکا د متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما په دې هيله چي په افغانستان کي امنيتي وضع ښه سي د خپلو ځواکونو شمېر زيات کړی او30000 نور عسکر يي دغه هيواد ته استولی.
خو دRheinische Post په نامه آلمانۍ ورځپاڼه بيا د افغانستان ديوې بلي لانجې په هکله چي عبارت د نشه يي توکو لانجه ده تبصره کوي او ليکي چي« روسيه په افغانستان کي دنشه يي توکو پر ضد په مبارزه کي غواړي پخپله ستراتيژي کي بدلون راولي »
روسيه د ډير وخت راهيسي په افغانستان کي د نړيوال سوله ساتونکي ځواکونو څخه دا تمه لري چي دوئ په دغه هيواد کي د نشه يي توکو پر ضد اغېزمن گامونه پورته کړي، تر څو په افغانستان کي کوکنار ونه کرل سي.
AG/ ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل