1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

زمزمه نیازۍ │فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۵ تیر ۳, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان وایي د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو شمیر له ۲۵۰ میلیونو واوښت چې زده کړې یې د شخړو او اقلیم بدلون له امله اغیزمنې شوي دي.

د سوریې په جګړه کې اغیزمن ماشوم
انځور زموږ له آرشیف دی او په سوریه کې یو له هغو ماشومانو چې د جګړې له امله اغیزمن شوی دیانځور: AAREF WATAD/AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو راپور چې د سه شنبې (د جون په ۲۳ مه) یې خپور کړی وایي د افغانستان په ګډون نړۍ کې نیږدې ۱۰۰ میلونه ماشومان د شخړو او اقلیم بدلون له امله په بشپړه توګه زده کړو ته لاس رسی نه لري.

د « زده کړې انتظار نه شي کولی» تر نامه لاندې د بحران ځپلو سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د زده کړو صندق په راپور کې راغلي: «په تیرو ۱۸ میاشتو کې د بحرانونو له امله د اغیزمنو ماشومانو شمیرو کې ۲۱ میلیونه زیات شوي دي. او په ټوله نړۍ کې دغه شمیر ۲۵۸ میلیونو ته رسیږي.»

په دغه راپور کې د هغو ماشومانو تنکیو ځوانانو وضیعت څیړل شوی چې د شخړو ،اقلیمي بدلونو، ناورینونو او اوږدمهاله اقتصادي بحرانونو له امله زیانمن شوي دي.

افغانستان د اغیزمنو هېوادونو په نوملړ کې

د راپور موندنې ښیې چې ۹۳ میلیونه ماشومان په بشپړه توګه ښوونځي ته لاس رسی نه لري او د ټولو ۲۵۸ میلونه اغیزمنو ماشومانو  ۶۰ سلنه په نهو هیوادونو لکه: افغانستان، بنګله‌دېش، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، میانمار، نایجیریا، پاکستان، سوډان او یمن کې ژوند کوي. د راپور له مخې شخړې  او تاوتریخوالی له زده کړو څخه د ماشومانو د برخې پاتېدو تر ټولو مهم لامل دی.

 

د افغانستان ښوونځي او پوهنتونونه له څه ډول حالت څخه تیرېږي؟

32:01

This browser does not support the video element.

د « زده کړې انتظار نه شي کولی» صندق مشرې مایسا جلبوت وویل: «شواهد روښانه دي چې شخړې او د اقلیم بدلون د زده کړو په برخه کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې بیرته له منځه وړي.»

نوموړې زیاته کړه: «دا موندنې موږ ته ښیې چې اړتیاوې چیرې تر ټولو زیاتې دي او پانګونه کوم ځای کې ډیره اغیزه کولی شي. اوس وخت دی چې د بحرانونو له امله د اغیزمنو ماشومانو په راتلونکي پانګونه وشي.»

زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب