1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د لوږې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي

۱۳۹۹ آبان ۲۸, چهارشنبه

ملګرو ملتونو د افغانستان په گډون له ۷ جنګ ځپلو هيوادونوسره، له لوږي سره د مبارزې په برخه کي ۱۰۰ ميليونه ډالر ځانگړي کړي دي چي ۱۵ ميليونه ډالر به يې افغانستان ته ورکړل سي.

Afghanistan Bettelnde Frau mit Kind Jalalabad
انځور: picture-alliance/Photoshot

په ملګرو ملتو کي د مرستو ورکولو مسئول، مارک لاوکوک د سه شنبه په ورځ خبر ورکړ، چي ملګري ملتونه غواړي، د عاجلو مرستو له يوه صندوق څخه له لوږي سره د مبارزې له پاره په مجموعي ډول له اوو هيوادونو سره د ۱۰۰ ميليونه ډالرو مرسته وکړي.

د دغو پيسو ډيره برخه چي ۳۰ ميليونه يورو کيږي، يمن ته ورکول کيږي. په ايتوپيا کي مخ پر زياتيدونکي خراب حالت ته په کتو سره به ۲۰ ميليونه ډالر، نوموړي هيواد ته اختصاص سي. همدارنګه افغانستان او نايجيريا، هر يوه ته به ۱۵ميليونه يورو ورکړل سي. ۷ميليونه يورو به جنوبي سودان او د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت ته ورکړل سي. همدارنګه بورکينافاسو ته هم ۶ ميليونه اختصاص سوي دي.

انځور: picture-alliance / dpa

لاوکاک ويلي دي، دا چي په نړۍ کي بيا هم هره ورځ انسانان له لوږي او قحطۍ سره مخامخ دي او له بلي خوا بيا د نالايقو او نامطلوبو کسانو له پاره تر اندازې زيات خواړه په اختيار کي دي، دا خبره د سړي زړه درد وي.

سږکال په مجموعي ډول ۵۰۰ ميليونه ډالر د عاجلو مرستو صندوق ته اچول سوي، چي دا کار ملګرو ملتو ته ددې زمينه برابروي، تر څو د نوو بحرانونو په وړاندي چټک غبرګون ښکاره کړي.