م.م: افغانستان اوس هم د نړۍ د مخدره موادو ستر توليدونکی هيواد دئ
۱۳۹۰ دی ۱۳, سهشنبهد ملګرو ملتونو د مخدره توکو د دفتر په حواله افغانستان به په ۲۰۱۲ کي ۵۸۰۰ ټنه مخدره توکي توليد کړي. دغه اداره زياتوي چي افغانستان به بيا هم د نړۍ د۹۰ سلنه مخدره توکو د توليد مسئول وي.
په افغانستان کي د تولېدوونکو مخدره موادو ډيره برخه د دغه هيواد له جنوب څخه د افغانستان نورو برخو ته رسيږي.
خو په افغانستان کي د ناټو ځواکونه بيا وايي چي تير کال ئې په دغه هيواد کي ډيره اندازه مخدره مواد نيولي دي او په دې ترتيب سره ئې د طالبانو د تمويل يوه لاره تړلې ده.
د ناټو يوه وياند، کارستين يکوبسن، وويل چي د مخدره موادو ګټه د طالبانو د تمويل له لويو منابعو څخه ده. خو هغه زياته کړه چي له دغه درکه د طالبانو عايد ورځ تر بلي مخ پر لږېدو دئ.
يکوبسن په يوه خبري کنفرانس کي وويل، چي ناټو او افغان ځواکونو په ۲۰۱۱ کال ډير زيات مخدره مواد نيولي دي. د ناټو د دغه وياند په خبره په ۲۰۱۱ کال کي ئې د ۲۰۱۰ په پرتله ډيرمخدره توکي نيولي دي.
هغه په خپلو خبرو کي وويل، چي ناټو او افغان ځواکونه به په ۲۰۱۲ کال کي هم د مخدره توکو پرضد خپلوعملياتو ته دوام ورکړي:
«د مخدره توکو په وړاندي د عملياتو په ترڅ کي طالبانو اوس له ترياکو څخه د پوډر جوړولو وړتيا له لاسه ورکړې ده.»
د ملګرو ملتونو د مخدره موادو د ادارې مشر وايي، چي طالبان به په روان کال کي د مخدره توکو د قاچاق له لاري ۷۰۰ ميليونه ډالره ترلاسه کړي.
خو د ناټو وياند وايي، چي له طالبانو څخه به د هغوی د عوايدو منبع واخيستل شي.
د يکوبسن په خبره په افغانستان کي د تاوتريخوالي د له منځه وړلو له پاره نه يوازي جگړه، بلکي په بېلابېلو برخو کي بايد مبارزه وسي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل