1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې تر زرو ډېر ملکيان وژل شوي

۱۴۰۲ تیر ۶, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په خپل يو تازه رپوټ کې ويلي دي چې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې حملو کې تر زرو ډېر ملکيان وژل شوي او تر دوو زرو ډېر ټپیان شوي دي. دغه سازمان وايي د طالبانو حکومت د افغانانو د امنيت مسئولیت لري.

د آرشیف انځور - کابل د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۶مه، هوايي ډګر مخې ته تر چاودنې وروسته روغتون ته د زخمیانو لیږد
د آرشیف انځور - کابل د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۶مه، هوايي ډګر مخې ته تر چاودنې وروسته روغتون ته د زخمیانو لیږدانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت يا يوناما د يو نوي رپوټ پراساس، د ۲۰۲۱م کال د اګست په نيمايي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهېسې د روان کال د می میاشتې تر پايه، په دغه هیواد کې په تاوتريخوالو کې ۳۷۴۴ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په ډله کې ېې ۱۰۹۵ تنه وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي سربېره پر دې چې د طالبانو د واکمنۍ څخه د مخکې کلونو په پرتله په تلفاتو کې کموالی هم راغلی، خو دوی د ملکيانو یوه د پام وړ مرګه ژوبله مستند کړې ده.

د ملګرو ملتونو د یو مخکني رپوټ له مخې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې يوازې په ۲۰۲۰م کال کې د تلفاتو شمېر ۸۸۲۰ وو چې له دې جملې څخه ۳۰۳۵ تنه ېې وژل شوي ول.

ورته نور ولولئ:  ملا هبت الله په خپل اختريز پيغام کې ادعا کوي چې د ښځو ټول شرعي حقونه حفظ دي

طالبان تر دوه لسیزو جګړو وروسته د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو سره سم، بیا قدرت ته ورسېدل. طالبان په لومړي ځل په ۱۹۹۶ کې پر افغانستان حاکم شول چې دغه واکمني ېې په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امريکا د پوځي يرغل په نتيجه کې ړنګه شوه.

د یوناما د رپوټ پر اساس، د طالبانو د بېا واکمنېدو راهیسې درې پر څلورمه برخه برېدونه د چاودېدونکو موادو پر مټ «د ګڼې ګوڼې په سيمو لکه عبادت ځایونو، ښوونځي، او مارکيټونو» کې شوي دي. په وژل شوو کسانو کې ۹۲ ښځې او ۲۸۷ ماشومان شامل دي.

ورته نور ولولئ:  ملګري ملتونه: په ۲۰۱۹م کال کې له ۱۰ زرو ډیر ملکي تلفات ثبت شوي

اعلاميه وايي چې ډېری دغه بمي حملي په افغانستان کې د داعش سيمه ایزې ډلې له خوا چې د خراسان ولایت په نوم تو ياديږي، ترسره شوي دي. خو د ملګرو ملتونو په رپوټ کې یو د «پام وړ شمير» داسې وژنو ته هم اشاره شوې چې هيڅ چا ېې مسئوليت په غاړه نه دی اخیستی یا دا چې یوناما ېې مسئوليت هېڅ ډلې ته منسوبولی نشي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې همدارنګه د طالبانو له واکمنېدو راوروسته یو شمېر شوو «خونړيو ځانوژونکو بریدونو» په اړه اندېښنه ښودلې چې ډېرو ملکيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سبب واقع شوي دي.

ورته نور ولولئ: ملګري ملتونه: د طالبانو د واکمنۍ راهیسې نږدې ۴۰۰ ملکيان وژل شوي

رپوټ کې یادونه شوې چې دغه حملې په داسې وخت کې شوي چې افغانستان له مالي او اقتصادي بحرانونو سره مخ او د بهرنيو ډونرانو مرستې هم په پراخه کچه راکمې شوي دي او ورسره جوخت د تاوتریخوالو قربانيان چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ لاندې ژوند کوي، د «نړېوالو روغتيايي، مالي او رواني ملاتړ» ته د لاسرسي په موخه مبارزه کوي.

ورته نور ولولئ: طالبان: د ښځو په هکله د ملګرو ملتونو رپوټ پروپاګند دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما په دغه هیواد کې د حملو د فوري درولو غوښتنه کړې او وايي چې د طالبانو حکومت د افغانانو د حفاظت مسئولیت لري. د طالبانو اداره بیا وايي چې دوی په داسې یو وخت کې حاکم شول، چې افغانستان د «سقوط په حال کې وو او دوی له بحران څخه د هیواد او حکومت د ژغورنې له پاره» د ښو تصمیمونو او مناسب مدیریت له لارې لاس په کار شوي دي.

په اعلاميه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له قوله ويل شوي چې د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې وضعیت په تدريجي توګه ښه شوی دی: «امنيت په ټول هیواد کې تامين دی» او زیاتوی چې طالبان د شيعه ګانو د عبادت ځایونو په شمول د ټولو مقدسو ځایونو د امنيت ساتنه په نظر کې لري.

ورته نور ولولئ: طالبان: د چهارشنبې ورځې چاودونو کې ۱۶ کسان وژل شوي او په لسونو ټپيان دي

(AP)mks/bs

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب