د منځني ختیځ له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، نیکولائ ملادینو، پر اسرائیلو تور لګولی چې اسرائیل په فلسطيني سیمو کې د دغه هیواد د ښارګوټې جوړونې د بندولو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورای غوښتنه له پامه غورزولې.
ملادینو، په فلسطيني سیمو کې د اسرائیلي ښار جوړونې د بندولو په باب د ملګرو ملتونو د امنیت په شورای کې تر رای ګیرۍ وروسته په خپل لومړي رپوټ کې ویلي دي چې د دغې حل لارې په هکله تر پریکړې درې میاشتې تیریږي، خو د اسرائیلو حکومت تر اوسه پورې په دې برخه کې هیڅ ډول اقدام نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې په خاص ډول د اسرائیلوو هغه وروستي پلانونه د اندیښنې وړ بللي چې له مخې یې دغه هیواد په ښکاره ډول په غیر قانوني توګه د ښارګوټو جوړونې فعالیتونه جاري ساتلي دي.
امریکا متحده ایالات ویتو نه کړ
له ۱۹۷۹ م کال را په دېخوا د لومړي ځل له پاره د ملګرو ملتونو د امییت شورای د ۲۰۱۶ م په دسمبر میاشت کې په فلسطيني سیمو کې د اسرائیلو له خوا د ښارګوټو جوړونې د بندولو په حق کې پریکړه وکړه.
د دغې پریکړې پر بنسټ له اسرائیل څخه د اردن رود په لویدیځه غاړه او بیت المقدس کې په عاجل ډول د کورونو جوړونې په برخه کې د ټولو فعالیتونو د بندولو غوښتنه شوی وه. اسرائیل په دې اړه د ملکرو ملتونو پر رای ګیرۍ ډیرې سختې نیوکې وکړې. دا کار ځکه ممکن وګرځید چې د معمول برخلاف په هغه وخت کې د اوباما تر مشرۍ لاندې امریکا متحده ایالاتو د امنیت د شورای پریکړه لیک ویتو نه کړ، بلکې هغې ته یې ممتنع رایه ورکړه.
د اوباما ځای ناستي د ولسمشر په توګه د خپلې دندې تر پیلولو مخکې په دې ارتباط د امریکا پر حکومت سختې نیوکې وکړې. وروسته تر دې چې دونالد ترمپ د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري رئیس په توګه څوګند یاد کړ د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته یې د خپل نا محدود ملاتړ ډاډ ورکړ.
د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر یعني دونالد ترمپ د فبرورۍ په میاشت کې واضحه کړه چې د دوو دولتونو (فلسطين- اسرائیل) حل لاره د منځني ختیځ د کړکیچ له پاره د حل یوازنې لاره نه ده. هغه په یوه مرکه کې دا هم وویل هغه باور نه لري«چې د ښارګوټو جوړنې په برخه کې پرمختګونه دې د نږدې ختیځ د سولې پروسې په برخه کې ګټور وي.»
د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې
د منځني ختیځ د کړکیج په هکله د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازې ملادینو، تر رپوټ وروسته په نیویارک کې د ملګرو متلتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو د تړلو دروازو تر شا په دې اړه بحث او خبرې اترې وکړې. پا پای کې د بریتانیې سفیر متیو ریکروفټ، وویل چې د دوی هیواد هم د نورو ډیرو په شان د دوو دولتونو (فلسطين- اسرائیل) پر حل لارې ټینګار کوي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.08.2014):
د اسرائیلي سرتیرو له وتلو سره جگړه نه ختمیږي
اسرائیل غواړي د خپلو ځواکونو یوه برخه د غزې له تراړې څخه راوباسي. خو جگړه همداسي دوام لري. دغه هیواد لومړی غواړي د حماس غیرقانوني تونلونه له منځه یوسي. له بلې خوا د متحده ایالاتو له خوا هم لهجه وار په وار تندیږي.
انځور: Reutersد ملگرو ملتو پر یوه ښوونځي باندې برید
پر سرحدي ښار رفح باندې د یکشنبې په ورځ د برید په ترڅ کې د ملگرو ملتونو یو ښوونځی هم په نښه شوی دی. د فلسطیني ژغورونکو چارواکو په حواله په دغه برید کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او د ۳۰ تنو په شاوخوا کي ټپیان دي.
انځور: SAID KHATIB/AFP/Getty Imagesپه ښوونځيو کې پناه اخیستل
د ملگرو ملتونو د مرستندویه ټولنو په حواله د ۳۰۰۰ په شاوخواکی فلسطیني کډوالو د ځان ساتلو په موخه دغې ودانۍ ته ورغلي. همدارنگه په نورو ښوونځیو کی هم د بریدونو له ویرې د غزې د شمالي او ختیځې برخې اوسیدونکو پناه اخیستې ده.
انځور: Shawgy al-Farraوروسته تر هغه چې اسرائیلیانو فکر کاوه چې د هغوی یو سرتیری تښتول شوی نو پر رفح باندی یې خپل بریدونه نور هم شدید کړل. د دغو بریدونو په پایله کې یو ښوونځی هم وویشتل شو چې په لومړي سر کې څوک نه پوهیدل چې دغه برید د چا له خوا تر سره شو. د اسرائیلو یوې پوځي ویاندې وویل چې د دغې پېښې پلټنه به تر وشي. اسراییلو په اول سر کی فکر کاوه چی د دوی ۲۳ کلن سرتیری د حماس له خوا تښتول سوی دی.
انځور: DAVID BUIMOVITCH/AFP/Getty Imagesلا درکه سرتیری وژل شوی دی
اوس دا خبره جوته شوې ده چې اسرائیلي سرتیری هدار گولدین، وژل شوی دی. د اسرائیلي ځواکونو په حواله نوموړی ۲۳ کلن د جمعې په ورځ د غزې په تراړه کې د نښتو په ترڅ کی وژل شوی. اسرائیلیان په جدي ډول د دغه سرتیري په لټه کې وو. سرتیرو د توپچي قواوو په مرسته کورونه تلاشي کړل. گولدین د یکشنبې په ورځ په کفا سبا کې په یوې پوځي هدیرې کی خاورو ته وسپارل شو.
انځور: Reutersاسرائیل لومړني ځواکونه راوباسي
تر څلورو اوونیو پوځي عملیاتو وروسته اسرائیل اوس غواړي خپل د ځواکونو یوه برخه له غزې څخه راوباسي. د پوځ په حواله به یو شمیر سرتیري اوس هم هلته پاته شي ترڅو په بیړني حالت کې د حماس پر ضد مبارزه وکړي. په دې ډول به یو امنتي زون رامنځته شي. د پوځي کړیو په حواله دغه عملیات تر اوسه پورې پای ته نه دي رسیدلي.
انځور: Reuters/Baz Ratnerد حماس تولونو د ویجاړولو بهیر به دوام ومومي
اسرائیلي لومړي وزیر د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د هغوی ځواکونه به تر هغه وخته پورې د غزې په تراړه کی پاته شي چې نوموړي تونلونه له منځه ولاړ شي. د دغو غیرقانوني تونلونو له لاری کیدای شي د حماس جنگیالي ځانونه غزې ته ورسوي. پس له هغه به وضیعت ته له سره وکتل شي او مشخص گامونه به پورته شي. د پوځ په حواله د دغو تونلونو ډیره برخه له منځه تللې ده.
انځور: picture-alliance/dpaآیا د کیړې خبرې اوریدل شوي؟
په دې ترڅ کی بیا نوي جزئیات رابرسیره شوي دي چې د آلمانۍ دیر شپیگل مجلې په حواله ښایي اسراسیلي استخباراتو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري، تیلیفوني خبرې اوریدلې وي. کیري د څو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ یوه روغه جوړه رامنځته کړي. په تیرو وختونو کې د اسرائیلو او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې په ښکاره ډول ترینگلې شوې دي.
انځور: Reutersپه غزې کی څه د پاسه ۱۷۰۰ انسانان وژل شوي دي
له ویجاړو شویو ودانیو څخه د قربانیانو د راایستلو بهیر اوس هم دوام لري. د فلسطین د روغتیا وزارت په حواله د دغو پوځي عملیاتو له پیل راهیسې د غزې په تراړه کې تر اوسه پورې څه د پاسه ۱۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۹۰۰۰ اضافه کسان ټپیان دي. د ملگرو ملتو په حواله د غزې په تراړه کې هر څلورم کس تېښتې ته اړ شوی دی. په عین حال کې بیا ۶۴ اسرائیلي سرتیري او درې تنه ملکي وگړي له منځه تللي دي.
انځور: SAID KHATIB/AFP/Getty Imagesد نړۍ په بیلابیلو برخو کې مظاهرې
د غزې خونړي کړکیچ په ټولې نړۍ کې خلک مظاهرو ته رابللي دي. د شنبه په ورځ په واشنگټن کې عربي نژاده امریکایان او د سولې پلویان سړکونو ته راووتل. د دغو مظاهرو په ترڅ کې له اسرائیلي پلوو کسانو سره اخ وډب هم رامنځته شو. همدارنگه په تیره اوونۍ کې د اروپا په ډیرو ښارونو کې هم مظاهرې تر سره شوې چې په ترڅ کی یې د یهودانو پر ضد شعارونه ورکړل شول.
انځور: picture-alliance/dpa