1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

م.م: د کرونا بحران به د مخدره موادو کارول ډېر کړي

۱۳۹۹ تیر ۵, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې ادارې انديښنه ښوولې چې د کرونا بحران په نتيجه کې به د مخدره موادو مصرف ډېر شي. ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹م کال کې د کوکنارو د کښت ساحه کمه وه.

Symbolbild Kokain
انځور: picture-alliance/dpa

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو سره د مبارزې دفتر په خپل کلني رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ په ويانا ښار کې خپور شوی، ويلي چې د تیرو تجربو پر اساس د بې کارۍ زياتېدو لکه اوس چې د کرونا بحران پر وخت ليدل کيږي، تل د نشه يي توکو د استعمال د زياتېدو سره تړاو لرلی دی.

د دغه ادارې چې انګلسي لنډيز یې «يو اين او دي سي» دی مشر غاده والي ويلي چې د کرونا ويروس د بحران او د دې په نتيجه کې د اقتصادي رکود له وجې دا ګواښ موجود دی چې د مخدره موادو په تړاو خطرونه نور هم زيات شي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي دي چې امکان لري بزګران د اقتصادي مجبوريتونو له کبله اړ شي د مخدره موادو غير قانوني کښت ته مخه کړي او يا هغه پراخ کړي. پر دې سربیره د دې موادو قاچاق کوونکي به د کرونا د محدويتونو له وجې په هوايي ترافيکو او پر پولو د کنترول د زياتيدو له وجې د نشه يي توکو د انتقال د نويو لارو لټه وکړي.

د مثال په توګه په دې وروستيو کې وليدل شول چې د سويلي امريکا څخه اروپا ته کوکاين نيغ په نیغه د سمندر له لارې انتقال شول.

د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې اټکل شوی چې د هغو کسانو شمير چې په ۲۰۱۸م کال کې یې دغه توکي کارولي ۲۶۹ ميليون وو. د دوی اکثرو یې چرس کارولي. پر دې سربیره ۳۵،۶ میليونه کسان د مخدره موادو د استعمال له کبله له روغتيايي مشکلاتو سره مخ ول.

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د ساحې کميدل

په دې رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹م کال کې د کوکنارو د کښت ساحه يو پر دريمه کمه شوې وه خو د مخدره موادو توليد شوې مقدار د ۲۰۱۸م کال په اندازه پاته وو او د ۶۴۰۰ ټنو په شا او خوا کې وو.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو سره د مبازرې د ادارې په دې رپوټ کې ويل شوي چې په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې پر ۱۶۳ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي ول چې دا د ۲۰۱۸م کال په پرتله ۱۰۰ زره هکتاره کمه ساحه ده.

په دې رپوټ کې ويل شوي چې د نشه يي توکو څخه په لاس راوړل شوې پېسې د ترهګرۍ په تمويل کې کاريدلي دي. د رپوټ په حواله د کوکنارو زياتره دا کروندې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو کې موقعيت لري.

ارقام ښيي چې په تیرو پنځوو کلونو کې په افغانستان کې توليد شويو مخدره توکو د نړۍ د مخدره موادو ۸۴ سلنه برخه جوړه کړې ده. د ملګرو ملتونو په دې رپوټ کې زياته شوې چې د کرونا بحران د کوکنار پر کښت اغیز نه دی کړی او هغه د ورځني مزد کارکوونکي چې د کرونا د قيوداتو له وجې بېکاره شوي، د مخدره موادو د حاصلاتو د راټولو په برخه کې یې کار موندلی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب