1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگری ملتونه: وروستي پنځه کلونه تر ټولو تاوده ول

۱۳۹۸ مهر ۱, دوشنبه

د هوا پیژندنې نړیوالې ادارې له ۲۰۱۵ میلادي کاله تر ۲۰۱۹ کاله د هوا د حالاتو د ثبتیدو راهیسي، تر ټولو تاوده کلونه اندازه کړي .هیڅ وخت په هوا کې دومره ډیر مضره گازونه نه وو اندازه شوي لکه نن سبا چې پکښې موجود دي.

Japan | Schüler mit Erdball | Klimawandel
انځور: Getty Images/AFP/T. Yamanaka

د ملگرو ملتو د هوا پیژندنې نړیواله اداره WMO ډېره انديښمنه ده: د تر اوسه پوري ارزونو پر اساس، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په نړیواله سطحه هوا صفر اشاریه دوې درجې توده سوې چی دغه اندازه د ۲۰۱۱م او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ په نړیواله سطحه، د متوسطې تودوخې په پرتله زیاتوالی ښیي او د صنعتي کیدو مخکې وخت څخه حتی یو اشاریه یو درجه تودوه سوې ده.

د ملگرو ملتونو د هوا پيژندنې ادارې عمومي منشی پیتري تالاس په ژنیو کې د یوې لیدنې کتنې پر وخت وویل، چي په عین وخت کې په تیرو کلونو کې د بحر د اوبو سطحه هم لوړه سوې، د شمالي قطب کنگلونه ویلي سوي او سخت طوفانونه او سیلابونه هم ډیر سوي دي.

علاوه پر دې، د WMO په حواله تر اوسه پورې د بشریت په تاریخ کی دومره ډیر مضره گازونه هوا ته نه وه پورته سوي. ویل کیږي چې د اقلیم کارپوهانو د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۱۹ کاله پوری د کاربن ډای اکساید، میتان او اقلیم  ته زیان رسوونکو نورو گازونو، تر ټولو لوړه کچه اندازه کړې ده. دغه کاربن دای اکساید د پیړیو له پاره په فضا او تر هغه لا د زیات وخت له پاره په اوقیانوسونو کې پاتیږي. دا په دې معنی چې د مځکې تودوالی به همداسي ادامه پیدا کړي.

په سویس کی د هوا پیژندنی نړیواله ادارهانځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

د ملگرو ملتو د نورو ادارو په ډول د هوا پیژندنې اداره هم په سختې اندیښنې کی ده.

د اقلیم په اړه د نوموړې ادارې ارزونه د ۲۰۱۹ کال تر جولایې مياشتې پورې ارقام ښیی. په دغه دوشنبه ( د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر ۲۳ مه) په نیویارک کی د اقلیم په هکله یوه غونډه رابلل سوې ده. د ملگرو ملتو عمومي منشي انتونیو گوتیریس له دولتي او حکومتي مشرانو څخه غوښتي چې په دې اړه مشخص پلانونه وړاندي کړي چې هیوادونه یې څه ډول غواړي اقلیم وساتي.

تونبیرگ: »هیڅوک زموږ مخه نه سي نیولای«

په ۲۰۱۵ کال کې د اقلیم په اړه د پاریس په غونډه کې داسې هدف ټاکل سوی وو چې د صنعتي کیدو څخه مخکې وخت په پرتله باید د مځکې تودوخه تر دوو درجو راکمه او د امکان په صورت کي یو اشاریه پنځه ته محدوده سي. د ملگرو ملتونو د نوي رپوټ پر اساس، اوس باید دولتونه د کاربن ډای اکساید د تولید په کمولو کې خپلې هلې ځلې پنځه چنده زیاتې کړي.

دا چی دا کار به امکان ولري، په هکله یې زیاتره کارپوهان زړه نا زړه دي. د اقلیم ساتنی سویډنۍ فعاله گریتا تونبیرگ چې د Fridays for Future په نامه غورځنگ یې پيل کړی، خپله هیله مندي له لاسه نه ورکوي او په نړیواله سطحه د خپلو نورو میلیونو همفکره ځوانانو په څیر له فشار څخه کار اخلي. هغې د شنبه په ورځ په نیویارک کی د اقلیم په اړه د ملگرو ملتو د ځوانانو په غونډه کې وویل: »موږ دا وښووله چې سره متحد یو او زموږ ځوانانو مخه هیڅ څوک هم نه سي نیولای.«

G.P/B.S/dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب