ملگري ملتونه: ۹۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخامخ دي
۱۴۰۴ آبان ۲۱, چهارشنبه
ملگرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې د افغانستان د اقتصادي ښه والي بهیر کرار سوی او له هرو لسو کورنیو څخه نهه یې مجبوریږي چې د خپل ځان د ژغورلو له پاره د ډوډۍله وختونو څخه تیر سي، خپل مالونه خرڅ کړي او یا پور واخلي.
د ملگرو ملتونو پراختیايي پروگرام په دغه رپوټ کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور سو، خبرداری ورکړی دی چې د مهاجرو پراخ بیرته ستنیدل، واک ته د طالبانو له بیا رسیدو راهیسې په افغانستان کې تر ټولو ناوړه بحران سختوي.
د میلیونونو کډوالو بیرته ستنیدل
د ملگرو ملتونو د پرمختیايي پروگرام رپوټ ښيي چې د هغو افغانانو تقریباً یو پر لسمه برخه چې په بهر کې ژوند کوي، بیرته ستنیدو ته مجبوره سوي دي. د ملگرو ملتونو د دغې ادارې د احصايي له مخې له ۲۰۲۳م کال راهیسې بیا تر اوسه پورې څه د پاسه ۴،۵ میلیونه انسانان، په تیره بیا له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه سوي دي چې د هیواد نفوس یې شاوخوا ۱۰ سلنه زیات کړی دی.
اړوند:«په ميلیونو کډوال د سختي یخنۍ له گواښ سره مخامخ دي»
سربیره پر دې، زلزلو، سیلابونو او وچکالیو ۸۰۰۰ کورونه تخریب کړي او عمومي خدمات یې "له حده زیات" تر فشار لاندي راوستلي دي.
زلزلې، سیلابونه او لوږه
له څه د پاسه ۴۸ زرو کورنیو څخه د ملگرو ملتونو نظر پوښتني موندلې ده چې تر نیمايي زیات، بیرته ستانه سوي افغانانو له صحي مراقبوتونو څخه ډډه کړې، تر څو وکولای سي غذايي مواد واخلي او ۴۵ سلنه یې د اوبو د تأمینولو له پاره له سرخلاصو ویالو او یا هم غیر خوندي څاه گانو څخه استفاده کوي.
د ملگرو ملتونو د پراختیايي برنامې د رپوټ له مخې، د بیرته ستنیدونکو کورنیو نیژدې ۹۰ سلنه پوروړې ده او د ۳۷۳ تر ۹۰۰ ډالرو پورې یې پورونه اخیستي دي. د پور دغه کچه د اوسط میاشتني عاید ۱۰۰ ډالرو څخه پنځه چنده او د سړي پر سر ناخالص داخلي تولید تقریباً نیمایي برخه ده.
په هغو سیمو کې چې ډېر بیرته ستانه سوي ځای پرځای سوي دي، یو ښوونکی له ۷۰ څخه تر ۱۰۰ زده کوونکو ته درس ورکوي، ۳ سلنه دغه کوچنیان کار ته مجبوریږي او په بیرته ستانه سويو کې د بیکارۍ کچه ۹۵ سلنې ته رسېدلې ده. میاشتنی عاید په اوسط ډول ۶۶۲۳ افغانۍ(۹۹،۷۶ ډالر) دی، په داسې حال کې چې د کورونو کرایې درې برابره سوي دي.
د ملگرو ملتونو پراختیايي پروگرام خبرداری ورکړی دی چې په هغو سیمو کې چې ډېر بیرته ستانه سوي میشت کړای سوي دي، له عاجل ملاتړ، معیشتي امکاناتو اوخدماتو له تقویې پرته به، پرله پسې بحرانونه، محرومیتونه او مهاجرت لا پسې سخت سي.
ملگرو ملتونو د بشري مرستو د رسولو دوام ضروري بللی دی، ځکه له ۲۰۲۱م کال راهیسې د بسپنه ورکوونکو ژمنې راکمې سوې دي او یوازې له ۳،۱ میلیارډو ډالرو څخه هغه برخه چې ملگرو ملتونو یې د افغانستان له پاره په روان کال کې غوښتنه کړې وه، تأمین سوې ده.
د طالبانو ادارې د افغانستان په ختیځ کې له یوې مرگونې زلزلې وروسته په سپتمبر میاشت کې له نړیوالې ټولنې د بشري مرستو غوښتنه وکړه او همدارنگه یې له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د پراخ اخراج پر وړاندې رسمي اعتراض وکړ او وې ویل چې له هغوی سره د دا ډول چلند له امله "اندېښمن" دي.
ښځې تر ټولو زیات زیان ویني
په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان په کاري ځواک کې د ښځو گډون ۶ سلنه راکم سوی دی چې په نړیواله کچه یو له ډیرو کښتو کچو څخه ده اود ښځو پرتگ راتگ باندې محدودیتونه د دې سبب سوي دي چې د هغو ښځو له پاره چې د کورنۍ سرپرستانې دي، کارونو، زده کړو او صحي خدماتو ته لاس رسی تقریباً ناممکن سي.
د ملگرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې او د جنوبي آسیا او اوقیانوسیې سيمي له پاره د ملگرو ملتو د پراختیايي پروگرام سیمه ايزي مدیرې کانی ویگناراجا، وویل: "په ځینو ولایتونو کې یو پر څلورمه کورنۍ د اصلي ډوډۍ راوړونکي په توگه پر ښځو تکیه کوي، نو کله چې ښځې د کار کولو څخه منع سي، کورنۍ، ټولنه او هیواد زیانمن کیږي."
هغه کورنۍ چې د ښځو له خوا اداره کیږي، چې په هغو کې په ځینو سیمو کې تر ۲۶ سلنه پورې بیرته ستنې سوي کورنۍ شاملیږي، د غذايي ناامنۍ او دوباره مهاجرت تر ټولو زیات خطر سره مخامخې دي.
د ملگرو ملتونو پراختیايي برنامې د مرستو رسولو په برخه کې، د لا زیاتو سرچینو د ځانگړې کیدو او ښځینه کارکوونکو باندې د محدودیتونود لیري کیدو غوښتنه کړې ده. ویگناراجا زیاته کړې: "د بشري مرستو د رسولو په لومړۍ کرښه کې، له کاره د ښځو محرومول د هغو کسانو له پاره حیاتي خدماتو ته د لاسرسي قطع کول په معنی دي چې تر ټولو زیات ورته اړتیا لري."