1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

ملگري ملتونه: طالبانو د پخوانیو ترهگرو ډلو جنگیالي گومارلي

حسین سیرت | ژباړونکې گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ آذر ۲۸, جمعه

د ملگرو ملتونو یوې کمېټې په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د طالبانو ادارې د پخوانیو ترهگرو ډلو ځیني جنگیالي په خپلو لیکو کې گومارلي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې طالبان غواړي د هغوی له جنگي تجربو څخه گټه واخلي.

په کابل کې طالب جنگیالي د خپل بري ورځ لمانځي
آرشیف:د م.م یوې کمېټې ویلي چې د طالبانو ادارې د پخوانیو ترهگرو ډلو ځیني جنگیالي په خپلو لیکو کې گومارلي. انځور: Rahmat Gul//AP Photo/picture alliance

د ملگرو ملتونو له تحریمونو څخه د څارنې د ټیم په تحلیلي رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو ادارې د پخوانیو ترهگرو ډلو ځیني جنگیالي د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب کړي دي.

نوموړې کمیټې ویلي دي چې د دغو جنگیالیو گومارل د ترهګرو ډلو د نفوذ او له هغوی سره د ایډیالوژیکي همږغۍ په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.

خو په دغه رپوټ کې مشخصه سوې نه ده چې د کومو ترهگرو ډلو غړي او د هغوی کوم شمیر د طالبانو د امنیتي ځواکونو په لیکو کې گومارل سوي دي.

آیا په افغانستان کې د داعش نفوذ ورځ تربلې ډیریږي؟

34:03

This browser does not support the video element.

رپوټ د افغانستان د امنیتي وضعیت ستاینه کړې ده، خو ویلي یې دي چې ننگونې لاهم پر خپل ځای پاته دي. د هغو ترهگرو ډلو حضور اصلي امنیتي ننگونه بلل سوې چې د افغانستان او سیمې امنیت گواښي.

شمال او شمال ختیځ ته د داعش د فعالیت پراخوالی

د ملگرو ملتو دغې کمېټې ویلي دي چې د داعش خراسان څانگې د افغانستان شمال او شمال ختیځ خواته خپل فعالیتونه پراخ کړي دي او د افغانستان او د هغه د گاونډیو ترمنځ له همږغي پرته، د دې خطر موجود دی چې هغوی به په نوروځایونو کې حضور پیدا کړي.

خو د طالبانو ادارې په وروستیو کلونو کې تل دا ادعا کړې ده چې د داعش ډله په افغانستان کې ځپل سوې ده او دغه ډله د افغانستان او سیمې له پاره خطرناکه نه شمیرل کیږي.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې، د داعش په وړاندې د طالبانو ادارې د عملیاتو پر اغیزمنتوب سربیره، دغه ډله بیا هم د افغانستان او له هغه څخه بهر له پاره یو گواښ بلل کیږي.

ملگرو ملتونو ویلي دي چې د طالبانو چارواکي له داعش سره د مبارزې په هدف، د بهرني ترهگرۍ په وړاندې د مرستو د جذبولو له پاره هلې ځلې کوي او دغه هڅې د طالبانو د ملي امنیت د ادارې د مشر، عبدالحق وثیق له خوا رهبري کیږي.

د څه د پاسه ۲۰ ترهگرو سازمانونو فعالیتونه

د ملگرو ملتونو له تحریمونو څخه د څارنې د ټیم په تحلیلي رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو د اوسنیو چارواکو پر هلو ځلو او د «اسلامي دولت» د خراسان د څانگې یا داعش پر وړاندې مبارزه کې پر لاس ته راوړنو سربیره، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له ۲۰ څخه اضافه، ترهگر سازمانونه فعال دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د هغو په ډله کې د القاعده ترهگره ډله،تحریک طالبان پاکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنگ، د ترکستان اسلامي گوند، د ازبکستان اسلامي غورځنگ او جماعت انصارالله په افغانستان کې فعالیت لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل