ده وويل چې شپږ میاشتې مخکې دا شمير ۴۸۶،۷۰۰ وو او کابو يو کال تر مخه ۳۹۳،۷۰۰ انسانان کلابند ول. د نوموړي په وينا په دې وروستیو کې د هغو سيمو شمير زيات شوې چې وګړي یې خوراکي او مرستندويه توکو ته لاس رسۍ نه لري.
اوبراين وويل د دې سيمو اوسيدونکي «منزوي شوي، وږي او تږي ساتل کيږي، له بمباريو سره مخ دي او له روغتيايي او بشري مرستو بې برخې دي» څو تیښتې او يا تابع کيدو ته غاړه کیږدي.
د ملګرو ملتونو دغه همغږي کوونکي په دمشق کې حکومت ته په اشارې سره وويل چې دا تکتيک متسفانه په جګړه کې د ښکيل هغه اړخ له خوا کارول کيږي چې لومړۍ دنده یې د وګړو ساتنه ده، حتې د هغو وګړو هم چې له مشرتابه سره مخالفت لري.
نوموړي يو وار بيا په جګړه کې پر ښکيلو اړخونو د کلابندۍ ماتولو غږ وکړ. اوبراين پر دې هم خواشيني څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا «ښايي يا خو وړتيا او يا هم اراده نه لري» څو دې وضعې ته بدلون ورکړي.
د حلب ترڅنګ ۱۸ نور ښارونه او سیمې (لکه ملایا په انځور کې) کلابندې دي. د ملګرو ملتونو په حواله په دغه سیمو کې ۶۰۰زره انسانان په جګړه کې د ښکیلو بیلا بیلو اړخونو له خوا محاصره دي. خو ویل کیږي چې زیاتره سیمې د سوریې حکومتي ځواکونو له خوا کلابندې دي. ځينو سیمو ته د مرستندویه توکو د رسولو له پاره باید له حکومت څخه اجازه واخیستله شي چې دغه غوښتنه زیاتره وخت ردیږي.
انځور: Reuters/O. Sanadiki
د مقاومت ښار
درایا له هغو لومړیو ښارونو څخه یو دی چې په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې رژیم پر ضد پکښې پاڅون سر راپورته کړ. د یاغیانو او حکومتي ځواکونو له خوا د دې کلابند ښار وګړي اوږده موده له لوږي وکړیدل. په پای کې یاغیانو وسله کیښودله چې دا یې ستره ماته ګڼل کیږي.
انځور: picture-alliance/ZUMA Press
د سوریې په روغتونونو کې بیړنی حالت
د سوریې په روغتونو کې نور د ناروغانو درملنه ممکنه نه ده. د «بې سرحده ډاکترانو ټولنې» د آلمان د برخې مشر وايي: «درمل او د پانسمان توکي نه شته او حتې کوچني عملیاتونه هم نه شي ترسره کیدلای.»
انځور: Getty Images/AFP/O. H. Kadour
یو ځای هم خوندي نه دی
په تیرو پنځوو میاشتو کې یا خو د حلب د ختیځې کلابندې برخې ټولو اتوو روغتونو ته ضرر رسیدلی او یا هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. یو څو ډاکتران خپل ژوند په خطر کې اچوي او د ناروغانو درملنه کوي. یو ډاکتر وايي: «یو ځای هم خوندي نه دی.»
انځور: picture-alliance/AA/E. Leys
ویشل شوی ښار
حلب د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ ویشل شوی دی. د یاغیانو له خوا په کنترولیدونکي برخه کې وضعیت د انديښنې وړ دی. د سوریې رژيم او روسیې له خوا په کابو هره ورځ ترسره کیدونکو بمباریو کې په زرونه کورونه ویجاړ شوي. یوازې تیره اوونۍ تر ۱۰۰ زیات انسانان ووژل شول.
انځور: Getty Images/AFP/A. Alhalbi
د هر څه کمښت
په حلب کې نه اوبه، نه خوراکي مواد او نه برېښنا شته. د حکومتي ځواکونو تر کنترول په لاندي سیمه کې همم ضعه همدا ډول ده.
انځور: Reuters/A. Ismail
ویجاړي کوڅې
په حلب کې خلک د هوايي بریدونو له ویري کوڅو او سړکونو ته نه راوځي. دلته ورځنی ژوند په ټپه ولاړ دی او نور دا ښار د عادي ژوند تیرولو له پاره نه دی.
انځور: Reuters/A. Ismail
یو ستر زندان
د تازه اوربند له وجې د خلکو ژوند یو څه آسان شوی دی خو هیڅوک نه پوهیږي چې وضعیت به کله بدلون ومومي. د سوریې د کلابندو ښارونو اوسیدونکي ځان په یوه «ستر زندان» کې بندي ګڼي.