1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: په ۲۰۲۳م کال کي ۴۰ میلیونه کسان په ايډزاخته ول

۱۴۰۳ مرداد ۲, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخي، تیر کال شاوخوا ۴۰ میلیونه انسانان په اچ آی وي ویروس چي د ایدز سبب کیږي، اخته سوي ول. تر ۹ میلیونو زیات انسانانو درملنې ته لاس رسی نه درلود. په نتیجه کي هره دقیقه یوه کس مړ سوی دی.

Deutschland München 2024 | Eingang zur Welt-Aids-Konferenz vor Eröffnung durch Bundeskanzler Scholz
انځور: Sabine Dobel/dpa/picture alliance

په داسي حال کي چي د ایډز ناروغۍ د پای ته رسولو په هکله بې پایه پرمختگونه سوي دي، خو د ملگرو ملتونو  یو نوی رپوټ وايي چي په دې برخه کي پرمختگ کرار سوی دی، مالي ملاتړ کم سوی او دغه ویروس په څو سیمو لکه، منځني ختیځ، شمالي افریقا، ختیځي اروپا، مرکزي آسیا او لاتیني امریکا کي د زیاتیدو په حال کی دی.

په ۲۰۲۳م کال کي شاوخوا ۶۳۰ زره کسانو د ایدز په نتیجه کي رامنځته سوو ناروغیو له امله مړه سوي دي او دا ډول شمېر د ۲۰۰۴م کال په پرتله د پام وړ کمښت ښيي. په ۲۰۰۴م کال کي شاوخوا ۲،۱ میلیون کسان له دغي ناروغۍ څخه مړه سول.

په رپوټ کي راغلي دي چي جنسیتي نابرابري د ښځو او نجونو له پاره د دغي ناروغۍ خطر لا پسي زیاتوي. رپوټ د افریقا په ځینو سیمو کي د ځوانو ښځو  په منځ کي په اچ آی وي ویروس د اخته کیدو ډیرو لوړو پیښو ته اشاره کړې ده.

رپوټ وايي، چې په ټوله نړۍ کي په هغو لیرو پرتو سیمو کي چي له تبعیض سره مخامخي دي، جنسي کارگرانو، هغه نارینه چي له نارینه وو سره جنسي اړیکي  لري، او د هغو کسانو شمېر چي مخدره مواد ځانته پیچکاري کوي، په ۲۰۱۰م کال کي له ۴۵ سلنی څخه په ۲۰۲۳م کال کي ۵۵ سلنې ته رسېدلی دی. دا په داسي حال کي ده چي له کاندوم (پوښ) څخه استفادې، تر یو ځایه د دغه ویروس په مهارولو کي مرسته کړې ده.

په ملگرو ملتونو کي له ايډز سره د مبارزې دفتر اجرایوي رئیس ویني بیانیما، ویلي دي: «د نړۍ مشرانو ژمنه کړې ده چي تر ۲۰۳۰م کاله پوري به د روغتیا له پاره د یوه گواښ په توگه د ایدز ناروغۍ ته د پای ټکی کښیږدي او کولای سي خپلو ژمنو ته وفاداره پاته سي، خو یوازي په هغه صورت کي چي ډاډ ترلاسه سي چي له دغي ناروغۍ سره د مبارزې له پاره د اړتیا وړ کافي منابع په اختیار کي دي او د ټولو د بشري حقونو ساتنه کیږي.»

له ایډز سره د مبارزې پر وړاندي د ژمنې د یوې برخې په توگه، مشرانو ژمنه کړې چی تر ۲۰۲۵م کاله پوري به په نوي اچ آی وي، باندي د اخته کیدو پیښي تر ۳۷۰ زرو څخه کمو کسانو ته راکښته وي، خو دغه رپوټ وايي چي په ۲۰۲۳م کال کي د نوو په اخته سوو کسانو شمېر تر درې برابره ډېر سوی دی او ۱،۳ میلیونو کسانو ته رسیدلی دی.

په ملگرو ملتونو سازمان کي له ایدز سره د مبارزې په برخه کي د دفتر مشر سزار نونیز، په یوه خبري کنفرانس کي ویلي دي چي تیرکال له هغو ۳۹،۹ میلیونو کسانو څخه چي په ټوله نړۍ کي یې له اچ ‌ آی وي، سره ژوند کاوه، ۸۶ سلنه یې په دې پوهیدل چي په دغه ویروس اخته دي، ۷۷ سلنه درملنې ته لاس رسی درلود او په ۷۲ سلنه اخته سوو کسانو کي دغه ویروس سرکوبه سوی دی.

نونیز وویل، د پیچارۍ کولو په برخه کي ځینی پرمختگونه رامنځته سوي دي چي کولای سي د شپږو میاشتو له پاره په بدن کي پاته سي، خو د هغه د دوو دوزونو لگښت په کال کي ۴۰ زره ډالر دی چي د شتمنو کسانو پرته په دغه ویروس اخته کسانو له پاره د لاس رسي وړ نه دي.

هغه وویل چي ملگرو ملتونو د دغو پیچکاریو له تولیدوونکو څخه غوښتي دي چي هغه په لږ لگښت سره د ټیټو عاید لرونکو هیوادونو په اختیار کي ورکړي.

نونیز زیاتوي، اوه پیښي موجودي دي چي په اچ آی وي، باندي هغه اخته کسان چي د لوسمي (د ویني د سرطان یو ډول) له امله تر درملني  لاندي دي، د هغوی په بدن کي د اچ آی وي، هیڅ نخښه نښانه نه ده لیدله سوې.

د نونیز په خبره، په اوس وخت کي د هر کس له پاره د گولیو له لاري د درملنې لگښت په کال کي شاوخوا ۷۵ ډالر دی. دا کار ډیریو هیوادونو ته اجازه ورکړې ده چي په اچ آی وي، باندي د اخته کسانو د درملنې له پاره زمینه لا پسي پراخه کړي. نونیز ویلي دي چي UNAIDS به د یوه واکسین په ملاتړ د ایدز مخنیوي ته ادامه ورکړي.

GP/NZ (AP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب