1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

م.م: شخړو تر ۲۰۰ زره زيات افغانان بې ځایه کړي دي

۱۳۹۷ شهریور ۱۴, چهارشنبه

د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ سازمان ویلي چې د روان کال له پیله په افغانستان کې د شخړو له کبله تر ۲۰۰ زره زيات افغانان بې ځایه شوي دي. پر نا امنیو سربیره، ډېر افغانان بیا له وچکالۍ سره هم مخامخ دي.

Binnenflüchtlinge in Kabul Afghanistan
انځور: DW/H. Sirat

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ سازمان له لوري د سه شنبې په ورځ په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې د روان میلادي کال له جنوري میاشتي څخه تر سپتمبر میاشتې پورې په مجموعي ډول ۲۰۶۶۱۵ کسان د شخړو او جګړو له کبله په هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي. په دې ترتیب سره له تیرې میاشتې راهیسې په دې برخه کې د ۴۴ زرو کسانو زیاتوالی راغلی دی.

په عین وخت کې پر غزني ولایت باندې د طالبانو د څو ورځني ډله ایز برید په پایله کې هم تر ۳۰ زرو ډیر کسان په موقت ډول بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو د دغه سازمان په رپوټ کې د غزني شمیرې هم شاملي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې هم د جګړو او نا امنیو له کبله تر ۴۴۵ زره ډیر کسان بې ځایه شوي ول. سربیره پر دې د افغانستان امنیتي ځواکونه د هیواد په زیاتره برخو کې د طالبانو او داعش ډلې سره په جګړو کې بوخت دي.

د روان کال په جولای میاشت کې د افغانستان د پوځي سرچینو په حواله د افغانستان د ټولو ۴۰۰ ولسوالو له جملې څخه لږ تر لږه ۱۳،۸ سلنه ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې دي او د پاتې ۳۰ سلنه ولسواليو د کنترول پر سر جنگ روان دی. خو نوري سرچینې بیا د دغو شمیرو په پرتله خورا لوړې شمیرې وړاندې کوي.

په عیني وخت کې په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو تر څنګ، وچکالي هم يوه له جدي ستونزو څخه ګڼل کيږي. دغه پديده د دې لامل شوې ده چې اوس ډير کروندګر خپلې کروندې پريږدي او ښارونو ته ګډه شي. د ملګرو ملتونو سازمان هم خبرداری ورکوی چې افغانستان به سږکال د شاوخوا ۲ اعشاريه ۵ ميليونه ټنه غنمو له کمښت سره مخامخ شي چې دا له دوه میليونو څخه ډیر انسانان د خوراکي موادو د کمښت له ګواښ سره مخامخ کوي. دغه نړيوال سازمان ويلي دي چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د جدی بشري مرستو رسولو اړتيا ليدل کيږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب