1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: یو میلیون کډوال بیرته سوریې ته ستانه سوي دي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۳, پنجشنبه

د تېر کال په دسمبر کې د اسد د حکومت له پرځيدو وروسته ډیری سوریایان بیرته خپل هیواد ته ستانه سوي. خو هغوی له نړیدلو کورونو او نامعلومه راتلونکي سره مخامخ کیږي. د ملگرو ملتو عالي کمیشنرۍ د دغه هیواد پر بیارغونې تمرکز کوي.

سوریایي کډوال خپلو ټاټوبو ته د ستنیدو پر مهال
ملگري ملتونه: یو میلیون کډوال بیرته سوریې ته ستانه سوي ديانځور: Ammar Safarjalani/picture alliance/Xinhua News Agency

د ملگرو ملتو په حواله په سوریه کې د اوږدې مودې د واکمن بشار الاسد له راپرځېدو نهه میاشتې وروسته یو میلیون انسانان بیرته دغه جگړه ځپلې هیواد ته ستانه سوي دي. د ملگرو ملتو له کډوالو څخه د ملاتړ ادارې  UNHCR په ژنيو کې ویلي دي چې علاوه پردې د تیر کال د ډسمبر له پیل راهیسې یو اشاریه ۸ میلیونه داخلي بې ځایه سوي هم خپلو ټاټوبو ته ستانه سوي دي. 

د نوموړې ادارې په حواله بیرته ستنیدونکي کسان په خپل هیواد کې له ویجاړو سویو کورونو، ډیر لږو کارځایونو او یوه بې ثباته راتلونکي سره مخامخ کیږي. د ملگرو ملتو د کډوالو د ادارې عالي کمیشنر، فیلیپو گراندي له نړیوالې ټولنې، شخصي سکټور او په بهر کې سوریایانو څخه غوښتي دي چې د هیواد له بیا رغونې څخه لا زیات ملاتړ وکړي.

په میلیونو نور بې ځایه سوي کسان

ګراندي ویل: «موږ ډیر کم فرصت په لاس کې لرو چې په نړۍ کې د کډوالو له بحرانونو څخه یو حل کړو.» د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالۍ کميسارۍ په حواله په سوریې کې په اوس وخت کې لاهم له اوه میلیونه څخه ډېر انسانان د داخلي کډوالو په توگه ژوند کوي. او نور څه د پاسه ۴،۵ میلیونه په بهر کې د مهاجرو په توگه شپې او ورځې تیروي.

خو د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې د سروې د معلوماتو له مخې، د سوریې د کډوالو لویه برخه چې د عربي هېوادونو له خوا منل سوې ده، غواړي بیرته خپلو ټاټوبو ته ستانه سي. اسد له اوږدې کورنۍ جگړې وروسته په دسمبر کې له واکه وغورځول سو. سوريه چې شاوخوا ۲۳ میلیونه نفوس لري، اوس د لنډمهاله ولسمشر الشرع په مشرۍ د انتقالي حکومت له خوا اداره کیږي. الشرع د اسلامي ډلې حیات تحریر الشام (HTS) مشر و، چې د یاغیانو هغه اتحاد یې رهبري کاوه چې بالاخره یې اسد رانسکور کړ. 

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب