خو هغې زياته کړه، په داسې حال کې چې د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته د امريکا د شکنجې او د تورنو عاملينو او د هغوى د همکارانو غير قانوني توقيف د بشري حقونو له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده، په ډېرو حالاتو کې قربانيان او ژوندي پاتې شوي کسان له عدالت څخه بې برخې دي، ځکه چې د شکنجې له لارې ترلاسه شوي معلومات په محاکمه کې نه کارول کېږي.
په زندان کې ناوړه چلند دوام لري
د نی اولین په راپور کې ویل شوي، چې په زندان کې دننه «بد او ناوړه چلند دوام لري». په زندان کې د ودانيزو نیمګړتیاوو په ګډون، د روزنې عملیاتي طرزالعملونو، روغتیايې پاملرنې، د کورني مشاورت، د عدالت له پاره د بندیانو د حقونو نه پوره کول او د منظم خپل سري سیسټم په څېر نیمګړتیاوې هم په ګوته شوي دي.
د خبریالانو سره په خبرو کې، نی اولین وویل، چې هر زنداني چې دا ورسره مخامخ شوې، د «شکنجې، غیرقانوني توقیف او ناوړه چلند» له امله نه ختمیدونکي زیان سره ژوند کوي.
هغې څرگنده کړه: «ما وليدل چې له دوو لسيزو توقيف وروسته هم د بنديانو کړاوونه لاپسې ژور شوي او دوام لري.»
په گوانتانامو کي زندانيان د ډيرو محدودو کارونو اجازه لري. هغوی کولای سي کتاب ولولي او تلويزيون وگوري. له ۲۰۰۹م کال راهيسي ئې د نقاشۍ اجازه هم ترلاسه کړې ده. اوس په نيويارک کي د هغوی آثار نندارې ته وړاندي سوي دي.
انځور: Reuters/L. Jackson
«د زندان له پنجرو څخه له گلانو سره» (۲۰۱۶)
محمد انسي يمنی دئ. هغه په کيوبا کي د امريکايانو په اډه گوانتانامو کي ۱۵ کاله بندي او ډير شکنجه سوی دئ. نقاشۍ او طراحۍ له هغه سره مرسته کړې چي په يخي او تاريکه کوټه کي خپل رنځ و زغمي. هغه گلان رسم کړي، څو د خپلو خوبونو پر نيلي سپور آزاده نړۍ کي وگرځي.
انځور: Muhammad Ansi, /PRESIDENT’S GALLERY, New York
«په گوانتانامو کي سربدالي»
د دې اثر نوم «په گوانتانامو کي سربدالي» دئ، چي عمار البلوجي با آکوارل، رسم کړی دئ. هغه تر لس کاله ډير وخت کيږي چي په گوانتانامو زندان کي بندي دئ. هغه تر دې مخکي درې نيم کاله له «سي آی اې» سره بندي وو. د نيويارک نندارتون په کتالوگ کي راغلي دي چي د هغه نقاشۍ، هغو شکنجو ته جواب دی چي هغه ته ورکړل سوي دي.
انځور: Ammar Al-Baluchi/PRESIDENT’S GALLERY, New York
«په زندان کي بې ځانه طبيعت»
احمد رباني پاکستانی دئ. هغه دوه کاله د «سي آی اې» په تورو خونو کي بندي وو او وروسته گوانتانامو ته لېږدول سوی دئ. په گوانتانامو کي ټول زندانيان د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر تر ۱۱ نېټې وروسته د احتمالي تروريستانو په نوم بنديان سوي دي. هغه ډېر وخت په زندان کي د نه خړو اعتصاب کړی او ډېر لږ وخت بې منفي اغېزو ترې وتلی دئ.
انځور: Ahmed Rabbani/PRESIDENT’S GALLERY, New York
«ټيټانيک» (۲۰۱۷)
هغه زندانيان چي سخت کنترولېدل له ۲۰۰۹م کال راهيسي اجازه ورکړله سوه چي د نقاشۍ مواد په اختيار کي ورکړل سي او په خپلو کوټو کي کار په وکړي. کله چي د هغوی مواد خلاص سول نو له نورو داسي موادو چي په زندانه کي موندل کېدل، لکه د قهوې پوډر، ريگ او داسي نورو څخه ئې کار اخيست. خالد قاسم له دغو موادو څخه دغه کوچنۍ تابلو جوړه کړې ده.
انځور: Khalid Qasim,/PRESIDENT’S GALLERY, New York
«د ښار منظره» (۲۰۱۶)
زندانيانو خپلي ډېري نقاشۍ له خپلو خاطراتو څخه رسم کړي دي. په زندان کي څوک درياب او هسکي ودانۍ نه سي ليدلای، که څه هم د درياب د اوبو ږغ په ټولو کوټو کي اورېدل کيږي. دغه نقاشي د يمني عبدالملک عبود ده. هغه ۱۵ کاله په گوانتانامو کي بندي وو او په ۲۰۱۵م کال کي آزاد سو.
انځور: Abdualmalik Abud/PRESIDENT’S GALLERY, New York
«ډوب سوی سوريايي مهاجر» (۲۰۱۶)
په ۲۰۰۸م کال د امريکا د وخت جمهوررئيس بارک اوباما لارښوونه وکړه چي د گوانتانامو زندانيانو ته دي شرايط سم سي، خو د زندان د تړلو طرح ئې له سياسي مقاومت سره مخامخ سوه. له هغه وخته زندانيانو ته اجازه ورکړله سوه چي د ورځي څو ساعته تلويزيون وگوري او خبرونه واوري. په دې خبرونو کي د ډوب سوي سوريايي مهاجر خبر هم وو. نقاشي محمد انسي کړې ده.
انځور: Muhammad Ansi/PRESIDENT’S GALLERY, New York
«د آزادۍ مجسمه»
زندانيانو د خپلو نقاشيو له پاره کله نا کله له انځورونو څخه کار اخيستی. لکه دغه نقاشي چي محمد انسی په ۲۰۱۶م کال کي کړې ده. ارين تامپسون، پيج لاينو او چارلز شيلدز په نيويارک کي د «درياب له پاره قصيده» په نوم نندارتون پرانيستی دئ. په دې کي د څلور آزاد سوو او څلور نورو چي تر اوسه لا په گوانتانامو کي بنديان دي، نقاشۍ نندارې ته وړاندي کړي دي.
انځور: Muhammad Ansi/PRESIDENT’S GALLERY, New York
په نيويارک کي د جمهوررئيس گالري
د «جمهور رئيس گالري» په اتاقونو کي چي د گونتانامو د زندانيانو اثار نندارې ته وړاندي سوي دي، په نيويارک کي د حقوقو په برخه کي جان جي کالج پوري اړه لري. په امريکا کي نندارې ته د زندانيانو د نقاشيو وړاندي کول ډير بحثونه راپورته کړي دي. دغه نندارتون به د جنوري مياشتي تر ۲۶ نېټې پوري پرانيستی وي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Schmitt-Tegge
د اغزن سيمانو شا ته ژوند
تر اوسه هم گوانتانامو زندان سته. اوباما و نه سوای کولای چي دغه زندان وتړي. د هغه د جمهوري رياست په پيل کي ۲۰۰۹م کال په دغه زندان کي ۲۴۲ کسان بنديان ول. د ۲۰۱۷م کال په پای کي بيا د زندانيانو شمېر ۴۱ کسان ول. تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي دغه زندانيان به څه وخت آزاد سي.
انځور: Getty Images/J. Moore
په گوانتانامو زندان کي د ژوند شېبې
دا يو له ډيرو کميابه انځورونو څخه دی چي په گونتانامو زندان کي د بنديانو ورځنی ژوند ښيي. د «ميامي هرالد» ورځپاڼي خبريال والتر ميچات، دغه انځور په خپل موبايل سره اخيستی دئ. هرڅه په کنترول کي دي او د امريکا پوځ د گوانتانامو انځورونه تر خپرېدو مخکي سانسوروي.