1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د طالبانو امر بالمعروف وزارت د ويرې فضا رامنځته کړې

۱۴۰۳ تیر ۱۹, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر په حواله د طالبانو امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د افغانانو په منځ کې د ویرې فضا رامنځته کړې ده. په رپوټ کې زياته شوې ده چې دغه اخلاقي پوليس له بشري حقونو څخه هم سرغړونې کوي.

آرشيف انځور: په کابل کې د طالبانو جنګيالي
آرشيف انځور: په کابل کې د طالبانو جنګياليانځور: Zerah Oriane/Abaca/picture alliance

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فتر يا يوناما د سه شنبې په ورځ په خپاره کړل شوي دې رپوټ کې ويلي دي چې احکامات او ځيني ميتودونه چې د دې فرمانونو د عملي کولو له پاره کارول کيږي، له بشري حقونو او بنسټیزو آزاديو څخه سرغړونه ده.

واک ته له بيا رسېدو وروسته طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت رامنځته کړ چې د دغي ډلې د مشرتابه له خوا جاري کړل شوي احکام اجرا کوي.

د يوناما په رپوټ کې راغلي دي چې د دغه وزارت ډېرو حکمونو د ښځو او نجونو پر ټولنیز او شخصي ژوند اغیز کړی دی. د دې رپوټ پر اساس د طالبانو ځینو قواعدو د مثال په توګه د جامو او حجاب لارښونو، له زده کړو او کار څخه منع کول او همدا راز د يوه محرم د شتون الزامي کول، هغه څه دي چې پر ښځو یې غير متناسبې اغیزې کړي دي.

د يوناما په دې رپوټ کې زياته شوې: «د لارښوونو د نه عملي کولو سره تړاو لرونکي مجازات او اکثره فرمانونه خپل سري، شديد او غير متناسب دي.» دې سازمان زياته کړې ده چې «پر ښځو باندې تبعيضي تاثير لرونکې پراخ بندیزونه معرفي شوي دي.»

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

03:23

This browser does not support the video element.

په دې رپوټ کې راغلي دي: «له بشري حقونو څخه سرغړونې او مجازات چې د وړاندوينې وړ نه دي،  په ولس کې د ويرې او ترهې په رامنځته کيدو کې نقش لري.»

يوناما ويلي دی چې د ۲۰۲۱م د اګست او د ۲۰۲۴م کال د مارچ مياشتې ترمنځ یې لږ تر لږه ۱۰۳۳ داسې موارد مستند کړي دي چې په ترڅ کې یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مامورينو د احکامو د عملي کولو پر وخت له زور څخه کار اخيستی دی چې د خلکو د فردي آزادۍ او فزيکي او رواني روغتيا نقضولو باعث شوي دي.

ملګرو ملتونو ويلي دي چې «په دې مواردو کې ګواښل، خپل سري نيونې او توقيف او د عملاً چارواکو له خوا د تر حده ډېر زور کارول او ناوړه چلن شامل دی.»

د رپوټ پر اساس زياتره نارينه د دې ناوړه چلندونو ښکار کیږي چې احتمالاً یې د طالبانو امرونه نه دي منلي او يا له دې کبله چې د کورنۍ ښځينه غړيو یې له دې احکامو سرغړونه کړې وي.

د طالبانو غبرګون

په دې رپوټ کې راغلي دي چې د وزارت نقش د عامه ژوند تر نورو ساحو هم غځيدلی دی چې د رسنيو څار او اعتياد له منځه وړل پکې شامل دي.

د طالبانو د امر المعروف وزارت د ملګرو ملتونو دا رپوټ رد کړی دی او ويلي یې دي چې موندنې یې ناسمې او متناقضې دي.

د دې وزارت له خوا زياته شوې: «فرمانونه او اړوند قانوني اسناد د ټولنې د اصلاح په موخه جاري شوي دي او بايد د اجرا کیدو په اړه يې اطمنان ترلاسه شي.»

د يوناما دا رپوټ په قطر کې د طالبانو په ګډون د ملګرو ملتونو تر غونډې يوه اونۍ وروسته خپور شوی دی. د دوحې دا دوه ورځنۍ غونډه د ملګرو ملتونو له خوا رابلل شوې وه. غونډه چې د مدني ټولنې او ښځو د استازو له ګډون پرته ترسره شوه، د بشری حقونو د فعالانو او ډلو غوسه یې را وپاروله.

ب. ص/ ن. ز (AP)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب