1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: تیرکال تر ۳۰۰۰ زيات مهاجر په سمندر کې مړه یا لادرکه شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۹, جمعه

د ملګرو ملتونو سازمان ويلي دي چې تیرکال تر۳۰۰۰ زيات مهاجر چې غوښتل ېې اروپا ته ځانونه ورسوي، په سمندر کې مړه او یا لادرکه شوي دي. دغه سازمان د مهاجرتونو ځمکنۍ لار تر دې لا خطرناکه توصیف کړې ده.

Libyen - Flüchtlinge auf überladenem Boot warten auf Rettung
د اروپا د مهاجرت بحران ۲۰۱۶ - د آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

د فرانسې خبري آژانس په ژنیف کې د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ (UNHCR) له قوله لیکي چې دغه مهاجر په مدیترانه سمندرګي او اوقیانوس سمندر کې مړه او لادرکه شوي دي چې دغه ارقام د یو کال مخکې یعنې ۲۰۲۰م په پرتله دوه برابره لوړ دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې په خپل یو تازه رپوټ کې د مهاجرو د دا ډول مرګ و مير د مخنيوي او د نورو هغو مهاجرو له پاره چې اروپا ته د رسیدلو په هڅه کې دي، د عاجلو اقداماتو او مبارزې غوښتنه کړې ده.

په رپوټ کې ويل شوي دي چې په ۲۰۲۱م کال کې په مدیترانه سمندرګي او آرام سمندر کې ټول ټال ۳۰۷۷ مهاجر مړه یا لادرکه شوي دي په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰م کال کې د مړينې دغه ارقام ۱۵۴۴ ول.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ ویاندې شبیا مانتو په ژنیف کې خبریالانو ته وويل چې «د اندېښنې وړ خبره ده چې د روان کال له پيل څخه نور ۴۷۸ کسان هم مړه شوي او یا لادرکه شوي دي.»

رپوټ وايي چې د ۲۰۲۱م کال په جریان کې ۱۹۲۴ تنه د مرکزي او غربي مديترانې پر لارو مړه یا لادرکه شوي دي او ۱۱۵۳ کسان نور بیا د شمالي افریقا څخه قناري ټاپوګانو ته پر تلونکو سمندري لارو له منځه تللي دي.

مانتو وويل چې «له سمندر څخه د اوښتلو له پاره تر ډېره په بسته بندي شوو، بادي، او د سمندري سفرونو نه وړتیا لرونکو کښتیو څخه استفاده کيږي. اکثره دغه کښتۍ په اوبو کې اوړي چې د مړينې سبب واقع کيږي.»

انځور: picture alliance/dpa/NurPhoto/C. Marquardt

هغې زیاته کړه چې د لويديځې افریقا د سینیګال او موریتانيا په څير ساحلونو څخه قناري ټاپوګانو ته اوښتل ډير زیات خطرناک دي چې پر دغې سمندري لار د مهاجرو سفر کیدای شي تر لسو ورځو پورې دوام وکړي.

د یو ان اچ سي آر ویاندې وويل: «ډیری کښتۍ په سمندر کې خپل مسير څخه منحرف کيږي او یا هم د لارې د نه موندلو په نتیجه کې په اوبو کې ورکيږي.»

د یاد سازمان رپوټ کې ويل شوي دي چې د مهاجرت په مقصد ځمکنۍ لارې هم «په لوړه کچه خطرناکې» دي.

مېرمن مانتو وايي: «حتی په لوی نمبر کې [مهاجر] د افریقا په لويې صحرا، ليرو پرتو بندري سیمو، توقیف ځایونو یا د انساني قاچاقبرانو په اسارت کې مړه کيږي.»

يو ان اچ سي آر خبرداری ورکوي چې د کرونا وبا او په تړاو ېې د بندرونو تړل کيدل د مهاجرتي سفرونو بهیر پيچلی کړی دی چې دغه کار ډېر ناهيلي شوي مهاجر دې ته اړ کيږي چې قاچاقبرانو ته مخه کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه اداره خبرداری ورکوي چې سیاسي بې ثباتي، اقلیمي بدلون او جګړې به د دې سبب شي چې دغه ډول خطرناک مهاجرتونه همدا شان ادامه ولري.

ویاندې شبیا مانتو وويل: «د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري د ملاتړ کولو درخواست کوي تر څو هغه د دغه ډول خطرناکو سفرونو له پاره د ګټور بديل په برابرولو او د قاچاقبرانو له خوا د خلکو د قرباني کیدو په مخنيوي کې مرسته وکړي.»

mks/nz(AFP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب