1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. د سولې خبرو کې د افغانو ښځو «معنی دار» رول وغوښت

۱۳۹۹ اسفند ۲۳, شنبه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جمعې په ورځ د سولې په پروسه کې د افغان «ښځو د بشپړ، برابر او معنی دار ګډون» غوښتنه وکړه. ملګرو ملتونو په دې لړ کې د متحده آيالاتو له خوا د افغان کشالې د پای ته رسولو له هڅو يادونه ونه کړه.

Symbolbild UN-Sicherheitsrat
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gombert

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو «د امنيت شورا غړو ومنله چې يوه تلپاتې سوله يوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د يوې هراړخيزې او ټولشموله سولې پروسې له لارې تر لاسه کېدای شي چې هدف يې يو دايمي او هراړخيز اوربند» وي. دغه خبره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه بيان کې کړې ده.

دغې شورا په سختو الفاظو په افغانستان کې د ملکيانو د په نښه کولو لړۍ وغندله. بې له دې چې د کومې خاصې ډلې نوم واخلي، دغې شورا وويل چې غړي یې «همداراز افغانستان او سيمې ته د ترهګرۍ د لارې د متوجه ګواښ له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.» د امنيت د شورا غړو «په کلکه د خبرو اترو لوري دې ته وهڅول چې د اعتماد جوړولو تدابير واخلي، چې د تاوتريخوالي کمول او په ښه نيت د هلو ځلو دوام» پکې هم راځي.

د متحده آيالاتو له خوا هلې ځلې

واشنګټن په دې وروستيو کې د کابل چارواکو او طالبانو دواړو ته د سولې د يوې موافقې مسوده ولېږله چې د يوه «نوي ټولشموله حکومت» طرحه پکې هم راځي. دغه خبره د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو د وزير له يوه ليک څخه څرګنديږي چې افغاني رسنيو خپور کړی دی.

انځور: Reuters/O. Sobhani

په دغه پلان کې متحده آيالاتو وړانديز کړی چې په ترکيه کې يوه بين الافغاني غونډه وشي او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د وزيرانو يو کنفرانس هم راوبلل شي چې متحده آيالات، روسيه، چين، هند، پاکستان او ايران پکې ګډون وکړي څو د افغانستان د راتلونکي په هکله «يوه واحده لاره» غوره شي.

بل لوري ته د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې پلان لري په اپريل مياشت کې د افغانستان د سولي د خبرو اترو کوربتوب وکړي. هغه ويلي دي چې دوی د افغانستان له پاره ځانگړی استازی هم ټاکي.

چاوش اوغلو همدا راز زیاته کړې چې ترکيه د سولې پروسې له پيله څخه په دغه بهير کې ښکېله وه. د هغه په خبره امريکا متحده ايالاتو د ترکيې حکومت ته وړانديز کړی چې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو تر منځ د سولې د يوه تړون د نهايي کولو د مراسمو کوربتوب وکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل